تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
طوطي په قفس کې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 13, 2022
  0

پخوا زمانه کې يو سړی طوطي ساتلى وو


رالیږونکي : عبدالله عادل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


طوطي به خبرې کولې او سړي به د طوطي دخبرو په بدل کې له خلکو پيسې اخستې. 

يوه ورځ يونيک سړى له هغې لارې تيريده، طوطي پرې غږ وکړ: اى !

ما ددغه سړی له بنده خلاص کړه!

نيک سړی دطوطى ساتونکى ته وويل : طوطی پريږده ,د ازادی په بدل کې به يې پيسې درکړم. خو سړی ونه منله.

بلآخره نيک سړى، طوطي ته وويل:ستا داسیرتوب وجه ستا ژبه ده، په همدې سره طوطي پوه سو او له دې وروسته يې بيا هيڅکله هم خبري ونه کړې. 

سړی ډير کوښښ وکړ چي طوطي په خبرو راولي، خو څه ګټه يې ونه کړه، نور يې زړه ورته په تنګ سو او له قفس څخه يې ازاد کړ.

طوطي په يوه لوړه سیمه کښيناست، خپل ساتونکي او نورو طوطیانو ته يې وويل:  

همدا ژبه ده چي ډول ډول ستونځي زيږوي، خپلي ژبي خوندي کړئ چي ژوند مو خوندي سئ .


ماخذ : ښکلي حکایات

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته