تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مرابحې تفصيل (معاملات)
 
  October 24, 2013
  0
يو شى تر خپل سر اضافه په معلوم مقدار ګټه خرڅول مُرَابَحَةُ بلل کيږي . 

مثلاً : يو سړى يو شى په يو لک افغانۍ رانيسي مشتري ته ووايي : دا شى ما په يو لک افغانۍ رانيولى دى خو زه يې پر تا په لس زره افغانۍ ګټه خرڅوم يا مشتري يې په لس زره افغانۍ ګټه ځني وغواړي .

دغي سودا ته د مرابحې سودا وايي ، د مرابحې سودا د تَوْلِيَةٌ او وضيعې په شان امانتي سودا ده ځکه چي مشتري يې د بايع په قول او اعتماد رانيسي .

د مرابحې په سودا کي بايد د مَبِيعِې د رانيولو قيمت او هم د ګټي مقدار معلوم کړل سي . 

که د مَبِيعِې د رانيولو قيمت او د ګټي مقدار د سودا په مجلس کي معلوم نه کړل سي نو سودا يې نه صحيح کيږي ، ځکه ثمن يې مجهول يعني نامعلوم پاتيږي .

که څوک شى را نيسي او پر هغه داسي مصرف وکړي چي د مَبِيعِې قيمت په زياتيږي مثلاً : ساده ټوکر رانيسي او خامک پر وکړي يا په صحرا کي غنم رانيسي ښار ته يې په کرايه را نقل کړي داسي خرڅونه د مرابحې په سودا کي د شي پر قيمت وليږي .

دغه ډول شى چي پر هغه داسي خرڅ راغلى وي چي د شي په ارزښت کي زياتوب راولي که څوک په مُرَابَحَةُ پلوري مشتري ته به داسي نه وايي چي ما په دونه رانيولي دى ، بلکي داسي به ورته وايي چي ما ته په دونه تمام دى يا په دونه را ته پرېوتى دى .

د مرابحې په سودا کي که بايع خيانت وکړي مشتري ته د شي د رانيولو په قيمت کي يا يې د  تمامېدلو په مبلغ کي درواغ ووايي او وروسته مشتري په خبر سي چي بايع خيانت ورسره کړى دى ، د شي قيمت يې زيات ورته ويلى دى نو د خيانت تر اثبات وروسته د مشتري اختيار دى که سودا فسخ کوي او که په هغه فيصله سوي قيمت يي ځني قبلوي البته دا د امام ابو حنيفه او امام محمد رحمة الله علیهما قول دى . 

امام ابويوسف رحمة الله علیه وايي : هر څونه خيانت چي يې ورسره کړى وي هغوني پيسې يې د ثمن څخه ځني کمولاى سي .

د بايع خيانت يا د بايع په اقرار ثابتيږي يا د شاهدانو په شهادت ثابتيږي يا د خيانت پر نه کولو د قاضي په مخ کي د قسم اخيستلوڅخه په انکار کولو ثابت کيږي .
 

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته