لیکنه: محمد نبي سلطاني/ تعلیم لاسلام ویب پاڼه
ځان ته روزي په خپله وګټئ
په مينه او زيار ګالني سره خپل کار وبار وکړئ ، ځانته روزي په خپله وګټئ او پرچا باندي مه بار ېږى.
د کار وبار د پرمختګ له پاره تل د رښتيا لاري چاري غوره کړئ، د درواغو او قسمونو څخه په کلکه ځان وساتئ، په ټينګ عزم سره کار و بار کوئ او ښه ډېره ګټه وکړئ، چي خلکوته محتاج نه سئ، د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه خلکو وپوښتل يا رسول الله صلی الله علیه وسلم! تر ټولو ښه کټه کومه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم و فرمايل: د خپل لاس کټه او هر هغه کار وبار چي په هغه کي درواغ او خيانت نه وي.
حضرت ابو قلابه رحمة الله به فرمايل: په بازار کي په ټينګ عزم سره کار وبار کوئ تا سي به پر دين په کلکه ولاړ پاته سئ او له خلکو به بې پروا اوسئ.
www.taleemulislam.net