تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله ﷻ د خوشحالی یو عجیبه مثال
 
  May 18, 2017
  0
لیکنه: رفیع الله برهانی الحنفی

کله چه یو بنده ګناهونه پریږدي، او د الله ﷻ لور ته متوجه شي ، نو الله ﷻ دومره زیات خوشحالیږي، چه موږ د دې تصور هم نشو کولای. د دې خوشحالۍ پوهولو لپاره رسول الله ﷺ یو مثال بیان کړی دی . او په مثال سره یې دا خوشحالي ښکاره کړې ده، مفهوم یې داسي دی: چه یو سړی په ځنګل بیابان کي یوې سورلی باندي سفر کوي، او د همدې سړي د خوراک او څښاک سامان په دې څاروی باندي پروت دی، او ناڅاپه دا سورلي ورکه شوه او دا سړی انتهایي زیات پریشان شو او بل طرف ته ځنګل دومره غټ دی چه دا بیچاره یې پیاده نشي ختمولی او نزدی څه آبادۍ هم نشته چه د خوراک، څښاک رسیدو څه امید وی، اخوا دیخوا یې د سورلی تالاش کولو لپاره یې ډیري منډي ووهلې، خو پیدا یې نکړه، اخر ډیر زیات ستړی شو، او د یوې وني لاندي د مرګ په ارادي پریوت د مرګ څخه بغیر یې بله لاره نشته، د ستړي والی د وجي یې سترګي ورغلي وې، لږه شیبه ورورسته یې یوناڅاپه د هغه سترګې خلاصي شوې، چه ویې کتل همهغه سورلي د ټول ساز او سامان سره سر ته ولاړه وه. نو ډیر زیات خوشحاله شو، دومره زیات خوشحاله شو، چه د ډیري خوشحالۍ نه یی جزبات قابو نکړای شو او بې اختیاره د هغه د خلی څخه دا جمله ووته: 

أَللّهُم انتَ عَبدِی و اَناَ رَبُّکَ 

 په حقیقت کي ویل خو داسي پکار وو: 

اَللّهُم انتَ ربِّی و اَناَ عبدُکَ

 چه ای الله ته زما رب او زه ستا بنده یم خو د ډیري خوشحالۍ په وجه د ده د خولې نه ووتل: ای الله ته زما بنده او زه ستا رب یم (نعوذ بالله)

 نو د ده ژبه د ډیري خوشحالۍ نه په اختیار کي پاتي نشوه ، رسول الله ﷺ وفرمایل: څومره خوشحالي چه دې سړي ته په خپلي سورلۍ لیدل سره وشوه کله چه یو بنده ګناهونه پریږدي او الله ﷻ طرف ته متوجه شي، نو الله ﷻ د دې څخه هم زیات پرې خوشحالیږي. 

الله ﷻ په انسان باندی ډیر رحم کوونکي دی.
 
د استغفار په اړه ژړونکی نظم
زه د ورځي سل ځله توبه کوم (الحدیث)
توبه ولي او څنګه؟
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته