تازه سرليکونه
د (فتوا اسلامي عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: عمل د انسان په لاس دي که په تقدیر
 
  June 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨٥٨)

نوم: عاشق الله
                                               
سوال : ولي په کورنۍ کي دوه وروڼه چي د یوه مور او پلاره څخه پیدا سوي دي، یو یې ښه سړی او بل یې بد سړی کیږي. آیا د انسان ټول کړه وړه د پخوا څخه تعین سوي دي او که نه دا د هر چا پخپل لاس کي  دي چې ښه کوي او که بد ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

  انسانان چي هرڅه کوي، هرڅه وايي او هر ډول عقيده او اخلاق خپلوي ټول د الله جل جلاله د ازلي ارادې مطابق کیږي، او دا هر څه الله جل جلاله مخکي لا ليکلي دي  او دغه ته تقدير وايي.

خو بيا هم انسانان مجبوره نه  دي چي هرڅه په غير اختياري ډول ځني کیږي، بلکي انسانان الله جل جلاله داسي پيدا کړي چي هغوی په خپل اختيار ږغيږي، حرکت کوي، ښه او بد عمل اختياروي،د همدې کبله هغوی مکلف دي.
کوم کسان چي الله د جنت لپاره پيدا کړي دي د هغوی د زړو ارادې و ښو عملونو ته اړوي او  د جنتي عملونو توفيق ورکوي، او کوم کسان چي الله د دوزخ دپاره پيدا کړي دي د هغوی د زړو  ارادې و جهنمي عملونو ته اړوي، او د ګناه د کارونو څخه د هغوی حفاظت او ساتنه  نه کوي.

د قدر په هکله په حديثو کي د پلټني او تحقيق کولو څخه منع راغلى ده، دومره خبر خو روښانه ده چي انسان څه کوي او څه کيږي دا په ازل کي ليکل سوي دي، خو البته انسان ته يې اختيار ورکړى دى، چي ښه کوي او که بد. يوه کس د حضرت على رضي الله تعالى عنه څخه د قدر په اړه پوښتنه وکړل چي څه معلومات راکړى، هغه په جواب کي ورته وويل چي دا يو داسي تاريکه لار ده چي تاسو نه سي باندي تللاى، بيرته هغه کس سوال را وګرځوی، بيا يې دوهم ځل په جواب کي وفرمايل:چي دا يو داسي ژور درياب دى چي تاسو نه  سي  ور داخليدلاى، بيا يې دريم ځل سوال وکړى، هغه په جواب کي ورته وفرمايل: چي دا د لوى څښتن يو راز دى په تاسو باندي ئې پټ کړى دى ، او لوڅول يې مه کوئ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَسَأَلَ رَجُلٌ عَلِيَّ بْنَ أَبِي طَالِبٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ فَقَالَ: أَخْبِرْنِي عَنِ الْقَدَرِ؟ قَالَ: طَرِيقٌ مُظْلِمٌ لَا تَسْلُكْهُ، وَأَعَادَ السُّؤَالَ فَقَالَ: بَحْرٌ عَمِيقٌ لَا تَلِجْهُ، فَأَعَادَ السُّؤَالَ فَقَالَ: سِرُّ اللَّهِ قَدْ خَفِيَ عَلَيْكَ فَلَا تَفْتِشْهُ. مرقاة المفاتيح: ج١، ص١٤٥. مکتبه امداديه.
(٢): عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: كَتَبَ اللَّهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ... رواه مسلم. مرقاة المفاتيح: ج١، ص١٤٥- ١٤٦. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ومولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته