تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شهادت که ځان وژنه؟!
 
  August 3, 2017
  0
حامد افغان
 
عباس بن فرناس (810م/875م) د اندلس مشهور عالم، شاعر تېر شوی دی، دی اصلاً د امازیغ قوم نه و، هغه د ریاضي ماهر او وتلی عالم و، او د مختلفو شیانو مخترع بلل کیږي، لکه د رنګ قلم د لومړي ځل له پاره ده جوړ کړ، دا راز له کاڼو نه ښيښې جوړول، طبي چشمې، د ستورو د حرکت معلومولو یو ډول اله او داسې نور.

د ده مشهوره اختراع دوه وزرونه جوړول دي، دا وزرونه په لاسونو کې تړل کیدل او انسان د غره له یوې څوکې بلې ته الوت پرې کولی شوی. متاسفانه دې اختراع د نوموړي عالم ژوند ورنه واخيست، مشهوره داسې ده چې ده کله دا وزرونه جوړ کړل او د تجربه کولو په نیت د غره له یوې څوکې والوت نو په ځمکه ولويد او مړ شو،

عباس د اندلس واکمنو ته ډېر نږدې و، او په دې اختراعاتو سره د هغه شهرت خورا زیات شو، ویل کیږي هغه باندې د کفر او زنديق فتوا ولګیدله، دا فتوا تر محکمو ورسيدله او دی د سزا له پاره د یوه جومات مخته هم وړاندې کړل شو، خو د قاضیانو له خوا دا فتوا جهل او مبالغه وبلل شوه او عباس بن فرناس ته یې برأت ورکړ.
 

په عباس باندې لګیدلې فتوا پوري د یوه ادیب خبره رایاد شوه، هغه لیکي چې د عباس بن فرناس له دې اختراع او بیا د ده له مړبني غریبانو دا فکر واخیست چې څنګه باید والوزو ..
 
او بعضي مسلمانان په دې بحث اخته شول چې ایا د عباس مرګ شهادت دی او که ځان وژنه؟!

دا معمولي خبره نه ده، لویدیځوالو دې فکر ته وده ورکړه، الوتکې یې جوړې کړې، خلا ته سپوږمکۍ ليږي او خلایي سټیشنونه لري، خو موږ لا په هماغه زړو فروعي اختلافاتو کې نښتي یو، تقلید روا ده که ناروا؟ فلانی مجتهد خطا او آن کافر و (نعوذبالله)، هغه بل داسې و او .. په لوړ اواز "امین" ویل روا دې که ناروا، امام پسې فاتحه ویل، او داسې نور..
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته