تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د علم ارزښت (۱)
 
  November 15, 2016
  0
بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد : 

اسلام د رحمت دين دی چي د ټول انسانيت د ديني او دُنيوي نېکمرغۍ او کاميابۍ ضامن دی .
 
اسلام د ژوندانه په هره برخه کي ځانگړې لارښودني لري او د انساني ژوندانه لپاره يې بشپړ او اړخيز قانون نړۍ ته وړاندي کړی دی . 
 
خو له دې څخه د گټي د اخيستلو لپاره علم ته اړتيا ده، علم هغه کيلي ده چي په ذريعه يې د اسلام هر اړخيزي لارښودني چا ته معلومېږي . 
علم پر هر چا لازم دی . 

په حديث شريف کي راغلي دي : 

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ( رواه ابن ماجة ص : ۲۰ )
 
ژباړه : له حضرت انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي : ( د دين ) د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی !!

له دې حديث څخه معلومېږي چي پر هر مسلمان که نارينه وي او که ښځينه، غريب وي که شتمن، کليوال وي او که ښاري، پر ټولو د دين د علم طلب فرض دی . 

د علم دا مطلب نه دی چي خامخا به  عربي لولي، بلکي د دې مطلب دا دی چي د دين  خبري زده کړي، که د عربي کتابونو په لوستلو سره وي، که د  پښتو ، اُردو او يا بلي بلي ژبي د  کتابونو  په لوستلو  سره وي، که له مُعتبرو عالمانو څخه په ژبه په پوښتني سره وي، که له مُعتبرو واعظانو څخه د وعظ په اورېدو سره وي.

هغه ښځي چي خپله کتاب نه شي لوستلی او نه له يوه  عالم څخه پوښتنه کولی شي، د خپلو سړو په ذريعه دي د دين خبري له عالمانو وپوښتي .
 
په دې توگه هم ځان له شرعي حُکم څخه خبرول علم دی او د علم په اړه د راغلو ثوابونو د تر لاسه کولو لامل دی . 

په دې حديث کي د علم طلب فرض گڼل شوی . 

پوښتنه دا ده چي کوم علم فرض دی ؟ 

د دې پوښتني جواب دا دی چي شرعي علم په دوو برخو وېشل شوی : 

۱ : علم الأصول يا د عقائدو علم لکه د الله پاک پېژندل په يووالي او  صفاتو سره، د پېغمبرانو تصديق او داسي نور...
دا علم پر هر چا لازم او ضروري دی، هر څوک بايد ځان په دغو خبرو پوه کړي او پرې باور ولري . 

۲ : علم الفروع يا د فقهي علم او د دين پر احکامو او مسائلو ځان خبرول .

دا علم په دوو برخو وېشل کېږي : 

۱ : فرض عين :  لکه د اوداسه، لمانځه، روژې او هر هغه عبادت چي پر هر چا لازم وي،  نو پر هغه د هغه شي علم هم ضروري دی . 
 
لکه د زکات علم پر هغه چا لازم دی چي مال ولري، همدا راز د حج علم پر هغه چا لازم دی چي پرې فرض وي .

يعني کوم کار چي په انسان لازم وي، د هغه زده کړه او معلومات هم لازم دي . 

۲ : فرض کفايي : هغه علم دی چي په هغه سره څوک د اجتهاد درجې ته رسېږي، يا د فتوی ورکولو استعداد پکي پيداکېږي . 

که د يوې سيمي خلگ ټول له دغي اندازې علم څخه ځان غافل کړي، ټول گناهگار دي، خو که په دوی کي يو کس دا اندازه علم وکړي، د نورو هم غاړي خلاصي دي . 

نور خلگ به د دغه عالم خبره مني او د اړتيا په وخت کي به ترې د شرعي حُکم پوښتنه کوي .

مطلب دا چي علم ضروري او اړين دی .  

نور بیا....

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته