تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دین مبین في اربعین
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2022
  0

رالیږونکي : حبیب الرحمن صالحي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ژباړه: سلمان (رضي الله عنه) وایی چی له رسول الله صلی الله علیه وسلم می پوشتنه وکړه هغه څلویشت احدیث کوم چی تا ویلی که یی څوک یاد کړی جنت ته به ځی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

 

۱: پر الله جلّ جلاله ایمان .

۲:  داخیرت پر ورځ .

۳: دفرشتو پروجود .

۴: پر تولو اسمانی کتابونو  .

۵:  پر ټوولو انبیا وو  .

۶:  او ترمرګ وروسته بر بیا ژوند ایمان راوړه .

۷:  د خیر او شر هر تقدیر د الله جلّ جلاله  له خوا دی  .

۸:  او دا شاهدی ورکړه چی له الله جل جلا له  پر ته هیڅ معبود نه سته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلا له  رښتنی رسول دی .

۹: دهر لمانځه  پر مهال په کامل اوداسه لمونځ  وکړه  .

۱۰:  زکات ورکړه  .

۱۱: درمضان روژې ونیسه .

۱۲:  که مال لرې نو حج وکړه  .

 ۱۳:  دورځی دوولس مؤکد سنت کوه .

۱۴:  هیڅ شپه وتر مه ایله کوه  .

۱۵: له الله جلّ جلا له  سره هیڅ شی مه شریکوه .

۱۶: د مور اوپلار نافرماني مه کوه  .

۱۷:  په ظلم دیتیم مال مه خوره  .

۱۸: شراب مه څښه  .

۱۹:  زنا مه کوه  .

۲۰:  به درواغو قسم مه اخله .

۲۱:  د درواغو شاهدی مه ورکوه .

۲۲:  به نفسی خواهشاتو عمل مه کوه  .

۲۳:  دمسلمان ورور غیبت مه کوه

۲۴: په پاک لمنی ښځې یا نارینه تور مه لګوه .

۲۵: له خپل مسلمان ورور سره حسد مه کوه  .

۲۶:  به لهو ولعب مه اخته کیږه  .

۲۷: له نندارچیانو سره مه یو ځای کیږه .

۲۸:  د ټیټ قد خاوند ته د ټیټکی مه وایه  .

۲۹: په چا ملنډې مه وهه .

۳۰: د مسلمانانو تر منځ شیطانت مه کوه  .

۳۱: دالهي نعمتونو شکر کاږه  .

۳۲:  پر تکلیف اوغم صبر کوه  .

۳۳:  دالله جلّ جلا له له عذابه ویریږه  .

۳۴: له خپلوانو سره اړیکی مه شلوه  .

۳۵: بلکی له هغوی سره خپلوی پاله  .

۳۶: د الله جلّ جلاله پر هیڅ مخلوق لعنت مه وایه .

۳۷: د سبحان الله ، الله اکبر ، او لا اله الا الله ذکر کوه  .

۳۸: دجمعی او اخترونو حاضري مه پریږده .

۳۹: او پر دی باور ولره چی تاته کوم تکلیف او راحت رسیدلی هغه تاته مقدر وو چی له منځه تلونکی نه وو .او س چی نه دی در رسېدلی هغه په هیڅ ډول در رسیدونکی نه وو .

۴۰:  په  هیڅ حال کی دقران کریم تلاوت مه پریږده   . سلمان (رض) وايي : ما پوښتنه وکړه چي که دا یاد کړي ته به یې اجرڅه وي ؟ رسول الله (ص) وویل الله به یې له انبیاء کرامو او علماوو سره راپاڅوي .

ماخذ : اسوه رسول اکرم صلی الله وسلم 

www.taleemulislam.net

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته