تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګاونډي له شر څخه د ځان ساتلو پیغمبري نسخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 11, 2021
  0

د ګاونډي له شر څخه د ځان ساتلو پیغمبري نسخه  


رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په حدیث شریف کي یوه واقعه راځي چي یو کس حاضر شو او عرض یې وکړ چي یا رسول الله ! ګاونډی ما دومره تنګوي چي زما ژوند یې ګران کړی دی ما د هغه چا پلوسي کړه ، هر څه مي کړل خو هغه داسي موذي دی چي شپه او ورځ ماته تکلیف رارسوی یا رسول الله ! زه څه وکړم ؟ زه خو تنګ شوی یم .


وې فرمایل : زه تدبیر درښیم او هغه دا چي د کور ټول سامان راوباسه  او پر سړک یې کښېږ ده او د سامان سربیره کښېنه او څوک چي راشي او پوښتنه درڅّخه وکړي چي وروه کور دي شته او پر سړک ولي ناست یې ؟ نو ورته ووایه چي ګاونډی مي تنګوي ، د الله رسول راته وویل چي وروره کور پریږده ، له دې کبله مي کور پرېښودی نو خلګ راغلل او پوښتنه یې ځني وکړه چي وروره ! کور دي ولي پرېښودی ، کور خو دي شته ، سامان دي دلته ولي ایښي دی؟ هغه ورته وویل چي هو څه وکړم ، ګاونډي په تنګولو کي انتها ء ته ورسېد ، د الله رسول راته وویل چي کور پریږده.


نو چي چا به دا خبره اورېدل نو پر دې ګاونډي به یې لعنت وایه . 


څوک چي راځي ، خبر ه اوري او لعنت ، لعنت کوي ، په مدینه کي له سهاره څخه تر ماښامه پوري په زرګونو لعنتونه پرهغه وویل شول ، د لعنتونو تسبیح وویل شوه . 


هغه موذي ګاونډی عاجز شو او راغی،هغه ته یې زارۍ وکړې چي د خدای لپاره کور ته ولاړشه ! زما ژوند خو تباه او برباد شو او زه وعده درکوم چي بیا په ټول عمر کي کله هم تا نه تنګوم ، بلکي ستا خدمت به کوم ، اوس هغه نخرې پېل کړې چي وایي بیا به مي خو تنګوې نه ؟ 


هغه ورته وویل : قسم درته خورم چي کله به دي هم نه تنګوم ، غرض دا چي د کور ټول سامان یې پخپله په کور کي دننه کښېښودی او د روزانه تکلیف پر ځای یې د هغه خدمت پیل کړ . نو تدبیر کار وکړ.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا تدبیر له عقل څخه ورښودلی و د وحي په ذریعه نه، نو پیغمبر عقلمند هم دومره وي چي د هغه د عقل په وړاندي د دنیا عقل هیڅ هم نه و او د دې وجه داده چي عقل له الله تعالی سره د تعلق د مضبو طتیا نوم دی چي له الله سره یې تعلق وي نو د زړه لاره يې نیغه وي عقلمندي دا ده چي تر آخري خبري پوري بنده صحیح په نظر راشي ، او دا له الله تعالی سره له تعلق څخه پرته نشي کیدلای ، له الله سره چي تعلق نه وي او څوک ځان عقلمند کړي نو هغه عقل نه وي چالاکي وي ، چالاکي بل شی دی او عقل مندي بل شی په چالاکي کي دوکه وي , او په دوکه سره خپل غرض پوره کیږي (خو انجام يې خراب وي)، په عقل کي چاته دوکه نه ورکول کیږي صحیح خبره په تدبیر سره انجام ته رسول کیږي نو له انبیا وو علیهم السلام څخه زیات د چا تعلق مضبوط له الله تعالی سره کیدلای شي ؟ او له هغوی څخه زیات کامل عقل د چا کیدلای شي ؟ 


(تفسیر ابن کثیر: ج ۱ ص ۶۵۹/ پاشلي ملغلري)

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته