تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسم د مسمی حقيقت نسي بدلولای
 
  August 24, 2014
  0

 

 

 

 

محترمو لوستونکو!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

د اسلام اومسلمانانو مشترک دښمن ابليس او د هغه ملګري دي چي د تاريخ  په اوږدو کي يې د تلبيس څخه کار اخيستی دئ  همدوی دي چي د  مسلمانانو دغفلت اوخوش باورۍ څخه يې استفاده کړي ده ناوړه او خطرناک عواقب لرونکي مفاهيم او اصطلاحات يې په نورو معناوو معرفي کړي دي ؛ ځکه لکه څنګه چي د دوی اهداف سره مشترک دي همداسي يې چالاکي او د تير ايستلو ترتيبونه هم سره ګډ دي ، دا يو ثابت حقيقت دئ چي کله په يوه ټولنه کي د نورو قومونو مفاهيم او اصطلاحات  مروج سي په تدريجي ډول د هغه قوم عقائد ورته را انتقاليږي نو ځکه دوی هڅه کوي چي د مسلمانانو اذهان داسي ګډوډ کړي چي د یوه فکر ، يا يوې اصطلاح او مفهوم اسم بدل کړي او يا يې په بل ډول تعبير او تعريف کړي ؛ چي په تیرولسيزو کي تر ډیره حده پدې شوم پلان کي بریالي ول ځکه دا کار په لږ مصرف سره تر سره کېدای سي ، نه نظامي قوه غواړي او نه تلفات لري ، فقط د څه مادي مصارفو او څو ساده فکره انسانانو استخدامولو تقاضا کوي چي هغه ته دوی آماده دي .

د دوی د اساسي پلانونو څخه يو پلان دادئ چي په باطل عمل يا فکر د حق پوښ اغوندي او د مسلمانانو ددیني او مذهبي اساساتو او د مسلمانانو د ترمینالوژۍ مطابق يې تعریفوي تر څو د دوی همفکره یا ساده مسلمانان په تیر باسي او په کوم ځای او سیمه کي چي مسلمانان ویښ وي او دوی نسي کولای تر ذهني او فکري یرغل يې لاندي کړي بیا نو د خپل بل شوم پلان څخه کار اخلي ؛ د مسلمانانو د مقدساتو توهین کوي اود محبوبو اشخاصو د بدنامولو کوښښونه کوي تر څو يې په ولس کي اعتماد ور کم کړي او ددې موقع څخه په استفاده خپل شوم پلانونه او ناوړه اهداف د خپلو مفاهيمو او اصطلاحاتو د ترويج په ذريعه مخ ته وړي چي عواقب يې سخت درد ناک او نه جبرانېدونکي دي .

دوی هڅه کوي چي د تېرو ۱۴۰۰ کلونو انتقام پداسي طریقه سره واخلي چي د انتقام اخیستونکي تر څنګ انتقام ګالونکي هم ورته خوشحال وي ځکه دغه انتقام هغو د دوستۍ یا ترقۍ په تعبیر ورته تعریف کړی وي ؛ مثلاً  که څوک د عسلو په ښيښه کي زهر واچوي او پر ښیښه يې د عسلو اوصاف او ګټي ذکر کړي ، ایا دغه اسم او صفت د مسمی حقیقت چي زهردئ بدلولای سي ؟

 بلکي نه يې سي بدلولای ځکه دا يو حقيقت دئ چي اسم د مسمی حقيقت نسي بدلولای!

نو دا به سادګي نه وي چي څوک د عسلو په نامه د زهرو  خوراک ته آماده سي ؟!

پخوا به نالوستو کسان د نا اشنا اصطلاحاتو او مفاهیمو څخه کرکه کوله او ځيني سواد لرونکو کسانو به د عصر ضرورت باله  خو اوس چي الحمدلله حقیقتونه څرګند سوي دي، ډير لوستي کسان هم هغه اصطلاحات او مفاهیم د کرکي وړ ګڼي چي تر کاسې لاندي نیم کاسه پټه وي. 
.
نو که مسلمانان د تېروڅو وروستیو پیړیو په څیر نور هم بېغمه ورته کښېنستل او د اسلام د ابتداء په څېر يې د ويښتابه څخه کار وانه خيست نو لیري نده چي مسلمانان به د غم پر داسي  هميشني ټغر کښېني چي بېله حسرته او افسوسه به نور هیڅ هم نسي کولای !
 
نو ضرور ده چي د موجوده امکاناتو څخه په استفادې سره پداسي ویښتابه کي د ځان او اسلامي امت تلپاتي غم وخوري د خپل دین ، مذهب ، ملي او محیطي اساساتو په نظر کي نیولو سره د چا په ظاهري تعریفونو ، مفاهیمو او اصطلاحاتو تیر نه وځي ، د یوه شي ظاهري او لږ ګټي ته ونه ګوري بلکي پټ او دوامداره خطرات یې درک کړي .

که نه وي د ځيني هغو هيوادونو په سر نوشت به مبتلا سي چي په  سوونو کلونو يې ملتونه  د اسلام د مقدس دين پیروان ول خو د هغو ملتونو د غفلت څخه د نړۍ چالاکو اسلام دښمنه عناصرو داسي استفاده وکړه چي متأسفانه نن په هغو هيوادونوکي د مسلمانانو يو وړوکی جماعت هم نسته !

اوسنۍ هسپانيه يې د مثال په توګه يادولای سو .  

په درنښت 
اداره
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته