تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ويټامين B9 ګټي او منابع
  تعلیم الاسلام راډیو
  December 7, 2017
  0

ويټامين B9 يا فلاسين falacin يافوليک اسيد folic acid

  
فلويک اسيد دfolium له کلمي څخه چې يوه لاتني کليمه ده او د پاڼي څخه اخستل شوي ده ځکه فوليک اسيد د نباتاتوپه پاڼوکې پيداکېږي فوليک اسيد يوه زيړرنګه کرستالي ماده ده په اوبوکې په کمه اندازه منحل دي فوليک اسيد په خنثي اوقلوي وسط کې د حرارت په مقابل کې ثابت دي اما په اسيدي وسط کې نا مقاوم ياغيري ثابت دي 


فوليک اسيد په ساختمان کې دري ډوله ماليکولونه شته دي چې عبارت دي له  Glutamicoاو para amino benzoic acid,pteridin اسيد دي اما دانسان بدن له پورته دري ډوله مرکباتو څخه فوليک اسيد نه شي جوړولي بايد په مکمل ډول دغذا له لاري واخستل شي .


فوليک اسيد دB کمپلکس په ګروپ کې شامل دي اودويني دسروحجراتوپه جوړولوکې ډيره اهمه ماده ده فوليک اسيد داوسپني ،مس،ويټامين B12  په موجوديت کې نږدې رابطه لري دفوليک اسيد ورځني اړتيا اندازه بدن ته(    )ملي ګرام تثبيت شوي دي داويټامين په لاندي موادوکې موجوددې 

 


  دغه پورته غذايې مواد په تازه ميووسلاد اوشنوسبوکې هم پيداکېږي
دفوليک اسيد منابع
فوليک اسيد په طبيعت کې په پراخه شکل وجود لرى ځکه د  فوليک اسيد په نوم ياديږى چې په خاص ډول د نباتاتو په پاڼو کې پيداکېږي او د Folicin په نوم ياديږى .


کېمياوى نوم يې  Ptroyl Mono gluamoc Acid دي د فوليک اسيد غوره منابع  ينه ، پښتورگى او غنم دى فوليک اسيد د کولمو د بکتريا وو په واسطه هم ترکېبيږى اما دغه مقدار کافى نه دى د عضويت د ټول ذخيره شوى مقدار(6-10mg ) تقريبا 60 % يې په ينه کې ذخيره کېږي درى ډوله فوليک اسيد کوم چې د تغذيې له نظره مهم دى شتوالى لرى اما فرق يې دادى چې ګلوتاميک اسيدونو شمير يې يو ،درى او اووه  دى .


د فوليک د کمبود اثرات 
د فوليک اسيد د کمبود له امله ناروغ يونوع دوينى کموالى (Macrocytictype ) لرى چې د وينى تصوير (Blood film  )يې د Pernicious anemin سره مشابه اما په دى قسم anmemia کې عصبى سيتم نه مصاف کېږي .


څرنگه چې هغه يوه کاربونه ټوټي چې د THPA سره نښتى د ى د Parines او pyrimidines  د پيسونوپه شکل کې عمده ډول لرى او دغه پيسونه بيا د نوکليک اسيد په ترکېب کې برخه  اخلى نودفوليک اسيد کموالى په وجه په کافى مقدار DNA نه جوړيږي او DAN د حجراتو د نارمل تقسيم لپاره ضروري دى څرنگه چې کافى مقدار DAN  وجود نه لرى اما د RNA او پرټينونو تشکليل دوام پيداکوى هغه  دوينى سره کرويات چې توليديږى غير نارمل شکل لرى .


او دغه غير نارمل R B C د هستى د نا قص پخوالى له امله منځ ته راځى اما د سايتو پلازم پخوالى په شمول هيموگلوبين نارمل دى دحجراتو د تقسيم دrbc  ناقص والى Defdct له امله رامنځ ته کېږي همدارنگه نيوترفيلونه

( Hyperseemen) کوى يعنى د Segments تعداد يې زياتيږى د نوکليک اسيدA DN د شکل  د بي کفايتى په نتيجه کې نارينه و ته Azospermia او په ښځو کې Amenorrhea مينځ ته راځى هغه ماشومان چې د هغوميندوڅخه چې د د فوليک اسيد کمبود لرى توليدشي دعصبى کانال نقصان لرى مثلا  spina bieda  لرى

 
دفوليک اسيد کلينکې استعمال 
١_فوليک اسيد استعمال په Micro Cytic Anemia کې چې د(Sproe) په ناروغانوکې Pregmancy,Inifancy,Pellag د معدې Resection اوالکوليک اشخاصوکې پيداکېږي ډېرګټوردي .


٢_فوليک اسيد توصيه Pernicious ياخبيثه کمخونې په ناروغانوکې وينې توليد نارمل حالت ته راګرځوي ليکن نقص يې دادى چې داعصابوDegeneration  نه اصلاح کوي په بعضي حالاتوکې دفوليک اسيد توصيه په خبيثه کمخونۍ کې شوکې نخاع  استهاله تېزه يعني سريع وي نوځکه فوليک اسيد B6 ترPernicious Anemia درنه شي په يواځي ډول توصيه نه شي .


٣_فوليک اسيددويټامين B6اوويټامين B12 سره يوځاي ددې له پاره استعماليږي چې پلازما دHomo Cysteine سويه راټيټه کړي داځکه چې پلازمادHomo Cystenie لوړه سويه دHeart disease ischemic  له پاره دخطريو فکتوردى

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته