تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علامه سعد الدین تفتازاني رحمه الله ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2019
  0

د علامه سعد الدین التفتازاني (رحمة الله علیه) ژوند ته لنډه کتنه

ژباړه او راټولونه: عزت الله درویش/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علامه سعد الدین تفتازاني د مشهورو نصابي کتابونو لکه: مختصر المعانی، مطول، شرح العقائد او شرح المقاصد مصنف دی. نوموړي ته په علم کلام، أدب،  فلسفه، فقه، رياضي، منطق او هندسه کې عبور حاصل وو .


نوم او نسب:
د ده مبارک نوم مسعود، د پلار نوم  یي عمر او لقب یي سعد الدین وو.
د نسب سلسله یې: سعد الملة والدين أبو سعيد مسعود بن عمر بن محمد بن أبي بكر بن محمد بن الغازي التفتازاني السمرقندي الحنفي.


زېږېدنه:
علامه صاحب په تفتازان کې چې د پخواني خراسان او موجوده (افغانستان) د هرات ولایت د کلو څخه وو، په۷۱۲هـ ق کي، د ۱۳۱۲ کال مطابق دنیا ته سترګې غړولې دي.


زده کړې:
علامه تفتازاني رحمه الله د تعلیم په ابتداء کې ډېر ضعیف وو، تردې چې نورو ملګرو به ټوکې ورپسې کولې، یو صفت یي دا هم وو، چې ډیر متقي، پرهیزګاره طالب وو، دوهم صفت یي دا وو چې ډېره خواري به یي په زده کړو پسې کول.


علامه صاحب په دې اړوند وایي: زه یوه ورځ ډېر ستومانه شوم خوب راغلی وو، په خوب کې یو ځوان درې ځله راغی او راته وې ویل:  


ای مسعوده! راځه تفریح وکړو ، ما ورته وویل چې زما سبق نه دی زده ، زه ولې تفریح وکړم. څلورم ځل یي راته وویل: راځه د الله (جل جلاله) رسول صلی الله علیه وسلم دې غواړي،  بس په همدې وخت کې زه ولړزیدم او رعب راباندې پریووت ، ورسره روان شوم چې ګورم رسول الله صلی الله علیه وسلم ، له صحابه کرامو رضی الله عنهم سره تر یوې ونې لاندې ناست دی، ماهم خپل شکایت ورته وکړ چې ای د الله جل جلاله رسوله زما سبق نه زده کیږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ، خپلې مبارکې لیاړې (ناړې)  زما په خوله کې را کړې زه چې کله راپور ته شوم زما سينه د علم لپاره پراخه شوې وه او زه په سبق باندې ډېر ښه پوهېدم .


تالیفات:
علامه تفتازاني رحمه الله وروسته ډیر لوی عالم شو او د خپل وخت له جیدو او ثقه علماء کرامو څخه بلل کیده هغه ډیر تصنیفات وکړل، د مثال په ډول ده  په ۱۶ کلنۍ کې پر زنجاني باندې د شرح التصريف العزی په نوم شرحه ولیکل او وروسته یي مطول په بلاغت کې، مقاصد الطالبين او شرح المقاصد الطالبین په علم کلام کې ، شرح العقائد النسفیه، شرح الرسالة الشمسیة فی المنطق، مختصر المعاني، النعم السوابغ فی شرح الکلام النوابغ للزمخشري، غایة تهذیب الکلام فی تحریر المنطق والکلام، التلویح الی شرح الحقائق التنقیح، شرح اربعین النوویة، حاشیة على شرح العضد على مختصر ابن الحاجب، ارشاد الهادي فی النحوی او یوه فتاوی په حنفي فقه کي، همداسي نور کتابونه هم تصنیف کړل . 


فقهي مذهب:
علامه تفتازاني رحمه الله په مذهب حنفي دی، دا خبره علامه عبدالفتاح أبو غده رحمه الله په تعلیق د (الاقامة الحجة علی الإکثار فی التعبد لیس ببدعة) کې په ډېرو دلائلو ثابته کړې ده او کوم چا چې ده ته د تشیع نسبت کړی په دې دلیل چې ده په بحث د تعریف المسند الیه کې مثال په علي او معاویة سره ویلی دا بې دلیله دعوه ده ځکه په فقه او عقائدو کې دده ټول تصنیفات او کتابونه په دې دلالت کوي چې هغه د اهل السنة والجماعة د لارې لاروی او حنفي مذهبه وو.


د علامه سعد الدین تفتازاني رحمه الله یو لوی امتیاز دا دی چې الله تعالی ددې کتابونو ته ډیر مقبولیت ورکړی دی، د ده له عصر نه بیا تراوسه پورې د نوموړي تصنیفات په دیني مدارسو کې د نصابي کتابونو په توګه تدریسیږي او علماء کرامو او طالبانو ته یې د علم فیض او برکت رسیږي.


د میر سید سند سره علمي مباحثې: 
علامه تفتازاني رحمه الله او علامه سيد سند رحمه الله دواړه د يوه عصر وو ، دوی دواړه د وخت نامتو عالمان دي او په علومو او فنونو كې دواړو سارى نه درلود ، خو څرنګه چې دوی دواړه د تيموريانو د باد شاه شجاع الدين مظفر د مجلس غړي وو نو له دې سره به دوى په خپل مينځ كې كله نا كله په يوه بل باندې اعتراضونه كول او كله به لا د مناظرې او علمي مباحثي وار هم رارسيده .


ملا كاتب چلبي یا حاجي خلیفه د دوى د خپل منځي مباحثو او مناظرو ډيرې بيلګي ذكر كړي دي ‏چې ځيني یې په ځانګړی توګه چاپ شوي هم دي ‏.


د دوی تر ټولو مشهوره مناظره د علم بيان په دې مسئله كې وه چې تمثيل مستلزم تركيب لره دى او كنه ؟‏ 

(ددې مناظرې تفصيلي بحث د احوال المصنفين په ۳۴۲مخ كې مطالعه كولى شی ‏).


دا د هغوی په مينځ كې مشهوره مباحثه ځكه ده چې په دې مناظره كې فيصله د ميرصاحب په حق كي وشوه او له دې سره د علامه تفتازاني رحمه الله د تقرير په علمي روحيه يو داغ ولګيده ، خو ددې مباحثي په اصلي هوية د (كشف الظنون) مصنف حاجي خلیفه خپله فيصله په دې ډول كړې: 


" كان لسان السيد افصح من قلمه " .


او علامه تفتازاني رحمه الله بيا د ژبې فصاحت نه درلود او تر ژبي یې قلم ډير فصيح وو، نو له هم دې كبله د دوی تر مينځ ددې مباحثې څخه د يوه بل په علمي هوية كوم داغ نه پاته كيږي .


مړینه:
نوموړی په ۱۳۹۰ هـ ق کال کي، د ۶۰ کلنۍ په عمر په سمرقند کې وفات او هملته دفن شو.


 الله تعالی دې په علامه صاحب رحمتونه وکړي. آمین

 

سرته