تازه سرليکونه
د (ليکنيزي پوښتني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- که امام سورت فاتحه شروع کړي نو مقتدي
 
  December 23, 2011
  0

يو مقتدى که په امام پسي اقتدا وکړي او امام سورة الفاتحه شروع کړې وي نو مقتدى به سبحانک اللهم وايي او که به پټه خوله دريږي ؟

 د سوال کوونکي نوم:  ميرويس عطائي

ځواب :په سري یعني د پټي خولې په لمونځونو کي لکه د ماپښین او مازیګر لمونځونه مقتدی د تحریمې د تکبیر وروسته ثناء یعني سبحانک اللهم لولي که څه هم امام په خپل قرائت پیل کړی وي او په جهري لمونځونو کي لکه د سهار ، ماښام او ماخستن لمونځونه که امام په قرائت پیل وکړي او بیا وروسته مقتدی اقتداء پسي وکړي نو مقتدی د تحریمې وروسته ثناء نه وایي بلکي د امام قرائت ته غوږ کیږي .مسبوق هم همدا ډول کوي په رد المحتار کي وايي ( وَالْمَسْبُوقُ مَنْ سَبَقَهُ الْإِمَامُ بِهَا أَوْ بِبَعْضِهَا وَهُوَ مُنْفَرِدٌ ) حَتَّى يُثْنِيَ وَيَتَعَوَّذَ وَيَقْرَأَ ، مسبوق هغه چا ته وایي چي د لمانځه ټول رکعتونه یا یو څو رکعتونه ځنی تېر سوي وي مسبوق د پاته لمانځه په راګرځولو کي د منفرد په شان دئ ثناء ،تعوذ، او قرائت به لولي یعني څه مهال چي د امام د سلام وروسته پاته لمونځ پسي پوره کوي.

البته دا په هغه صورت کي چي ثناء یې د تحریمې وروسته ویلې نه وي ځکه په الجوهرة النيرة کي وايي  : وَكَذَا الْمَسْبُوقُ إذَا قَامَ إلَى الْقَضَاءِ لَا يَأْتِي بِهِ عِنْدَ أَبِي يُوسُفَ ؛ لِأَنَّهُ قَدْ أَتَى بِهِ عَقِيبَ الثَّنَاءِ وَعِنْدَهُمَا يَأْتِي بِهِ . او همدا ډول مسبوق چي د پاته لمانځه د پاره ولاړ سي د ابویوسف  رحمة الله علیه په آند به اعوذ بالله نه وایي ځکه چي مسبوق اعوذ بالله د ثناء وروسته لا مخته ویلې ده او د ابوحنیفة او محمد رحمهما الله په آند مسبوق چي د پاته لمانځه د پوره کولو د پاره ولاړ سي اعوذ بالله به وايي ، ددې وینا مقصد دادئ چي تعوذ د ابویوسف  رحمة الله علیه په آند د ثناء تابع ده او ثناء د تحریمي وروسته ویل کیږي نو ځکه پر مسبوق تعوذ نسته او د ابوحنیفة او محمد رحمهما الله په آند تعوذ د قرائت تابع ده .

د تعلیم الاسلام مجلې د دريمه ګڼه، دارالافتاء

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته