تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښځینه زده کونکو ته نصیحت
 
  January 1, 2016
  0
  ښځينه ښوونکۍ  او د هغي شاګردانۍ
راليږونکې: قابله  بي بي اسيه سحر 
 
هر ورځ به يې د درس په پيل کي خپلي ټولي شاګرداني و اسلامي حجاب ته رابلل خو شاګردانو يي خبرو ته غوږ  نه نياوه او تل به يي غيري شرعي حجاب ا وتل به  يي د نورو د کلتور پيښي کولي او ډير وخت به نيمه بربنډ هم صنف ته ځني شاګرداني راتلې ، يوه ورځ يي ښوونکۍ ورته په يوه غاب کي زيات چاکليټ راوړل ،چې په هغه کي نيمي  سپين سوي يعني بي پوښه  او ځني خپل په پوښ يا د کمپني په کاغذ کي وه  ، خپلو شاګرانو ته يي وويل واخلي له دغه څخه يو يو چاکليټ  .

ټولو ښځينه زدکوونکو هغه  پوښ کړي يا د کمپني په کاغذ کي چه وه هغه چاکليټ واخيستل او هغه نور سپين سوي چاکليټ يي ټول پريښول !

استادي يي وپوښتل چه تاسو ولي دغه سپين چاکليټ نه واخيستل چه ټولو هغه پوښ کړي  يا کاغذ کي پيچلي چاکليټ واخيستل ؟

ټولو زدکوونکو يي په يوه اواز ورته وويل  چه سپين سوي چاکليټ  خو خيرن سوي وه  ، خراب وه ،  او  پر ځينو خو مچان هم کښينستلي وه ،  نو په همدي خاطر موږ هغه  په کاغذ کي پيچلي چاکليټ واخيستل چه هيڅ جراسيم ، يا بل مکروب په اساني سره ورته مداخله نسي کولاي او نه موږ مريضوالي سي !

هوښيارۍ ښوونکۍ ورته وويل  حقيقت دا دی !   چه تاسو هم د همدي چاکليټ په شان که په حجاب کي واست ټول به مو احترام کوي او که چيري بي حجابه واست نو ټول خلګ به درڅخه نفرت کوي لکه تاسو چه د کوم  سپين سوي چاکليټ څخه نفرت کوي ،

نو يې د قرانکريم لاندي ايت مبارک ورته تلاوت کړ!

الله جل جلاله د بشریت ستر لارښود  صلی الله علیه وسلم ته فرمایي:
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا. (سورة الاحزاب: ۵۹
اې نبي (صلی الله علیه وسلم) ووایه ښځو ته دي، لوڼو ته دي او ښځو (د نورو) مومنانو ته چي خواره دي کړي پر ټولو ځانونو خپلو له ټکریو خپلو څخه دغه (پټول د بدن) نژدې دی دې ته چي و به پېژندل سي دوی (چي اصیلی ښځي دي) نو تکلیف به ونسي رسولی دوی ته (په ګمان د وینځو) او الله ښه بخښونکی ډېر رحم والا  دی. 

د ایت تفسیر:

یعني د ټول بدن د پټولو څخه وروسته د ټوکر یوه برخه پر سر او یوه برخه یې د سر څخه راکښته پر مخ وځړوئ (مخ پټ کړی).

بل ځاي قرانکريم کي داسي راغلي دي الله جل جلاله فرمایي:
وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فَرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ. ( (سورة النور: ۳۱)
او ووایه (ای محمده صلی الله علیه وسلم) ایماندارو ښځو ته چي پټې دي کړي له (نامحرمو څخه) سترګي خپلي او ښه ټینګ دي وساتي فرجونه سترونه خپل (د محرماتو په مقابل کښې) او نه دي ښکاره کوي زینت او ښایست ( او ځای د ښایست) خپل مګر هغه چي ښکاریږي له دغه (زینت څخه په وخت د کسب او کار کښې) او وادي چوي ټکري  (پورڼي) خپل پر ګریوانونو خپلو (چي سینه يې ښکاره نسي) او نه دي ښکاره کوي زینت، ښایست (او ځای د ښایست) خپل هیچا ته مګر د پاره د مړونو (خاوندانو) خپلو ته یا زامنو او لمسیو خپلو ته، یا زامنو د مړونو خپلو ته، یا وروڼو خپلو ته یا هغه چاته چي مالک سوي دي (د هغه) ښې لاسونه د دوی یا هغو تابعانو ته چي نه وي خاوندان د حاجت ښځو ته له سړیو نه یا هلکانو هغه ته چي نه وي خبر(دوی) پر اسرارو د ښځو او نه دي وهي (دا ښځې) پښې خپلي د پاره ددې چي معلوم کړل سي هغه څیزونه چي پټوي ئې دوی له زینت، ښایست (ګاڼې) خپلي او راجع سئ توبه وباسئ تاسي الله ته ټول ای مومنانو!!! د پاره ددې چي تاسي ښېګڼه او خلاصی ومومی ( په دارینو کي).

وروسته يي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم يو څو مبارک حديثونه هم ورته وويل: 
 
١:-  د زید ابن طلحه رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر دین یو خاص عادت او اخلاق لري او د اسلام عادت او اخلاق حیاء ده. (بیهقی اوتفسیر مظهری)

٢: - په ترمذی شریف کي حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:
ښځه پرده ده، او که ښځه د خپلې پردې (حجاب) څخه راووځي نو شیطان دا ښځه د خلکو په نظر کي ښه ښکاره کوي۔ (مشکوة، ص ۲۶۹).

۵: - د اسلام د مهربانه پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمان دی:
کله چي یوه ښځه پنځه وخته لمونځ وکي، روژه ونیسي، د خپل شرم او ابرو حفاظت وکي، او د مېړه فرمانبرداري وکي نو ورورسته چي دا د جنت د هرې دروازې څخه ننوزي نو دا دي داخله سي. (رواه ابونعیم في الحلیة، مکاشفة القلوب ص ۶۱۶).

 
کله چي ټولو انجونو د خپلي ښوونکي د خولي د الله کلام مبارک اياتونه او حديث شريفونه د حجاب په هکله واوريده او د خپل ښوونکې څخه يي مننه وکړه  او نور چي به کله دوی خپل د زدکړي ځاي ته راتلۍ  ټول به په اسلامي حجاب کي نغښتي وي  .  او تل به يي دخپل حجاب ساتنه کول او ټولي مسلمانۍ ښځي به يي تشويقولي چه اسلامي حجاب وکړي. (تعلیم الاسلام ویب پاڼه)
 
د خوندو د دیني تربیې په اړه ګټوره معلومات: نیکمرغه مېرمن
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته