تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایا غواړې چي تنخوا دي د میاشتي تر پایه ورسیږي؟
  تعلیم الاسلام
  December 13, 2021
  0

 ژباړه او راټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
دا د یوه سعودي عرب ځوان واقعه ده چي د خپله ژوند څخه مطمئن نه وو، تنخوا  ئې صرف څلور زره (۴۰۰۰) ریاله وه، دا چي واده يې کړی وو، نو مصارف ئې تر تنخوا  څو واره زیات ول، د میاشتي د ختمېدو مخکي به ئې تنخوا  ختمه سوه، نو قرض اخیستو ته به مجبوره کېدی. په تدریج سره دا ځوان پورو لاندي کړ او دا ئې یقین سو، چي نور به ټوله ژوند دغه ډول تیروي؛ دا له دې سره- سره، چي مېرمني ئې دده د مادي حالت خیال ساته، مګر د پورو د بوج په وجه انسان ساه لا هم په مشکل سره اخلي.
 
یوه ورځ دی د خپلو دوستانو یوه مجلس ته ورغلی، په دغه ورځ په مجلس کي دده یو داسي ملګری هم موجود وو، چي د ښه نظر خاوند وو، دغه ځوان وايي، چي ما دده نظرونو ته د قدر په سترګه کتل، نو مي د خبرو په جریان کي خپل مالي مشکلات هم ورسره شریک کړل.
 
هغه راته وويل، چي زما په نظر ته د خپلي تنخوا  څخه یو څه برخه د " صدقې" له پاره خاص کړه، ما په حیرت سره ورته وویل: وروره! زه د خپل کور د خرڅ د برابرولو له پاره قرض ته مجبوره کیږم او ته وايي، چي یوه برخه صدقې ته ځانګړې کړه؟!
 
خیر زه کور ته راغلم او دا خبره مي خپلي بي بي ته وکړل، نو هغې راته وویل: چي دا کار که تجربه سي، نو څه مشکل لري؟ شاید الله تعالی پر تا د رزق دروازې را خلاصي کړي! ما هم د صدقې له پاره د میاشتي د (۴۰۰۰) ریالو څخه صرف د (۳۰) ریالو د جلا کولو اراده وکړه او د میاشتي په پای کي مي صدقه شروع کړه. 
 
سبحان الله! قسم کوم، چي زما حالت بدل سو، زه به همېشه په مالي خفګان او فکرونو کي ډوب وم، خو په دې سره زما ژوند رنګین سو، د لږ اندازه پورو ترڅنګ مي خپل ځان ډېر ازاد محسوسوی، یو داسي ذهني سکون مي درلود چي څه درته ووایم؟!
 
څو میاشتي بعد مي خپل ژوند منظم کړ، خپله تنخوا  مي پر برخو تقسیم کړل، په دې سره داسي برکت راغلی، چي مخکي نه وو. حساب مي وکړ او راته معلومه سوه، چي په یو څو موده کي به ان شاءالله د پورو څخه زما غاړه خلاصیږي.
 
            بیا الله  سبحانه وتعالی  یوه بله لاره راته پرانیستله، زما د یوه ملګري سره مي د رهنمايي معاملات په کار کي ګډون وکړ، ما به و هغه ته مشتریان را جلبول او پر دغه به مي اجره ځني اخیستل. زه به چي یوه مشتري ته ورغلم هغه به خامخا بل نفر ته رهنمايي کولم. په دغه کار کي مي هم هغه عمل تکراراوه، یعني چي ګټه به مي وکړه د "صدقې" له پاره به مي یوه اندازه جلا کول.
 
یقیناً صدقه هغه چا ته ښه معلومیږي، چي ازمویلې ئې وي، صدقه وکړه او په صبر سره ګذاره وکړه، د الله تعالی په فضل سره به خیر او برکت په خپلو سترګو ووینې. کله چي یو مسلمان ته ووايې، چي د خپل معاش څخه یو څه اندازه صدقه جلا کړه او هغه په دې عمل وکړي، نو تا ته به هم دونه ثواب رسیږي لکه هغه ته چي رسیږي. فکر وکړه! ته به په قبر کي پروت يې، خو ستا په سبب به یو څوک صدقه کوي.
 
 
 
چي هر څوني تنګ لاسی یې، بیا هم د خپل معاش څخه یو څه اندازه صدقه جلا کړه! که صدقه کوونکی په دې خبر سي، چي دده صدقه د فقیر لاس ته تر لوېدو مخکي د الله  سبحانه وتعالی  دربار ته رسیږي، نو د صدقې ورکونکی به د صدقې تر اخیستونکي ډېر لذت محسوسوي.
 
آیا د صدقې په نورو ګټو خبر یاست؟
 
 صدقه، د رب عزوجل غضب لیري کوي. (ترمذي)
 صدقه، د اور څخه نجات راولي. (بخاري)
 صدقه، خطاوي محوه کوي. (ترمذي)
 صدقه ورکوونکي ته به د عرش تر سايې لاندي ځای ورکول کیږي. (متفق علیه)
 صدقه، د بدني امراضو له پاره دواء ده. (بیهقي)
 صدقه، د زړه د سختۍ له پاره دواء ده. (احمد)
 صدقه، د بلاوو او آفاتو ردوونکې ده. (بیهقي، طبراني)
 صدقه، د نیکۍ لوړو درجو ته رسوونکې ده. (آل عمران: ۹۲)
 د صدقه کوونکي اجر څو چنده کیږي.(الحدید: ۱۸)
 صدقه، انسان ته د نیکۍ لاره اسانه کوي. (اللیل:۵-۷)
 صدقه ورکوونکي ته ملائيکي دعاوي کوي. (بخاري)
 صدقه، په مال کي برکت راولي. (ترمذي) صدقه، د آخرت له پاره ذخیره ده. (ترمذي) 
 صدقه کوونکي ته په جنت کي د باب الصدقه څخه بلنه کیږي. (صحیحین)
 صدقه، دلیل دی. (مسلم) 
 صدقه، د مال پاکوونکې ده. (احمد، نسائي وغیرهم)
 پر صدقه ورکوونکي باندي الله تعالی خپله انفاق کوي. (بخاري)
 صدقه، بد مرګ دفع کوي. (ترمذي) 
 صدقه، عمر ډېروي. (طبراني) 
او داسي نور.... آیا همدونه ګټي کافي نه دي؟
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه
----------------------------------------------------
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته