تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حکمت خبري(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 9, 2022
  0

لیکنه : مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ابن آدمه ! ته نه يې خبر چي تا ته نژدې شئ ستا اجل دی، او ستا څخه ليري شئ ستا امیدونه دي او هغه شي چي ستا څخه غوښتل کیږي هغه عمل دی.


بېله عدله قاضي لکه بې بارانه اوريځ، بېله تقوی عالم لکه بې وښو مځکه، بېله توبې ځوان لکه بې مېوې درخته،بېله سخا مال لکه بې کلۍ قلف، بېله حياء ښځه لکه بې مالکي خواړه.


شر راوستونکي شیان اووه دي: حُب د دنیا،حُب دریاست، حُب د صفت، حُب د موړوالي، حُب د خوب،حُب د راحت، حُب د ډیرو جماعو
 پنځه شیه د بد بختۍ د علامو څخه دي: د زړه سختوالی، د اوښکو څخه د سترګو وچوالی، د حياءلږوالی، د دنیا شوق او اوږده امیدونه .


اې هغه څوکه چي د فيشني لباس په شوق یې کفن درپه یادکړه، اې هغه څوکه چي د تعمیراتو په جوړولو نه مړیږې دقبر لحد همدارنګه د نکیر و منکر پوښتني درپه یاد کړه.


 بدترین د خلکو هغه څوک دی چي په دې یې پروانه کیږي چي خلک یې د ګناه کولو پر وخت وویني.


یوه حکیم ته وويل سوه چي بې عمله عالم دڅه شي مثال لري؟ ویل د بې عسلومچمچی، نېښ لري خو عسل نه لري.


بې همته سړئ ښځه دی، طمعه لرونکی عابد لاروهونکی غل دی.


اې هغه څوکه چي د خلکو دپاره دي کالي سپين کړي دي او عمل نامه دي توره ده! لاس د دنيا څخه کوتاه کړه لستوڼی که اوږد وي که کوتاه فرق نه لري.


 ته داسي فکر وکړه چي ته يوه رادیویې آیا خلک به ستاد چالانولوسره علاقه ولري که ستا د بندولوسره ؟.


وایي د هرچا غاښونه په تروو شیانو پڅيږی خود قاضیانوغاښونه په خوږو پڅيږي.


پاچهانو ته هغه څوک نصیحت کولای سي چي د زرو امیدنه لري او دسربېره نه وي ورسره.


د دنیا ژوند یو ساعت دی دالله جل جلاله په طاعت کي يې تیر کړه او نفس دي نه مريږي قناعت ورحاصل کړه.


نارینه بېله زوجې داسي دی لکه درخته بېله میوې.


ښځه دمخه تر واده ژاړي او نارینه وروسته تر واده ژاړي.


 بد او شریر سړئ پر نورو خلکو د ښو ګمان نه کوي.


که غواړې چي په آخرت کي نیکۍ او عبادتونه ولرې اوس لا ملا ورته وتړه، او که دي دا نه وي خوښه چي په آخرت کي ګنهونه ولرې نو اوس يې لا پرېږده.


 که چا پر خپله ځواني ظلم وکړی د ده سپین ږیرتیا به پرده ظلم وکړي.


 هغه څوک چي خپل ځان ډیر خوښ لري د نورو خلکو ډیر بد ایسي.


څوک چي درد نه پیژني زخمونه ټوکي ورته معلومیږي.


 څیرونکی زمری چې مخامخ درته ولاړ وي تر هغه خائن شرمښ ښه دی چې تر شا دي ولاړ وي.


څوک چي د لندوالي څخه بیریږي د ماهيانو ښکار نسي کولای.


د هغو کسانو څخه لیري ګرځه چي د خير رسولویې امید نه وي او له شره يې امان نه وي.


حق ته رجوع کول تر دې ډیر ښه دي چي نور هم پرباطل ټینګار وکړې.


وایی د عقل خاوندان په نعمتو کي دي.خو زه وایم: "نن ورځ هوښیاران په عذابو کي دي.


ماخذ : حکمتونه او عبرتونه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته