تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمانان د ورځي پنځه وخته له خدایه (ج)مرسته غواړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 4, 2021
  0

مسلمانان د ورځي پنځه وخته له خدایه (جل جلاله)مرسته غواړي


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


په مرسته غوښتنه کي یوه مسئله خورا مهمه ده هغه داچي مرسته باید یوازي له خدای جل جلاله څخه وغوښتل سي نه له بل چا څخه نوله همدې کبله ټول مسلمانان د ورځي پنځه وخته د خدای جل جلاله په وړاندي دريږي او په وار وارو تکراره وي چي (إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿الفاتحة: ٥﴾ ) خاص تاته عبادت کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو، نو له دې کبله چي انسان پنځه وخته په لمانځه کي دننه له خدای جل جلاله سره تعهد کوي نو باید له لمانځه څخه د باندي هم دا کار عملي کړي.

 

او بله دا چي د قران عظیم الشان په لومړي سورت کي مسلمانانو ته درس ورکول سوی دی چي ستاسو مرسته غوښتل او ږغ باید یوازي ترما پوري وي، یعني په ټولو وختو او حالتوكي يوازي خدای جل جلاله یاد کړی او يا الله جل جلاله یا الله جل جلاله یا الله جل جلاله و وایاست، پرته له هغه باید له بل هيچا څخه مرسته او کومک ونه غواړی، خدای جل جلاله په قران اړه خپل صفت بیان کړی دی نو د هغه صفت پر اساس باید یوازي له هغه جل جلاله څخه مرسته وغوښتل سي. 


د نمونه تفسیر لیکوال په دې اړه داسي لیکي ((د هر څه په پیل څخه کي باید د ستایل سوي : مرسته وغواړو چي د عظمت ځلا یې  پر ټوله نړۍ غوړیدلې ده، نو د خپلو مشکلاتو پر وخت يوازي هغه جل جلاله دریاد کړی، چي د ځان په اړه په قران عظیم الشان کي داسي فرمایي :  تاسو ووایاست خاص تاته عبادت کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو(إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿الفاتحة: ٥﴾ ).


ماخذ:  اسلامي نړۍ ليد


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته