تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دینداره ځوان عجبه قصه!
 
  December 25, 2016
  0

 ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


حضرت سلېمان بن يسار رحمه الله  يو ډېر ښايست او پرهېزګاره  بزرګ وو. يو ځل هغه  د مدينې منورې څخه د خپل يو ملګري سره د حج په سفر ولاړئ. پر لاري يې د ابواء نومي ځاى کي واړول او هلته يې خېمه ودرول. د هغه د سفر ملګري د خوراک و څښاک د شيانو راوړلو له پاره بازار ته ولاړ. يوې صحرايي ښځي د غره د لوړي څوکي څخه سلېمان بن يسار  رحمه الله  په خېمه کي ناست وليدئ، پر هغه عاشقه سول او د غره څخه ورته راکښته سول. کله چي و ده ته راغله نو هغه ښځه هم په ښايست کي کمه نه وه.

هغې ښځي د حضرت سلېمان بن يسار  رحمه الله  څخه يو څه وغوښتل. سلېمان بن يسار  رحمه الله  فکر وکړئ چي د خوراک يو شى غواړي، نو دى د سترخان و خوا ته ور روان سو چي د خوراک يو څه ورکړي. هغې ښځي ورته وويل: زه دا نه غواړم، زه هغه غواړم کوم چي انسان يې له خپلي ښځي څخه غواړي.
 
حضرت سلېمان بن يسار  رحمه الله  ورته وويل: ته زما و خوا ته شيطان رالېږلې يې، دا يې وويل او پر زنګنو يې سر کښېښووئ او په ژړا يې شروع وکړل په زوره – زوره يې ژړل. ښځي خو دا حال وليدئ د خېمې څخه ووتل او دى ناست وو ژړل يې. 

په دې وخت کي د ده ملګرى راغلئ، دى يې وليدئ چي ژاړي او سترګي يې پړسېدلي دي. ملګري چي يې دا حال و ليدئ نو پوښتنه يې وکړل: آيا بچيان در په ياد سول؟
 
سلېمان بن يسار  رحمه الله  ورته وويل: نه! بلکي ته نه وې ما ته يوه کيسه پېښه سول او بيا يې هغه کيسه ورته بيان کړه. د هغه ملګري چي کيسه واؤرېدل نو هغه هم په زوره ژړا شروع کړل.
 
حضرت سلېمان بن يسار  رحمه الله  پوښتنه ورڅخه وکړل: ته ولي ژاړې؟
 
هغه ورته وويل: زه ځکه ژاړم که چيري زه ستا پر ځاى واى نو ما به دومره صبر نه واى کړى. دوى دواړه په ژړا وه. 

کله چي مکې مکرمې ته ورسېدل د طواف او سعي څخه فارغه سول، نو حضرت سلېمان  رحمه الله  حجر اسود ته مخامخ په يوه پټو کي نغښتي ناست وو چي په خوب کي د يو ډېر ښايسته او حسين کس زيارت يې وکړ.  د هغه څخه يې پوښتنه وکړل:
 
ته څوک يې؟
 
هغه ورته وويل: زه يوسف  علیه السلام  يم.
 
ده پوښتنه ځني وکړل: آيا هغه رښتينى يوسف  علیه السلام  ته يې؟
 
هغه ورته وويل: هو! هغه زه يم.
 
بيا ده ورته وويل: ستا او د زلېخا کيسه ډېره عجيبه ده.
 
حضرت يوسف  علیه السلام  ورته وفرمايل: د ابواء د ښځي کيسه تر دې هم ډېره عجيبه ده. 

ماخذ: بې داغه ځواني
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته