تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شپږ غوره کارونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 14, 2023
  0

 شپږ غوره کارونه

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 ۱ - هرڅه په عمومي ډول وڅېړئ

کله چي پرېکړه کوئ، د ستونزي ټول اړخونه (مثبت او منفي) په پام کي نیسئ، د کار هر اړخیزه بیاکتنه مو په لویه کچه په راتلونکي کي د افسوس مخه نیسي. تل خپل ځان ته وخت ورکړئ، د چټکو پرېکړو څخه ډډه وکړئ. دا سمه ده چي ځیني شیان ستاسو له کنټرول څخه بهر دي؛ مګر که تاسي په سمه توګه پلان ونه لرئ؛ نو تاسي باید د بدو پایلو انتظار وکړئ.
د هرې پرئکړې ګټي او زیانونه په پام کې نیولو سره ممکن تاسي تل غلط نه کړي، مګر که تاسي د خپلي څېړني لپاره وخت ونیسئ او ټول اړخونه وزن کړئ، دا به ستاسي د تیري پښېمانۍ مخه ونیسي.

۲-  پرېکنده او ټینګ اوسئ

کله چي تاسي پرېکړه وکړئ، هغه ترسره کړئ. ډاډه اوسئ او مه خفه کیږئ. اجازه مه ورکوئ چي نیمګړتیاوي ستاسي د پرېکړي مخنیوی وکړي.

۳-  پېښي ومنئ
حقیقت ومنئ. ژوند له داسي پېښو ډک دئ، چي تاسي ورڅه خبر نه یاست. د دغو پېښو څخه ځیني یې ښه دي او ځیني ئې بد؛ مګر تاسي باید د ښه د ترلاسه کولو لپاره بد خوند هم و څيکۍ. موږ نه سو کولای د پېښو د پېښېدو مخه ونیسو، موږ باید دوی ومنو او څومره چي موږ کولای سو له دوی څخه ډیره ګټه پورته کړو.

۴-  اقدام وکړئ
هغه څه وګورئ چي تاسي یې له لاسه ورکوئ او هغه څه وکړئ چي تاسي یې کولای سئ له منځه یوسي. که تاسي پښېمانه یاست چي تاسي د زده کړو پر مهال ډیر سفر نه دئ کړی، همدا اوس د ځان لپاره د سفر پلان جوړ کړئ. هغه کارونه وکړئ چي تاسو نه دي کړي او تاسو پښېمانه یاست. 

۵-  مثبت فکر وکړئ
مثبت فکر وکړئ او د خپل ذهن حریم ته مو د منفي افکار د دخول مانع وګرځئ. 
ډېر خلک اکثره وخت پر منفي مسایلو او داسي څه فکر کوي، چي هېڅکله هم نه واقع کېږي. تاسي یوازي د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې پوهېږئ په اوس او راتلونکي کي خوښي درکولای سي.
خپل لید بدل کړئ؛ کله چي تاسي یو ملګری یا آشنا له لاسه ورکړئ، د هغه په اړه د افسوس کولو پرځای او د بدو ویلو پر ځای چي تاسي ئې ووایاست، غوره دا ده چي د هغه د ښو یادونه وکړئ.
 
۶-  د ناکامۍ په څېر عمل مه کوئ
که تاسي یو څه له لاسه ورکړی، نو پښېمانه کیږئ مه. هغه څه چي ورک سوي دي ختم سوي او بیرته نه راځي. هڅه وکړئ د راتلونکي او هغه بریالیتوبونو په اړه فکر وکړئ چي تاسي ئې ترلاسه کولای سئ.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته