تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: سري دعوت او اولین مسلمانان (۶۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 3, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۲ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


اوس نو موږ کولاى سو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دعوت موده و دوو زمانو ته و وېشو، چي يوه يې د مکې مکرمې زمانه ده چي تقريباً ديارلس کاله  يې په بر کي ونيول، او بله يې د مدينې منورې زمانه ده چي پوره لس کاله يې دوام وکړى. 

 

او بيا دغه هره زمانه ځان ته خاصي مرحلې لري چي هره مرحله يې د هغي بلي مرحلې څخه په خاصو خصوصياتو سره فرق او امتياز لري، نو په دغه اساس موږ کولاى سو چي د مکې مکرمې زمانه و درو مرحلو ته و وېشو. 

 

اوله مرحله يې: پټ او سِري دعوت ؤ چي درې کاله يې دوام درلود.

 

دوهمه مرحله يې: په اهلِ مکه کي ښکاره دعوت ؤ، چي د بعثت  د څلورم کال څخه شروع سو او د بعثت د لسم کال تر آخره يې دوام وکړى.

 

درېيمه مرحله: تر مکې مکرمې دباندي دعوت دى چي د بعثت د لسم کال د آخره څخه شروع سو او بيا تر هجرته پوري يې دوام درلودى.

 

خو د مدینې منورې د وخت او زمانې  مرحلې به بيا پر هغه خپل ځاى د تفصيله سره درته بيان سي ان شاءالله تعالْى.

 

د مَکِي دورې اوله مرحله يا د سري دعوت درې کلونه

دا معلومه خبره ده چي مکه مکرمه د عربو ديني مرکز ؤ او کعبه شريفه د ټولو عربو د پاره (د دوى د باطل دين) په بتانو يا باطلو خدايانو ډکه وه، په دغه ځاى کي د اصلاح و مقصد ته رسېدل نسبت و هغه ليري ځايو ته سخت او مشکل کار ؤ، دلته او په دغسي ځاى کي و داسي فولادي عزم ته احتياج او ضرورت ؤ چي مشکلات او تکاليف تاثير نه سي پر کولاى او په داسي ځاى کي هنر او حکمت دا دى چي په ابتدايي مرحله کي دعوت پټ او سري وي، دا د دې د پاره چي و ټول اهل مکې ته ناڅاپه د يوه داسي کار، و نه ويل سي چي د دوى هيجان او احساسات را وپاروي. 

 

نو د عقل تقاضاء دا وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په شروع کي اسلام پر داسي چا عرض کړي چي هغه د ده کورنۍ يا په ده پوري مښتي خلك وي يا د ده آشنايان وي او هر هغه څوک و اسلام ته را وبولي چي په هغو کي د خير علامې موجودي وي او داسي څوک دعوت کړي چي دئ  صلی الله علیه وسلم  دوى پيژني او دوى دئ  صلی الله علیه وسلم  پيژني، يعني: ده ته دا ور معلومه وي چي دغه خلك حق او خير خوښوي او هغو ته بيا دئ  صلی الله علیه وسلم  د صدق او اصلاح په صفت ور معلوم وي او د هغو څخه بيا هغو کسانو د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دعوت قبول کړى چي هغو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په عظمت، د نفس په پاکي او د خبرو په صداقت کي هيڅ شک نه ؤ موجود، چي هغو کسانو ته په اسلامي تاريخ کي د سابقينُ الاولين په نامه سره ويل کيږي، چي د هغو ټولو په مقدمه کي څلور نفره دي: 

 

اول: ام المؤمنين حضرتِ خديجه بنت خويلد رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  صادقه او مخلصه زوجه.

 

دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  آزاد کړه سوى مريئ (زيد بن الحارثه بن شرحبيل رضی الله عنه ) چي زيد بن محمّد ورته ويل کېده.

 

درېيم: د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى حضرت ِعلي بن ابي طالب رضی الله عنه  چي کوچنئ او هلک ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کورکي اوسيدى. 


څلورم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوږ او صادقه ملګرى  ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه .

 

دغه څلورو نفرو د دعوت په اولو ورځو کي ايمان را وړى دى، اوس به دغه څلور نفره په تفصيل سره درته معرفي سي: 

 

اول: خديجه بنت خُوَيلِد رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوجه چي د مخه معرفي سوې ده و تکرارولو  ته يې حاجت نسته.

 

 دوهم: زيد بن الحارثه رضی الله عنه  چي زيد بن محمّد ورته ويل کېده او دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيد رضی الله عنه  په زوى واله نيولى ؤ هغه لره يوه قصه ده، هغه دا چي: 

 

دغه زيد کوچنئ ؤ او په خپله قبیله او کورنۍ کي د خپل مور او پلار سره اوسېدى. 

 

د عربو د قبيلو خو دا عادت او تجارت ؤ چي همېشه به يوې قبيلې پر بلي قبيلې تيرئ او تجاوز کاوه حيوانات او انسانان به يې ځني بيول، نو يو وخت د دغه زيد پر قبيله یوې بلي قبيلې حمله وکړه چي په دغه وخت کي د زيد عُمر اته کاله ؤ او زيد يې هم د بنديانو په جمله کي بوتلى او بيا يې د مريي په شکل خرڅ کړی.

 

 او په بل روايت کي وايي: زيد د اتو کالو ؤ چي مور يې د خپلو دوستانو د ليدلو د پاره د يوې قبيلې څخه بلي قبيلې ته تله او زيد يې هم د ځان سره ملګرى کړى ؤ، په لار کي د بني القَين قبيله پر پېښه سوه او زيد يې ځني بوتلى، بيا يې د مريي په ډول د حَباشه په بازار کي خرڅ کړى او حکيم بن حزام چي د مکې مکرمې د قريشو څخه ؤ  د نورو مريانو سره دغه زيد هم را نيوى او بيا يې وخديجې رضی الله عنها ته په هديه کي ورکړى، خديجې رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره تر واده کولو وروسته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته په هديه کي ورکړى، د زيد پلار چي حارثه نومېدى په زيد پسي ډير غمجن ؤ او همېشه د هغه په تلاښ کي ؤ چي چيري به يې پيدا کړي، په دې کي کلونه تير سوه چي پلار په زوى پسي ګرځي څو په آخر کي دا معلومات ورته وسوه چي زوى يې په مکه مکرمه کي دى نو پسي را رهي سو او مکې مکرمې ته راغلى، زوى يې پيدا کړی او د هغه مالک ته چي محمّد صلی الله علیه وسلم  دى ورغلى (البته دا قصه د مخه تربعثت وه) 

 

ويل: يا محمّد! دغه زيد زما زوى دى او دئ حُر دى خو دښمنانو خرڅ کړى دى، زه اوس راغلى يم او غواړم چي دغه خپل زوى ستا څخه رانيسم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: يا! خرڅوم يې نه مګر يو کار به وکړم، هغه دا چي په خپله زيد ته به اختيار ورکړم که ستا سره ځي در سره ولاړ دي سي او  زما د طرفه بېله قيمته آزاد دى او که زما سره پاتيږي پاته دي سي د زيد خوښه او اختيار دى، د زيد پلار حارثه په دې خبره ډير خوشاله سو چي دا ډير ښه اختيار دى ځکه حارثه پوهېدى که يو چا ته اختيار ورکول سي چي مريئ پاته کيږې که د پلار سره ځې؟ هغه حتماً د پلار سره ځي. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيد را وغوښتى او پوښتنه يې ځني وکړه چي دغه نفر پيژنې؟ زيد ويل: هو دا زما پلار دى، خبره داسي نه وه چي زيد خپل پلار نه پېژندى نو پلار خپل زوى زيد ته و ويل: زويه! محمّد  صلی الله علیه وسلم  تا ته اختيار درکړى دى دلته د ده سره مريئ پاته کيږې اوکه زما سره ځې؟ زيد و ويل:  والله پر محمّد صلی الله علیه وسلم  هيڅوک نه خوښوم او نه اختياروم. دا تر بعثت د مخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اخلاق وه، د دغه ځايه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اخلاق او ګذاره معلوميږي چي حتّْی د مريي سره يې څنګه ښه ژوند، د مهربانۍ او محبت څخه ډکه ګذاره کول.  

 

او زيد و ويل: والله زه ګمان نه کوم چي مور او پلار دي داسي ښه او د محبت ژوند را سره وکړي لکه محمّد  صلی الله علیه وسلم  چي يې را سره کوي. 

 

تاسي دې رحمت، مهربانۍ او حسن معاشرت ته وګورى چي خير البشر صلی الله علیه وسلم  د يوه مريي سره کول، تر داسي اندازې چي هغه مريئ دي دئ صلی الله علیه وسلم  تر مور او پلار خوښ او اختيار کړي او دغه اخلاق د مخه تردې وه چي وحيِ ورته نازلي او د الله جل جلاله   د طرفه په رسالت سره اختيار کړل سي، نو ځکه به خلكو صادق الأمين ورته ويل او زيد پر دې ټينګار کاوه چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  سره پاته کېږم. 

 

د زيد پلار حارثه په تعجب کي سو چي دا څنګه کېدلاى سي چي یو چا لره دي مالک تر پلار خوښ وي؟ بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې د پاره چي د حارثه زړه مطمئن سي زید یې تر لاس ونیوی او د قريشو په حضور کي یې دا اعلان وکړى چي دغه زيد آزاد او حُر دى او بيا يې دا هم ور سره و ويل: چي زيد زما زوى دى.

 

تر اسلام د مخه او د جاهليت په وختو کي په عربو کي داسي وه چي يو چا به پَرَدئ څوک خپل زوى وګرځاوه او هغه به په ټولو احکامو او معاملاتو کي داسي سو لکه د ده نسبي او واقعي زوى، يعني: په ميراث، د نکاح په حراموالي او داسي نورو مسائلو کي به واقعي زوى او د فاميل جزء وګرځېدى، نو خود تر دغه ورځي وروسته و زيد ته (زيد بن محمّد) ويل کېده، ترڅو چي دغه زوى ګرځول چي په عربي کي (تَبَنّي) ورته وايي، يعني: د بل چا زوى د ځان زوى بلل په اسلام کي منعه سوه.

 

 څرنګه چي پسله بعثته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دعوت او تبليغ امر کړل سو او دغه زيد د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په کور کي اوسېدی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و اسلام ته دعوت کړى نو زید هم مسلمان سو.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

سرته