تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اور که پېغور! (بد ملګري)
 
  October 2, 2015
  0
 
رالېږونکی: د تعلیم الاسلام راډیو یو تن همکار

اور که پېغور!

د بدو ملګرو سره تعلق ساتل څوک دې ته مایل کوي چي د پېغور پر ځای د جهنم اور خوښ کړي لکه ابوطالب چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعوت یې ځکه ونه منی چي ابوجهل او نورو پېغور ورکوی چي د پلار او د نیکه دین دي پرېښوی او د وراره دین دي قبول کړی! نو علماء وايي چي:
 
فاختار النار علی العار.

یعني ابوطالب د پېغور پر ځای اور خوښ کړی!

دا د بدو ملګرو سره د تعلق اثر دی.
 
د بد ملګري څو نور زیانونه
 
۱: د بد ملګري په تعلق سره انسان د کافرانو او ډير بدو انسانانو سره تعلق پیدا کوي. که ستا دغه ملګری لږ کوږ وي او بې باکه وي نو دده په توسط به ته د ډېر بدکاره او ظالم سره انسان شناخت پیدا کړې. دا قاعده چي د چا سره اوسیږې د هغه د نژدې شناخته وو سره به هم تعلق پیدا کوې، یو وخت به دي یو ډېر بد مجلس ته بوځي، یوه ورځ به ډېره حرامه ډوډۍ در باندي وخوري او یوه ورځ به دي د نورو همدغسي بدترینو انسانانو سره ملاقات وکړي. همدارنګه که څوک د یوه عالم سره نژدې تعلق ولري او ورسره کښینې نو ددغه تعلق په خاطر به د نورو ښو علماوو سره هم تعلق پیدا کړې. 

۲: د بدملګري سره به ناسته به د علماوو او نورو نیکانو سره بغض پیدا کړې ځکه په یوه زړه کي دوه محبته نه راځي. 

۳: د بدو ملګرو په تعلق سره څوک د عباداتو څخه خوند نه سي اخیستلای، بیا به لمونځ، روژه او نوري نیکۍ درباندي غمیږي. 

۴: د کبیره ګناهو مرتکب به سې ځکه د بدکارانو په مجالسو کي د ظلم، غیبت، شیطانت، درواغو، باطلو خبرو او د فحشاء خبري کیږي.

۵: بالاخره د بدملګري سره ناسته په جهنم تمامیږي. 

نو باید د خپلو ملګرو څارنه وکړو او عقیده يې وګورو ، که بد وي ځیني لیري سو که څه هم نژدې قریب وي، او خپل کشران هم ددغه ډول ملګرو څخه وساتو. 
 
( د تعلیم الاسلام راډيو د منبر اواز د بیانونو څخه)
 
که غواړی دا بیان په پوره ډول واوری دغه لینک کلیک کړئ: بیان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته