تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپلي تجربې او د کامیابۍ راز شریکول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع 

خپلي تجربې  او د کاميابۍ راز يو د بل سره شريک کوئ.


که چيري تاسو په تجارت کي کاميابه ياست او يو بل څوک ستاسو څخه د کاميابۍ راز وپوښتي نو تاسي بايد د هغه پوښتني ته صحيح جواب وواياست.


دا فکر مه کوئ چي د هغه په کاميابي ستاسو کاميابي د منځه ځي يا هم د هغه په رزق سره ستاسو رزق کميږي.
رزق رسونکی الله تعالی دئ.


هغه رزق رسونکی چي په وچه او  کلکه ډبره کي يې اوښه پيدا کړل، چي ټول کلي ته به يې شيدې ورکولې.


هغه رزق رسونکی چي خپلو مخلوقاتو ته تر مځکې لاندي رزق او خوراک ورسوي.


هغه رزق رسونکی چي ته يې هيڅ وخت خپل د رزق څخه نه يې محرومه کړی.


هيڅکله کينه او حسد مه کوئ. خپل د کاميابۍ راز و هغه سوال کونکي ته ووايه. الله تعالی به ستا رزق د هغه په رزق رسولو کي ایښي وي.

 


خدای جل جلاله د قرآن شريف د سورت نور د ۳۳ آيات په منځنۍ برخه کي فرمائي، تاسو خپلي مريانو او مينځو ته د مکاتبې د لاري ازادي ورکړئ که چیري تاسو په دوی کي خیر لیدی او تاسي د هغه مال څخه چي الله پاک درکړی دی يوه برخه ورته ورکړئ!


تاسو ټوله پدې ایت شریف کي فکر وکړئ. 


دلته يې مال يعني پيسه وغیره ياده کړې ده چي ور يې کړئ، نو موږ بيا ولي په يوه تجربه شریک کولو کي ځنډ کوو؟


الله تعالی ډېر ښه پوهيږي، هغه ستا د ښکاره او غيبو څخه  خبر ذات دئ، هيڅکله کینه او حسد مکوۀ.


ژوند يعني خوب، ښه خوب ووينه ځکه ښه خوب ليدونکي تل کامياب وي.


ښه اسلامي ژوند وکړه، الله تعالی به تا ته تل کاميابي او خوشحالي درکړي.


هيڅکله هم نا اميدي مکوه، ستا مخته هغه دربار خلاص دئ چي هغه هيڅ وخت بنديدل نه لري، هغه دربار چي ستا هره نيکه غوښتنه مني.


هغه دربار چي خپل  هر مخلوق ته رزق رسوي.


الله تعالی خپل د ځان لپاره شراکت نه دئ خوښ کړئ، لیکن ستاسو لپاره يې شراکت رواه ګڼلی، يو تر بله شراکت وکړئ لیکن، پام مو وي چي اسلامي احکام پکښي مراعت کړئ.


که چيري تاسو خپلمنځي شراکت وکړی او اسلامي اصول پکښي مراعات نه کړی، دا به يو غيري صحيح او په زیان تمامېدونکی شراکت وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته