تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زړونه څلور ډوله دي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2021
  0

زړونه څلور ډوله دي


لیکنه : نصیب الله(ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په مسند احمد کي د رسول الله(ص) ارشاد مبارک دی چي زړونه څلور ډوله دي:


(۱): اول پاک زړه چي د روښانه ډیوې په ډول ځلیږي.
لومړی زړه خو د مؤمن دی چي مکمل روښانه دی.


(۲): دوهم هغه زړه چي د مردارۍ پرده ترې چاپیره وي.
دوهم زړه د کافر زړه دی چي پردې پرې پرتې دي.


(۳): دریم هغه زړه چي چپه وي.
دریم زړه د خاص منافق زړه دی چي په هغه سره د پوهي څخه انکار کوي.


(۴): څلورم هغه زړه چي ګډوډ وي.
څلورم زړه د هغه منافق دی چي ایمان او نفاق دواړه پکښي جمع وي. د ایمان مثال د هغوشنو وښو په ډول دی، کوم چي په پاکو اوبو لوییږي اود نفاق مثال د هغې دانې ننکۍ (مردار دانه)په ډول دی چي په هغه کي نَو او وینه زیاتیږي، نو کومه ماده چي زیاته شوه، هغه پربلي به غلبه وکړي .


ماخذ : پاشلي ملغلري [تسیرابن کثیرج ۱ ص ۸۹ ] 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته