تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان او ګټور کاروبار
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2022
  0

ژباړه: محمد غني عمرزاده / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


له حضرت مقدام بن معدي کرب رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
مَا أَكَلَ أَحَدٌ مِنْكُمْ طَعَامًا فِي الدُّنْيَا خَيْرًا لَهُ مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمِلِ يَدَيْهِ. [مسند احمد، ۴/۱۳۲]
ستاسو څخه يو کس په دنيا کي داسي خواړه نه دي خوړلي، چي هغه دي ده ته تر دې غوره وي، چي د خپل لاس له کار څخه ئې وخوري.


الله جل جلاله په انسان کي بې شمېره داسي صلاحيتونه ايښي او پیداکړي دي، چي په عملي کولو ئې انسان له لاس تنګۍ او بد حالۍ څخه بهر کېداى سي. 


ځوانانو ته په سود د قرض ورکولو پر ځاى بايد هغوی ته د داسي تجارتي اسانو لارو رهنمايي وسي، چي هغوی په حرامو کي له لوېدلو څخه ژغوري. 


دلته يوڅو داسې تجارتونه وړاندي کوو، چي په ذريعه ئې کولای سي نيمه يا پوره ورځ ځانته د حلال رزق يو نوې لار خلاصه کړی.


انلاین او کمپیوټري تجارتونه یا کارونه:


۱- آنلاین سينټر
که ته په یو مضمون کي مهارت ولرې، نو متعلیمنو ته آنلاین تدریس وکړه او معاش ځني اخله.


۲- الیکترونکي کتاب: 
که ته ښه لیکونکی ئې، نو الیکترونکي کتاب ولیکه او هغه انلاین خرڅ کړه. 


۳- بازار موندنه: 
د کمپنۍ محصول او سامان آنلاین خرڅ کړه او خپل کمېشن ځني اخله.


۴- ویب پاڼه:
تجارتي ویب پاڼه جوړه کړه او د کمپنۍ یا شرکت سامان پر دغه ویب پاڼه په کمېشن خرڅ کړه.


۵- مرستیال جوړېدل:
 بعضي وخت ځيني آنلاین کمپنۍ یا شرکتونه مرستيالانو ته ضرورت لري او په بدل کي ئې حق الزحمه ورکوي. 


۶- الیکترونکي کتاب پلورنځۍ: 
خپله ویب پاڼه خلاصه کړئ او پر هغه باندي د دنیا د ټولو مطبعو او کتابخانو معتبر کتابونه په کمېشن خرڅ کړئ.


مشورتي تجارت
۱- د خرڅولو یا پلورلو مشاور جوړېدل. 


۲-بشري منابع (Human resources):
 شرکتونو ته مشورې ورکړئ او معاوضه ئې واخلئ.


۳- د تکنالوژۍ مشاور جوړېدل:
 که په تکنالوژۍ کي ښه وړتیا لرې، نو په دې برخه کي د کمپنيو څخه د خپلو خدمتونو بدل او عوض اخله.


۴- نوی تجارت شروع کول:
 آیا ته د نوي تجارت د شروع کولو مطابق مشوره ورکولای سې؟ که جواب مثبت وي، نو خلکو ته د نوي تجارت د شروع کولو مشوره ورکړه او خپل فیس حصول کړه. 

 

۶- د ادارې جوړښت:
 بعضي خصوصي ادارې تشکيل جوړوني ته اړتيا لري، که په دې برخه کي پوهه لرې، مرسته ورسره وکړه او خپله ګټه زیاته کړه.


ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته