تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دومة الجندل فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د دومة الجندل فتحه کېدل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حیره د ښار تر فتحه کولو وروسته دغه ټول فتوحات د عراق په جنوب کي وسوه، مګر که ستاسي په ياد وي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د عياض بن غنم(رض)  په مشرۍ يو لښکر د عراق و شمال ته چي د دومة الجندل منطقه وه هم لېږلى ؤ، نو عياض بن غنم(رض)  و دومة الجندل ته ورغلى کوښښ کوي چي دومة الجندل فتحه کړي، مګر هلته مقاومت شديد دى دومة الجندل نه فتحه کيږي، نو عياض بن غنم(رض)  و خالد (رض) ته حال ولېږى چي کومک مي وکه، ځکه په دومة الجندل کي د مسلمانانو د جنګ دپاره ډير نصارا عرب سره يو ځاى سوي وه، خالد(رض)  د عياض په جواب کي ورته و ليکل:

 

زه درځم ته هغه د شمال له طرفه حملې شروع که او زه د جنوب له طرفه در رهي يم، خالد(رض)  د عين التمر تر فتحه كولو وروسته د دومة الجندل پر طرف رهي سو، نصارا عربو ته چي د خالد(رض)  د راتګ خبر و رسېدى، نو يې خپل لښکر پر دوې حصې تقسيم کړى چي نيم يې د عياض و طرف ته پاته سو او نيم يې د خالد(رض)  و طرف ته ورغلى، څرنګه چي د دومة الجندل لښکر پر دوو حصو و وېشل سو نو ضعیفه سو فقط د خالد(رض)  په را رسېدلو سره دومة الجندل هم فتحه سو.


هلته په عينُ التمر کي چي کومو نصارا عربو شکست خوړلى ؤ، نو هغه مات سوي عرب ټول په يوه منطقه کي سره يو ځاى سوه چي و دغي منطقې ته حصيد او خنافس ويل کېده، چي دغه منطقه د جزيرة العرب د شمال له طرفه د عراق سرحد دى، دغو عربو د فارس د پاچا څخه د خالد سره د جنګ كولو دپاره کومک و غوښتى، د فارس پاچا هم د دغه نصارا عربو د کومک دپاره دوه لښکره ور ولېږل، چي د يوه لښکر قومندان روزبِه او د بل لښکر قومندان زرمِهر نومېدى.


 خالد(رض)  چي دومة الجندل ته تلی هلته په حيره کي چي د عراقي عربو پايتخت ؤ او اوس مسلمانانو فتحه کړی ؤ قعقاع(رض)  يې خپل نائب پرې اېښى ؤ، چي پايتخت او د هغه شا و خوا وساتي، د خالد(رض)  په غیاب کي قعقاع(رض)  ته دغه د عربو د يوځاى کېدلو او د هغه دوو فارسي لښکرو خبر ورسېدى، قعقاع(رض)  هم ډير ژر دوه کوچني لښکره جوړ کړه چي تاسي ولاړ سى هغه د فارسيانو د لښکرو مخ ونيسى، د مسلمانانو دغه دوه کوچني لښکره ولاړه او هغه د فارسيانو لښکرو ته يې دمخه تر دې چي د مسلمانانو و منطقې ته و رسيږي ماته او شکست ورکړه. 


سبحان الله! دا الْهي قدرت دى د فارسيانو داسي لښکر نسته چي ماته او شکست دي و نه خوري، کوم وخت چي دغه د جنګو خبرونه او د فارسيانو د شکست حالات په فارس او عربو کي نشر سوه، دغه اخبار تر روم پوري هم ورسېده، دا داسي خبرونه دي چي ټول کفار يې په رېږدېدو کړه، پرله پسې فتحي او کاميابۍ! مسلمانان نه دي بلکه يو لوى سېل دى چي را رهي دى چي په مخه ورځي هغه وړي.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته