تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسجد پنځلس(۱۵) حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 28, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
ذكر الفقيه رحمة الله  في التنبيه حرمة المسجد خمسة عشر . اولها : ان يسلم وقت الدخول اذا كان القوم جلوساً غیر مشغولين بدرس، ولا بذكر. فان لم يكن فيه احد او كانو في الصلوة فيقول: السلام علينا من ربينا و على عبادالله الصالحين، والثاني: ان يصلي ركعتين قبل ان يجلس. والثالث: ان لايشتري و لايبيع. والرابع :ان لا يسل السيف، والخامس:ان لا يطلب الضالة فيه. و السادس: ان لا يرفع فيه الصوت من غير ذكر الله تعالى، والسابع: ان لايتكلم فيه من احادیث الدنيا. والثامن: ان لا يخطى رقاب الناس، والتاسع : ان لا ينازع في المكان. والعاشر : ان لا يضيق على احد في الصف. والحادي عشر: ان لا يمر بين يدي المصلي، والثاني عشر:ان لا يبزق فيه. و الثالث عشر: ان لا يفرقع اصابعه فيه. والرابع عشر: ان ينزهه عن النجاسات والصبيان و المجانين، واقامة الحدود. والخامس عشر: ان يكثر فيه ذكر الله تعالی، كذا في الغرائب.

(هندیه، ج: ۵، ص: ۳۲۱)


ژباړه: فقیه رحمة الله  په تنبیه کي د مسجد پنځلس (۱۵) حقوق ذکر کړي دي:
۱. هر کله چي ور ننوزي سلام به وایي که قوم ناست وو په درس یا ذكرنه وه اخته او که په درس یا ذكر اخته وه بیا به سلام نه وایي او که چیري څوک پکښي نه وه یا قوم پر لمانځه ولاړ وو بیا به داسي سلام وایي:
السلام علينا من ربنا و على عباد الله الصالحين.


٢. دوه رکعته نفل به مخکي تر کښېنستلو کوي که يې د ناستي اراده وه او که يې د ناستي اراده نه درلوده دستي يې په سنتو شروع وکړل هغه دوه رکعته نفل د سنتو په ضمن کي ادا سول.


٣. په مسجد کي به نه شي رانیسي او نه به يې خرڅوي.


۴. توپک به په مسجد کي نه ځړوي.


۵. دورکي طلب به په مسجد کي نه کوي.


۶. آواز به په مسجد کي بې له د الله جل جلاله د ذکر څخه نه پورته کوي.


۷. د دنیا خبري به په مسجد کي نه کوي.


۸. په مسجد کي به په خلکو کي نه خېژي.


۹. په مسجد کي به جنجال او بدنیتی پر ځای نه کوي.


۱۰. په مسجد کي به پر چا ځای نه تنګوي.


۱۱. په مسجد کي به د لمونځ کوونکي و مخته نه تېرېږي.


۱۲. په مسجد کي به ناړي نه توکي.


۱۳. په مسجد کي به په ګوتو ټکان نه کوي.


۱۴. مسجد جارو کول دی او دا جارو کول یوازي د ملا کار نه دی، بلکي مسلمان نارینه مکلف دئ او دکوچنیانو او لېونیانو څخه به مسجد پاک ساتي. موږ چي په ژبه پوهېږي کار کولای سي هغه د ځان سره خواري ته بوزو او هغه چي په ژبه نه پوهېږي کار نه سي کولای، یا لېونيان وي دا موږ و مسجد ته واستوو. همدا ډول په مسجد کي به حد و نه نه جاري کوي.


۱۵. په مسجد کي به د خدای جل جلاله ذكر ډېر کوي.


ماخذ : مواعظ الحسنة


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته