تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خلګو په خاطر د الله نافرماني جائز نه ده
 
  February 21, 2012
  0
 لاَطَاعَةَ لِمَخْلُوْقٍ فِيْ مَعْصِيَةِ الْخَالِقِ
 
ترجمه : په داسي امورو كي دمخلوق تابعداري جائز نه ده چي د الله  جل جلاله  نافرماني راځي . 

لغات : طَاعَةَ : طوعا ، فرمانبرداري ته وايې . 
تشريح : د خلګو په خاطر د الله  جل جلاله  نافرماني كول جائز نه ده مطلب يې دادى چي كه انسان حاكم وي كه غير حاكم چي داسي حكم صادر كړي چي دالله  جل جلاله  دحكم مخالفت راځي نو ددغسي شخص يا حاكم حكم نه منل كيږي . 
 

مسئله : كه يو سړى بل سړى په زور په نارواه باندي مبتلا كړي نو دغه مامور ګناه كار نه دى . 

حاصل : دا چي په دغه حديث شريف كي يو قانون ذكر سو چي دالله  جل جلاله  حكم غالب دى ، انسان دي دمخلوق د داسي امر چي دالله  جل جلاله  نافرماني پكښې راځي هيڅكله فرمانبرداري نه كوي . 
تاسو ته معلومه ده چي خلګ څومره يو تر بله مراعت كوي كه څه د الله  جل جلاله  دحكم مخالفت پكښې راځي . 

حضرت مولانا جلال الدين رومي رحمة الله عليه فرمايې  
 (بې وفا ئي دان وفا بارد حق   ،   بر حقوق حق ندارد كسي سبق)

 چي هغه شخص چي دنورو اتباع كوي په داسي امر كي چي د الله  جل جلاله  نافرماني راځي دا دالله  جل جلاله  سره بې وفايې ده . الله  جل جلاله  دي هر مسلمان ته په هر كار كي اول د شريعت مقدسه مراعت ور نصيب كړي . 
 
لهذا دغير شرعي آمر مراعت به نه كوي او نه به يې اتباع كوي : 

(۱) كه دحاكم له طرفه وي اتبارع نارواه ده . 
(۲)كه دپلار د طرف و زوى ته داسي غير شرعي حكم وي اتباع به يې نه كوي . 
(۳)  كه د زوى مطالبه د پلار څخه وي غير شرعي مراعت به يې نه كوي بلكه مطالبه د اولاد به نه مني بلكه پوهوي به يې چي په دې كي د الله  جل جلاله  ناراضګي راځي . 
(۴) همدارنګه يو انډيوال به دبل انډيوال غير شرعي مطالبه نه مني . حق تعالى جل وعلا دي مسلمانانو ته هدايت دطاعت ور په نصيب كي . 
 
ماخذ: څلوېښت حديثونه
----------
عن النواس بن سمعان قال : قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم لاطاعة ....الخ . مشكوة صـ ۳۲۱. 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته