تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بدګمانۍ اسباب:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
بدګماني هغه بد عمل دی چي د انسانانو تر مينځ د ډېرو ستونزو سبب او لامل جوړيږي او د ډېرو انسانانو پر انفرادي او اجتماعي ژوند باندي منفي اغيزه لري.
ددې ترڅنګ چي بدګماني لويه ګناه ده لوی بشري جرم هم دی ځکه د بدګمانۍ تاوان هم بدګمانه انسان ته او مقابل لوري ته رسيږي.
ددې لپاره چي موږ ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتو بايد د بدګمانۍ اسباب وپيژنو چي په لاندي ډول يې يادولای سو:
۱ - ناپوهي:
ناپوهي هغه شی دی چي په سبب يې يو شخص پر بل شخص باندي بدګمانه کيږي ځکه د ناپوهۍ له امله انسان ته حقيقت نه معلوميږي، د شريعت د احکامو په حکم او حکمت نه يې خبر او د بل انسان په وړاندي خپل مسئوليت نه پيژني نو ارومرو پر نورو انسانانو باندي بېله کوم دليله بدګمانه کيږي لکه ذوالخويصرة چي د ناپوهۍ له کبله يې پر رسول الله صلي الله عليه وسلم د غنيمتونو په وېشلو کي نيوکه وکړه او هغه يې په بې عدالتۍ باندي متهم کړ.

۲ - بد قصد:
ځيني خلګ په هرڅه پوهيږي خو د ناوړه قصد درلودلو له کبله پر يوه پاک انسان باندي بدګمانه کيږي ځکه دی غواړي هغه شخص بدنام کړي او ددې لاري څخه خپل ناوړه هدف ته ورسيږي، کڅه هم ممکن دا بدګماني شعوري وي او يو ډول تظاهر وي خو پدې خاطر چي دداسي هدف تعقيبول انسان په تعصب اخته کوي او د انسان عقل له مينځه وړي نو ځکه دغه انسان پداسي منفي ګرايي باندي روبدی وي چي هرڅه ته د شک او ترديد په سترګه ګوري او پر ډېرو پاکو انسانانو يې ګمان بد وي لکه يهود چي د حقائقو پيژندني سره سره پر مسلمانانو باندي بدګمانه وه.

۳ - د نفس متابعت:
ځيني وختونه د نفس متابعت ددې سبب جوړيږي چي انسان دي پر بل انسان بدګمانه سي ځکه نفس د انسان په بدن کي د شيطان جاسوس دی او ټولو شيطاني دسيسو ته لاره آواروي چي يو يې بدګماني ده.
امام عزالي رحمه الله فرمايي: ته بايد پر مسلمان باندي دده د مسلمانۍ په خاطر بدګماني ونکړې که دي پدې خاطر پر يوه مسلمان بدګماني کول چي يو ناوړه عمل دي د بل چا څخه ليدلی وو نو يقينا ته د جنايت او ګناه مرتکب سوې.
که تاريخ ته وګورو صحابه رضي الله عنهم چي کله د مسلمانانو ښارونو ته داخلېدل پر هيچا يې دا ګمان نه کوی چي دده مال به حرام وي سره ددې چي ددوی په وخت کي حرام مالونو هم شتون درلود او د هر چا په مال کي د حرام احتمال وو.

۴ - د فاسقانو او بدو خلګو ملګرتيا:
ابو حاتم بستي رحمه الله فرمايي: د بدو خلګو ملګرتيا انسان ته پر ښو خلګو بدګماني پيدا کوي او چا چي د بدو خلګو سره ملګرتيا وکړه ارومرو يې په ټولۍ کي داخليږي، نو پر هوښيار سړي دا لازمه ده چي د شک لرونکو خلګو څخه ځان وساتي تر څو شکمن ورڅخه جوړ نسي

۵ - د تهمت ځای ته ورتلل:
بل سبب د بدګمانۍ دادی چي څوک د بدګمانۍ ځای ته ورځي، پدې صورت کي ارومرو خلګ پر ده باندي بدګمانه کيږي، حضرت عمر رضي الله عنه فرمايي: من أقام نفسه مقام التهم فلا يلومنَّ من أساء به الظنَّ.[الأربعين الطائية] ژباړ: څوک چي ځای ته د تهمت ولاړ سي نو هغه څوک دي نه ملامتوي چي پر ده باندي بدګمانه کيږي.

۶ - حسد او کينه:
ځيني وختونه حسد او کينه د بدګمانۍ سبب جوړيږي ځکه د هر انسان سره چي د بل انسان په اړه حسد پيدا سي نو په وړاندي يې هيڅ مثبت فکر نه کوي بلکي تل يې په اړه منفي فکرونه کوي او تل ورباندي بدګمانه وي.

۷ - په انساني غيرت کي اسراف:
ځيني خلګ داسي طبيعت لري چي په انساني غيرت کي ډېر اسراف ورڅخه کيږي؛ پدې معنی سره چي په غيرت کي تر حد اضافه تېری ورڅخه کيږي د بېلګي په ډول د خپلي ښځي په اړه په حجاب کي ډېر توغل کوي او د هغې هر حرکت ته د بې حجابۍ په سترګه ګوري، يا په عموم کي د ښځي لپاره په بند او محدود ژوند باور لري نو ځکه دده د فکر خلاف هري کړني ته يې د شک په سترګه ګوري او يا هم د نورو انسانانو په ژوند کي دخالت کوي او په خپل فکر د ژوند محدوديت ورته ټاکي چي په مخالفت کولو سره يې دستي بدګماني ورته پيدا کيږي.
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته