تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د واجب او فرض تر منځ فرق څه دئ؟
 
  December 5, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شميره : (۲۷۰)

نوم: محمد

سوال : د واجب او فرض تر منځ فرق څه شی دئ؟  

جواب : 

الجواب باسم ملهم الصواب

فرض: هغه دي چي په دلیل قطعي سره ثابت وي، او د هغه بغیر د څه عذره پرېښولو والا فاسق او مستحق د عذاب وي او د هغه انکار کوونکی کافر دی. 

واجب: هغه په دلیل ظني سره ثابت وي( دلیل ظني دې ته وایي چي په هغه کښی یو ضعیف احتمال وي او تر دلیل قطعي په درجه کښي کم دی ) او د هغه بلاعذره پرېښوونکی فاسق او مستحق د عذاب دی په شرط ددې چي د څه تاویل او شبهه څخه به یې نه وي پرېښی او د هغه انکار کوونکی فاسق دی او کافر نه دی .

جواب : عبدالغفار حسیني
کتنه : مولوی عبدالهادي آغا، مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): بهشتي زېور ، یوولسمه حصّه ، ص۸۵۲ ، و کذا في الحسامي ،ص۵۸
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته