تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غوره ژوند لپاره غوره عادتونه (لومړۍ برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 3, 2023
  0

لیکنه محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د غوره ژوند لپاره غوره عادتونه  
(لومړۍ برخه)


موږ باید د ښه او غوره خویونو او عادتونو د تر لاسه کولو لپاره سخت کار وکړو، خپل فکري او ذهني توازن داسي جوړ کړو چي د هر شي په اړه مثبت فکر وکړو، د ژوند له درسونو عبرت واخلو او د غوره کړنو او عادتونو د راخپلولو لپاره هڅه وکړو. 


ما د غوره او ښو عادتونو د خپلولو اړوند یو وړوکی لیست چمتو کړی، چي د ژوند په اږدو کي الهام ورڅخه واخلو او په خپل شخصي ژوند کې پلي کړو. که موږ وغواړو د دا لیست څخه په اسانۍ سره ګټه اخیستلای او په خپل ژوند کې پلي کولای سو.


 دا لیست په دقت سره ولولئ؛ ترڅو هغه عادتونه خپل او وګورئ، چي ستاسو ژوند ژغوري او له وخت ضایع کولو مو را ګرځوي. 


۱. د مثبت شخص سره خبري وکړئ.


2. درې ښه او غوره کارونه ولیکئ چي هره ورځ يې تاسو کوی.

 

۳ . د یو څه وخت لپاره له لمره انرژي واخلی. 


۵. په فزیکي توګه د ۲۰ دقیقو یا ډیرو وخت لپاره قدم ووهئ.


۶.  پر څارویو مهربانه واوسئ.


۷. یو ملګري یا خپلوان ته زنګ ووهئ، د حال او احوال پوښتنه يې وکړئ.


۸. هره ورځ دېرش دقیقې تفریح ته وقف کړئ.


۹. هغه جامې واغوندئ چي ستاسو ښکلا څرګندوي.


۱۰. د دې پر ځای چي د نورو تېروتني ور په ګوته کړی، خپل ځانته پام وکړئ.


۱۱. هره ورځ پنځلس دقیقې د قران کریم تلاوت د دیني کتاب لوستلو ته وقف کړئ. 


۱۲. په ځانګړي ډول د لمر ختلو  او لمر لوېدلو څخه خوند واخلئ.


۱۳. په شعوري توګه اندېښنې او پښیماني پریږدئ. خپل ځان ته ووایاست "زه راتلونکی اداره کولی سم" یا "تیر تیر دی."


 ۱۴. خپل احساسات په هغه څه کي مصرف کړئ چي تاسو ته يې ګټه رسېږي.


۱۵. له هر چا سره د زړه له تله او په شعوري توګه موسکا وکړئ.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته