تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمر او تازه هوا
  تعلیم الاسلام
  March 16, 2016
  0

لیکنه اوڅيړنه: عبدالغفار"جُبیر

 

 

 

په (۱۹۳۰) ميلادي کال کي ساينس پوهانو د جراثيمو د کنترول لپاره درمل جوړکړل، چي هغو ته انټي بايوټيکس (Antibiotics) وايي، دساينس پوهانو دا نظر و، چي دا به ټولي ناروغۍ له منځه يوسي. په لومړيو وختونوکي انټي بايوټيکس (Antibiotics)  ښه نتيجه ورکړل، خووروسته داسي ناروغۍ پيداسوې، چي دې درملو نه سواي کنټرولولای. د دې انټي بايوټيکس(Antibiotics)  څخه علاوه ساينس پوهان په دې پوه سول، چي تازه هوا اولمر هم  علاج دی.

درې پېړۍ مخکي د انګلينډ ډاکترانو پر دې  ټينګار کاوه، چي لمر او تازه هوا ګټه لري. په دې ډاکټرانوکي ډاکټر جان ليټ سم (Physician John Lettsom- 1744- 1815) دا مشوره ورکړه: د هغو ماشومانو لپاره، چي په توبرکلوز (Tuberculosis/TB)  اخته دي د سمندر تازه هوا او لمر اړين دی. په (۱۸۴۰) ميلادي کال کي سرجن جارج بوډينګن (Surgeon George Bodington)  دې پايلوته ورسېدی هغه خلګ، چي په آزاده هوااولمرکي کارکوي لکه دهقانان، شپانه اونور... په عمومي ډول سره د(Tuberculosis/TB)  په ناروغۍ نه اخته کيږي اوبرعکس هغه کسان، چي په بنده هوا کي لکه په عمارتونوکي دننه کار کوي، چيري چي نه ازاده هواوي اونه لمر وي؛  هغوی ډېر په دې ناوړه ناروغۍ اخته کيږي.

فلورنس نايټ انګيل (Florence Nightingale- 1820- 1910) يوه نرسه وه، هغې دبرطانوي پوځيانوخدمت کاوه ډاکترانوته يې وويل: کله چي تاسي ماښام ياسهاريوه اطاق ته ورځئ مخکي لدې، چي کړکۍ خلاصي کړئ يوه بدبويي راځي، له همدې کبله ناروغانو ته تازه هوا اړينه ده، تر څو يخني ئي و نه سي، زه دوې خبري درته کوم: لومړی تازه هوا او دوهم لمر د ناروغانولپاره اړين دي، له همدې کبله د ناروغ کالي اوبستره بايدولمرته وغوړول سي.

په نولسمه پېړۍ کي ساينس نوره ترقي هم وکړه، ساينس پوهان نورهم يقيني سول، چي تازه هوا اولمر ضروري دي. په (۲۰۱۱) ميلادي کال کي چينايي ساينس پوهانو دا ثبوت کړه، چي کوم پوهنتونونه تازه اوخلاصه هوا نه لري په هغو کي شاګردان د تنفسي ناروغيو ښکار وه.  

نړيوال روغتيايي سازمان(World Health Organization)   دا ضرورګڼي هغه عمارتونه، چي لوړ جوړيږي بايد د تازه هوا د داخلېدو نظام پکښي برابرسي. په (۲۰۰۹) ميلادي کال کي يې ټينګار وکړ،  چي روغتونونو ته بايد د تازه هوا نظام جوړ سي، تر څو ناروغان صحت پيداکړي اوناروغۍ يې کنټرول سي.

ساينس پوهانو يوه تجربه وکړه، جراثيم يې په ازاده هواکي کښېښودل، هغه جراثيم په دوو ساعتونوکي له منځه ولاړل، کله چي يې په بنده هوا کي په يوه کوتۍ کي کښېښودل هغه له منځه نه ولاړل، دائي هم کشف کړل، چي په هواکي داسي کيمياوي ذرات شتون لري، چي جراثيم اوميکروبونه له منځه وړي.

 همداخبره په (Journal of Hospital Infection) کي هم راغلې ده، چي د لمر شعاوي جراثيم اوميکروبونه له منځه وړي.

=============

 

مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۷ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته