تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د محدث الهند ابوالمآثر (رحمه الله) ژوند ليک
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 10, 2020
  0

حیات ابو المآثر

 

دشت عجم سے تا بہ عرب جس کی دھوم تھی

 

ژباړه او راټولونه: محمد عیسیٰ

 

 

په اسلامي تاریخ کي ډېر عظیم الشانه علماء تېر سوی دي چي هر عالم ځانته ته یو خاص الخاص مقام لري، او یو داسي خدمت یې ترسره کړي وي چي یوه خالی ګاه یې ډکه کړې وي. په هره سلیزه کي بلکي په هر وخت کي علماء حق تېر سوی دي او د دین دفاع یې کړې ده، امت ته یې سمه رهنمائی ورکړې ده او هغه یې پر خپل اصلي لاره سمه کړی دی. هندوستان هم د عظیم الشانه علماؤ درلودونکي دي او د دې خاوري څخه داسي خلګ راپورته سوی دي چي هر یو یې پر خپل ځای خاص مقام لري او تل یې د امت رهنمائی کړې ده. د دغه هندوستاني علماء کرامو څخه یو هم ابوالمآثر محدث الهند حبیب الرحمن الاعظمي رحمه الله دي، چي د خپلي زمانې یو عظیم الشانه محدث ؤ. او اسلام ته یې نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي په خاصه بیا حدیثو ته یې خاص الخاص خدمت کړي دي او د قدر وړ دي. نو د دغه عظیم الشانه عالم محدث ژوند ته به لنډه کتنه وکړو. راځي

 

نسب: 
حبیب الرحمن بن محمد صابر بن عنایت الله بن خوشحال. دغه مختصره نسب نامه محدث رحمه الله خپل په یاداشت کي لیکلې ده، د خوشحال ولدیت یې په یوه ځای کی سلطان او په بل ځای کي یې فخرالدین لیکلي دي، خو په دې کي خاص تعارض ځکه نسته چي دا امکان لري چي دا دواړه دي د یوه شخص نوم وي. د خوشحال وفات په ۱۲۹۲ھ په شاوخوا کي سوی دی.

 

وطن اصلی:
مئوناته د بهنجن څخه اوه کلیومیتره لیره په شمال مشرق باندي یو کلي د «ادری» په نامه دی محدث رحمه الله کورنۍ دلته اباده وه، د محدث رحمه الله ور (غور) نیکه خوشحال مئو ته د ټونس دریاب پر غاړه پټهان ټولې سیمه ته راغلي ؤ او دلته اوسېدی.
 


پیدائښت او نشونما:
په ۱۹۰۱م کي چي د ۱۳۱۹ ھ ق سره سمون خوري غالبا جمادي الاخر ؤ، د لمر د را ختلو په وخت کي ضلعه اعظم ګړه په مشوره کلي مئو کي د وخت محدث ابوالمآثر حبیب الرحمن اعظمي رحمه الله دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړې. د مولانا عبدالغفار صاحب پلار شیخ عبدالله عراقی رحمه الله تاریخی نوم اختر حسین پر کښېښودی، دوهم نوم یا شاید لقب یې حبیب الرحمن پر کښېښودي. خپل پر ځان یې د ابوالمآثر کنیت کښېښودي خو د طالب علمي په وخت کي یې د نامه سره کله ابوالفیض هم کاږي. عوامو په (بڑے حضرت) نوم یادوي. امام اعظم رحمه الله ته یې ځان منسوبه کړي او اعظمي یې لقب وګرځوي، دوهم سبب یې دا سو چي د اعظم ګړه ؤ نو د هغه ځای ته یې هم نسبت کوي.


محدث رحمه الله چي په کمه کورنۍ کي سترګي وغوړولې هغه کورنۍ د دنیاوي متاع او ماله څخه بې برخی وه، یو کوچنی کور یې ؤ او په خواري سره د شپې خواړه پیدا کول. خو الله عزوجل د یو داسي نعمت څخه برخمن کړي وه چي څاری نه لري هغه دا چي د کورنۍ په افرادو کي خشیت الهی، زهد، ورع، طهارت، د کور ټوله فضا دینداره وه، او دې فضا د محدث رحمه الله په ژوند باندي خاص اثر مرتب کړي. کله چي د وخت مشائخو محدث رحمه الله ولیدي (د کوچني والي په وخت کي) نو هغه وخت یې د ده رحمه الله په اړه پیش ګوئیاني وکړې چي خپل محدث رحمه الله د هغو ذکر داسي کوي:


وقد شهد عظماء العلماء بجودة قریحتي والبراعة علی أقرنی فی صغری، منهم الشیخ ابوالبرکات بن عبدالله العراقي شیخ أبی، فانه کان اذا رآنی یتمثل بقول الشاعر: اګر پدر نتواند پسر تمام کند.... ومنهم الشیخ عبدالحق البیلی بهیتی، فانه لما رأی خزانة کتب والدی سمله الله قال: هذا الصبی سیقدر هذه الکتب حق قدرها، ودعا لی الشیخ مولانا أشرف علی (تهانوی) بالبرکة ومسح یده علی راسی وکنت اذ ذاک ابن خمس او ست.

 

زده کړي:
په ۱۳۲۸ھ یا ۱۳۲۹ھ کي یې په مولانا ابوالحسن صاحب عراقی رحمه الله باندی قرآن کریم شروع کړي، په حافظ عبدالله باندي یې په ۱۳۲۹ کي قران کریم ختم کړي. د تجوید یوه منظومه رساله یې په مولانا عبدالحق پیلی بهیتی رحمه الله باندي وویل او حفظ یې کړه. د اردو او فارسي ابتدائی کتب یې په ۱۳۳۱ھ کي په مولانا عبدالرحمن اورنګ آبادي رحمه الله باندي وویل. د هغه څخه وروسته په دارالعلوم مئو کي په مولانا عبدالعزیز مئوی او مولانا محمد صابر مئوی رحمهما الله باندي د فارسي او د عربي بعضي ابتدائی کتب وویل. د هغه څخه وروسته یې مولانا ابوالحسن مئوی عراقي رحمه الله باندي یې تر فصول اکبري پوري کتب وویل.


یو کال یې د مولانا عبدالغفار مئوی عراقي رحمه الله د شاګردي د پاره په مدرسه ګورکهپور کي تېر کړي، کله چي مولانا عراقي رحمه الله د ګورکهپور مدرسه پرېښودل او د بنارس مدرسه مظهرالعلوم ته ولاړي، نو محدث رحمه الله هم خپل استاذ ته بنارس ته د نور علم ترلاسه کولو لپاره ولاړي دا تقریبا په ۱۹۱۷م کي ؤ. په مدرسه مظهر العلوم کي ؤ چي د ملا۱۹۱۸م ملافاضل۱۹۱۹م کي یې امتحانونه ورکړه او په سیکینډ ډویژن سره کامیاب سو. په مظهر العلوم کي یې دوه کاله درس ووایه. د دې څخه وروسته په محدث رحمه الله باندي هغه وخت راغلي چي د هندوستان په هر طالب العلم راځي هغه دا چي د ام المدارس دارالعلوم دیوبند شوق طاری سي او دا خواهش یې سي چي په دارالعلوم کي درس ووایي. په ۱۹۱۹م کي دارالعلوم ته د داخلې لپاره ورغي. هلته مولانا رسول خان صاحب رحمه الله امتحان د محدث رحمه الله څخه واخیستي. حضرت محدث رحمه الله په دغه کال لاندي کتابونه شروع کړه: 
هدایه، ملاحسن، میبذی، مقامات حریری، او جلالین. 


خو په دیوبند کي په فصلي ناروغي اخته سو، مجبوره سو چي بېرته کور ته راغلي. کله چي کور ته راغلي نو د جوړېدو وروسته په مظهر العلوم کي د استاذ په حیث وګمارل سو چي تقریبا یو نیم کال هلته استاذ پاته سو، په داغه وخت کي یې د فاضل ادب پنجاب پوهنتون امتحان ورکړي چي پکښي کامیابه سو، په ۱۳۳۹ھ کي بیا دارالعلوم دیوبند ته د داخلې په نیت ولاړي، مفتي شفیع عثماني رحمه الله امتحان ځیني واخیستي، محدث رحمه الله په امتحان کي کامیابه سو، دا کال یې لاندي کتابونه شروع کړه:
جامع ترمذی (په محدث اعظم علامه محمد انورشاه کشمیري رحمه الله) صحیح مسلم (په مفسر محدث علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله) سنن ابی داؤد (په استاذحدیث مولانا سید اصغر حسین رحمه الله ) باندي شروع کړه. 


خو دا کال بیا د ناروغي او همدارنګه د دیوبند د حالت (سیاسي) د خراپېدو په وجه دارالعلوم پرېښودی. کله چي د دیوبند څخه راغلي کورته او صحت یې ښه سو نو په دارالعلوم مئو کي په ۱۳۴۰ھ کي یې په مولانا کریم بخش سنبهلی رحمه الله باندي چي د شیخ الهند رحمه الله شاګرد ؤ صحاح سته ولوستل، او دوره یې پای ته ورسول.

 

د محدث رحمه الله استاذه:
۱) مولانا عبدالغفار عراقی مئوی رحمه الله
۲) مولانا کریم بخش سنبهلي رحمه الله 
۳) عظیم محدث امام العصر علامه محمد انورشاه کشمیري رحمه الله 
۴) مفسر علامه شبیر احمد عثمانی رحمه الله 
۵) مولانا اصغر حسین دیوبندی رحمه الله 
۶) مفتي اعظم عزیزالرحمن عثماني رحمه الله 
۷) مولانا رسول خان هزاروی رحمه الله 
۸) مولانا حکیم محمد حسن دیوبندي رحمه الله 
۹) مولانا ابوالحسن مئوی رحمه الله 
۱۰) مولانا محمد صابر مئوی رحمه الله 

 

بیعت:
حضرت محدث رحمه الله د دارالعلوم دیوبند د طالب علمی په زمانه کي د حضرت حکیم الامت رحمه الله سره بیعت وکړي او هلته یې خاص مقام درلودی، کله چي حضرت تهانوی رحمه الله وفات سو نو دهغه د خلیفه حضرت شاه وصی الله رحمه الله سره یې خپل د بیعت تعلق ټینګ کړي، هغه محدث رحمه الله ته خلافت او اجازت ورکړي همدارنه د سیدالطائفه حضرت حاجي امداد الله مهاجر مکي رحمه الله خلیفه مولانا منیر الدین مهاجر مکي رحمه الله هم خلافت ورکړي دي.

 

تدریس:
کله چي د دارالعلوم مئو څخه فارغه سو نو هلته یې مدرسي شروع کړه او په دې دوران کي یې د صحاح سته ؤ څخه خامخا یو کتاب تدریس کاوه تقریبا درې کاله یې هلته استاذی وکړه بیا یې اسعتفی ورکړه. د دې څخه وروسته بېرته مظهرالعلوم ته ولاړي هلته د ۱۳۴۴ھ څخه بیا تر ۱۳۴۷ھ پوري صدارت او مدرسي وظیفه یې کول، چي د ځینو وجهو څخه یې هغه مدرسه هم پرېښودل. د دې څخه ورسته یې په مفتاح العلوم کي درس شروع کړي چي خاص پرمختګ یې مفتاح العلوم ته ورکړي، تقریبا ۲۳ کاله صدر مدرس ؤ او ۶ کاله صدرمدرس او ناظم ؤ چي ټوله ۲۹ کاله کیږي، په دې زمانه کي یې چي کم علمي خدمت نړۍ ته وړاندي کړي نو ټوله اهل علم ورته حیرانه سول. خپل هغه وخت چي د انسان په ژوند کي یو خاص وخت او د جذبې وخت وي یعني ځواني، د هغې ټوله زور یې په دې مدرسه کي په علمي کار صرف کړ. همدارنګه تقریبا یونیم کال په ندوة العلماء یې بخاري شریف تدریس کړي.


ټول عمريې په تدریس کي تېر کړي، دا ته یې نه کتل چي کم کتاب تدریسوم، زما د شان سره لائق دی که نه، یو وخت یې هم نورالایضاح او هم بخاري تدریس کول، ګویا  د تدریس سره عشق ؤ.

 

مشهور تلامذه:
۱)مولانا عبدالجبار مئوی رحمه الله 
۲) مولانا منظور نعماني رحمه الله 
۳) مولانا محمد حسین بهاري رحمه الله 
۴) مولانا عبدالرشید حسیني مئوی رحمه الله 
۵) مولانا محمد یحیی اعظمی رحمه الله 
۶) مولانا عبدالستار معروفی رحمه الله 
۷) مولانا محفوظ الرحمن نامی رحمه الله 
۸) مولانا قاری ریاست علی بحری آبادی مئوی رحمه الله 
۹) مولانا مفتی محمد ظفرالدین مفتاحی رحمه الله 
۱۰) مولانا ضیاء الحسن اعظمی رحمه الله 
۱۱) مولانا ‌ډ‌اکټر سعیدالرحمن الاعظمی رحمه الله 

 

شعرګوئی:
حضرت محدث رحمه الله عربي، اردو او په فارسي کي شعرونه ویلي دي یو نعت(لږ برخه یې) یې په لاندي ډول دي:
مرے ماں باپ مرے جان رسول عربی ﷺ     
 ترے ‍صدقہ  ترے قربان  رسول  عربیﷺ
 ھر ادا پر تری اور  سنـت   بیـضا  پہ تری        
میں ہوں جان سے قربان رسول عربیﷺ

  چي د هغو څخه یې یو اردو شعر (مرثیه) لاندي ده  (لږ برخه یې)  چي د خپل عظیم استاذ محدث کشمیري رحمه الله په اړه یې ویلې ده:
وارث   علم نبی   حضـرت   استاذ جلیـــل      
واۓ بر ما کہ ہوا آج جــہاں ســے رخصــت 
وہ کہ تہا اپنے زمانہ میں بخـــاری کا مثیل      
وہ کہ تھا ابن معیں پایہ و سفیاں شوکــت

 

مناظرې:
علامه محدث رحمه الله هم خپل په ژوند کي د مختلیفو ډلو سره مناظرې کړي دي، د هغو څخه یوه هم د بړهني مناظره ده چي د غیرمقلیدینو سره وه، خو غیرمقلیدینو د شرائطو په ټاکلو کي راه فرار اختیاره کړه او مناظره ونه سول. بله د ادری مناظره ده چي د بریلویانو سره وه په دې مناظره کي محدث رحمه الله د سرپرست په توګه وه او مولانا عبدالطیف نعمانی دا مناظره شروع او مولانا منظور نعماني رحمه الله پای ته ورسول، د ضرورت په وخت کي به حضرت محدث رحمه الله خپل هدایات ورته کول. همدارنګه یې په مهوابسم الله کي یې مناظره د غیرمقلیدینو سره وکړه چي د هغو د خوا څخه مشر مولانا ثناءالله امرتسری ؤ او د احنافو د خوا مشر مولانا عبدالشکور فاروقي رحمه الله ؤ، مناظر علامه محدث رحمه الله ؤ.

 

سیاست:
علامه محدث رحمه الله یو داسي شخصیت ؤ چي ارام او داسي ځای یې خوښه وي چيري چي خپل علمي کار پر مخ بوځي، او د سیاست سره یې هیڅ جوړه نه وه، خو جمعیة علماء هند د خوا څخه وټاکل سو چي د شوری غړي کیږي به نو په ۱۹۵۲م کي شوری ته کامیابه سو. 

 

اسفار:
علامه محدث رحمه الله د خپل علمي خدمت په وجه په نړۍ کي ډېر ژر شهرت ترلاسه کړي او د عالم اسلام هر اهل علم په زړه کي یې یو خاص مقام پیدا کړي، نو د مختلفو ځای څخه دعوت نامې ورته راتلې. خو کله د یو ضرورت اوکله هم د ناخوښي په سبب د اکثروځایو څخه پاته کېدي. حضرت محدث رحمه الله بیروت، مصر، سعودی عرب، شام ته یې سفرونه کړي دي.
 


حج:
لکه څنګه چي د هر مسلمان زړه غواړي چي د الله عزوجل کور او د خپل پاک نبي ﷺ روضې ته حاضر سي او د هغه ځای په مقدسو ځایو باندي ځان مشرفه کړي، نو علامه محدث رحمه الله هم د دې غوښتني په اساس اته واري حج کړي دي چي لومړی حج یې په ۱۹۵۰م چي د ۱۳۶۹ھ سره سمون خوري ادا کړ اخري حج یې په ۱۹۷۹م کي چي ۱۳۹۹ھ کیږي ادا کړي.

 

د المعهد العالی ومرقاة العلوم تاسیس:
علامه محدث رحمه الله چي کله د مفتاح العلوم څخه علیحده سو، نو تل به یې فکر کوي چي یو داسي اداره جوړه کړي چي هلته د مدارس دینیه فارغ علماء د اعلی تربیت، درس او تدریس، بحث و تحقیق، تالیف او د دعوت تبلیغ لپاره اماده کړي، ترڅو د علم دین خاص خدمت ترسره کړي. د دې ادارې لپاره یې خپل نصاب تیار کړ او ځیني کتب یې د عربي نړۍ څخه راوغوښته. د دې ادارې څخه په ۱۴۰۷ھ کي لومړی ډله علماء فارغه سوه.

 

صدرجمهوریه جائزه:
په ۱۹۸۴م کي علامه محدث رحمه الله ته د صدر جمهوریه جائزه د ده رحمه الله د علمي کاوش په خاطر ورکول سوه.

 

انتخاب امیر الهند:
په ۱۹۸۶ کي د جمیعة علماء هند د ادارې د خوا څخه د اهل علم په موجودي علامه محدث رحمه الله امیر الهند منتخب سو.

 

علامه محدث رحمه الله ته د مختلیفو نړیوالو ادارو څخه لکه، جامعه ازهر، ام المدارس دارالعلوم دیوبند، جامعه اسلامیه مدینه منوره، ندوة العلماء، دارالمبلیغین، دارالمصنیفین...... څخه د مختلیفو عهدو لپاره وړاندیزونه وسول خو علامه محدث رحمه الله هغه ټوله په دې خاطر رد کړه چي خپل هغه علمي کار یې نه سوای ترسره کولای چي ده غوښتل.

 

وفات:
 په ۱۹۹۲م د مارچ په ۱۴ چي د ۱۴۱۲ھ د رمضان المبارک د ۱۰نېټې سره سمون خوري د عالم اسلام دغه عظیم محدث، محدث الهند، مدرس.... د دې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې. ډېر ژر په عالم اسلام کي د دې عظیم محدث د وفات خبر خپور سو او په قرب اوجوار کي چي د چا هم په وسه رسېده جنازې ته یې ځان را ورسوی، په ۱۱ نېټه یې دا عظیم محدث قبر ته وسپاری. 
            اک جنازہ جارہا ہے دوش عظمت پر سوار     
           پھول برساتی ہے اس پر رحمت پروردگار  

 

کورنی ژوند:
حضرت محدث رحمه الله د طالب علمی په زمانه کي خپل استاذ مولوی عبدالرحمن اورنګ ابادي خپل لور په نکاح ورکړل خو هغه د رخصتی څخه تر مخه وفات سول. بیا مولوی عبدالعزیز خپله لور په نکاح ورکړل چي د هغې څخه د علامه محدث رحمه الله لس اولاده پیدا سوه چي درې نارینه او اوه ښځینه دی.

 

اوصاف :
حضرت محدث رحمه الله ارام چپ او مدبر شخص ؤ، میانه قد یې ؤ، ساده لباس، ساده خوراک یې خاصه وه، طبعي ذهانت او فطانت یې درلودي، د کتابو سره یې خاص شوق وو خاص یې بیا د مخطوطاطو سره، قوی حافظه یې وه، په درس کي یې عبارت خوانی ته خاص توجه کول، او استغنا یې یو خاص وصف ؤ.

 

حضرت محدث رحمه الله د علماء کرامو په نظر:
حضرت محدث رحمه الله ته چي الله عزوجل کم علمي مقام ورکړي ؤ د هغه څخه ټول اهل اسلام خبر دي
دشت عجم سے تا بہ عرب جس کی دھوم تھی 
نو د اهل علم په وړاندي یې خاص مقام درلودي، د هغو څخه به زه ځیني هغه خبري چي د حضرت محدث رحمه الله په اړه د وخت مشائخو کړي دي بیان ولیکم.


حکیم الامت رحمه الله د حضرت محدث رحمه الله د ځینو تصانیفو صفت کړي دي، او کله کله چي به د حضرت حکیم الامت رحمه الله څخه یو چا پوښتنه وکړه نو حضرت محدث رحمه الله ته به یې را استول.


عظیم محدث، امام علامه العصر محمد انورشاه کشمیري رحمه الله د حضرت محدث رحمه الله خاص استاذ ؤ او حضرت محدث رحمه الله په ځای ځای کي به فخر ویل چي زما استاذ محدث کشمیري رحمه الله داسي ویلي دی..... هغه رحمه الله چي کله د حضرت محدث رحمه الله کتاب ولیدي چي په د طحاوی په رجالو باندي یې لیکلي ؤ نو ډېر یې خوښ سو او ورته وې ویل چي کله زه ډابهیل ته ولاړ سم هلته یې را واسته وه چي زه یې تر نظر تېر کم.


علامه، مفسر شبیراحمد عثماني رحمه الله خپل شاګردانو ته د حضرت محدث رحمه الله د کتاب مطالعه کولو حکم کوي.
شیخ الاسلام حضرت حسین احمد مدني رحمه الله هم د علامه محدث رحمه الله خاص عزت کوي او د هغه په اړه یې ویلي وه چي د هغه څخه په فقهي موضوعاتو کي مراجعت کوي.


همدارنګه سید سلیمان ندوی، مفکر ابوالحسن علی ندوی، ابوفتاح ابوغده، علامه زاهد الکوثري رحمهم الله  اوعلامه محدث الهند فقید المثال شیخ الحدیث محمد زکریا کاندهلوی رحمه الله هم د حضرت محدث رحمه الله صفت کړي دي. 


 

د محدث رحمه الله تصانیف:
۱)الحاوی لرجال الطحاوی: حضرت محدث رحمه الله د شرح معانی الاثار او شرح مشکل الاثار د رجالو او رواة حالات قلمبنده کړه، د دې جمع او ترتیب په ۱۳۴۸ھ کي وسو. د دې کتاب تحسین عظیم محدث علامه محمد انور شاه کشمیری رحمه الله او علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله  کړي دی. د دې کتاب د لیکلو په وخت کي د حضرت محدث رحمه الله عمر (۲۹) کاله ؤ.


۲) التنقید السدید علی التفسیر الجدید: دا رساله یې د مولوی عبدالحی پروفیسر جامعه ملیې د کتاب «التفسیرالجدید» په رد کي تصنیف کړه او د هغه پر تفسیری تحریفات یې ټینګ ګرفت کړی دی. د حضرت محدث رحمه الله دغه رساله په ۱۳۴۹ه کي د لکنهؤ مجلې النجم کي په ۴۸ مخونو کي شائع سوه، د دې تحسین حکیم الامت مولانا اشرف علی التهانوی رحمه الله کړي دي.


۳) الاعلام المرفوعة فی حکم الطلقات المجموعة: دا کتاب یې په یوه مجلس کي درې طلاقه چي یوه معرکة الارا موضوع ده په اړه تصنیف کړي، او ډېر په صحیح انداز کي یې دا موضوع حل کړې ده، د دې کتاب تحسین علامه شبیر احمد عثمانی رحمه الله کړي دي.


۴) تنبیة الکاذبین: دا کتاب یې د هغه شیعه د کتاب په رد کي تصنیف کړي چي هغه د امام اهل سنت عبدالشکور لکهنؤی رحمه الله د کتاب «تنبیة الحائرین» په رد کي لیکلي ؤ چي «تنبیة الناصبین» په نامه ؤ د دغه شیعه نوم مولوی اعجاز حسن بدایونی دی. د حضرت محدث رحمه الله دغه جوابی کتاب په ۱۳۵۲ه کي په النجم کي خپور سو. په دې کي یې د شیعه ګانو د تحریف قران د عقیدې مسکت جواب ورکړل سوی دی.


۵) الازهار المربوعه: د حضرت محدث رحمه الله د کتاب «الاعلام المرفوعة» رد یوه غیر مقلد عالم مولانا عبدالله شائق د الاثار المتبوعة په نامه کړي ؤ نو حضرت محدث رحمه الله د هغه رد په الازهار المربوعه په نامه وکړي، دا کتاب دوه ټوکه دی یو ټوک یې په هغه وخت کي چاپ سو هغه بل یې نه سو چاپ. 


۶) نصرة الحدیث: د حق ګو په نامه یوه منکر حدیث د « مین منکر حدیث کیون هوا» په نامه یو کتاب ولیکي، په دې کتاب کي یې ډېره بې ادبه ژبه استعمال کړې وه او په سلفو یې افتراګاني کړي وې، مولانا عبدالحق قاسمی امرتسری د حضرت محدث رحمه الله څخه غوښتنه وکړه چي د دې کتاب رد ولیکي. حضرت محدث رحمه الله د دې کتاب رد په ۱۳۵۳ه کي د نصرة الحدیث په نامه وکاږي. 


۷) شارع حقیقی: د مولوی سید محمد کچهوچهوی په نامه یوه بریلوی عالم د «التحقیق البارع فی حقوق الشارع» په نامه یوه کتاب ولیکي چي په هغه کي رسول الله ﷺ مختار الکل ثابت کړي ؤ، حضرت محدث رحمه الله د دې کتاب رد په شارع حقیقی سره وکړي، دا الفرقان مجلې څخه قسط واره نشر سو.


۸) احکام النذر لاولیاءالله: د اولیاء الله چي کوم نذرونه منل کيږي او په دې اړه چي کوم بدعات، خرافات او مشرکانه رسوم کیږي د هغه حقیقي حرمت په دې رساله کي تحریر سوی دی، دا رساله په الفرقان مجله کي په ۱۳۵۸ه کي نشر سوه.


۹) ارشاد الثقلین: دا رساله د شیعت په رد کي یې تصنیف کړه، او د هغو د یوې رسالې اتحادالفرقین مسکت جواب یې ورکړی دی، د حضرت علی کرم الله وجهه او خلفاؤ ثلاثه ؤ باهمی اتحاد او د حضرت علی کرم الله وجهه په نګاه کي د پیش رو خلفاؤ عظمت په کښي بیان سوي دي، دا رساله په الداعی مجله په ۱۳۵۹ه کي نشر سوې ده.


۱۰) اهل دل کی دلاویز بایتن: د صوفیائ کرامو رحمهم الله واقعات په دې رساله کي تحریر کړي دي، دا رساله په ۱۳۶۰ه کي نشر سوه، د دې رسالې تحسین حکیم الامت مولانا اشرف علی تهانوی رحمه الله کړی دی.


۱۱) تعزیه داری اور دیګر مراسم عزاداری سنی نقطه نظر سې: په دې رساله کي یې د تعزیت داری او عزاداری او د داسي نورو مراسمو څخه بحث کړی دی او په هغه کي یې د سنی منهج څخه بحث پر کړي دي. دا رساله په ۱۳۶۱ کي د الفرقان څخه قسط واره خپره سوه.


۱۲) ابطال عزاداری: د شیعیت په رد کي یې په همدغه کال د ابطال عزاداری په نامه رساله تصنیف کړه چي په ۱۳۶۱ کي د الداعی مجلې څخه خپره سوه.


۱۳) تحقیق اهل حدیث: په ۱۹۴۳م کي په مئو کي د اهل حدیثو حضراتو یو کانفرنس وسو چي په هغه کي مولانا ابوالقاسم سیف بنارسی خپل بیان وکړي او د دې کانفرنس صدر هم ؤ، په همدغه کال په مئو کي د احنافو کانفرنس د حضرت قاری محمد طیب رحمه الله ترصدارت لاندي  وسو چي په هغه کي حضرت محدث رحمه الله د ابوالقاسم بنارسي صاحب د بیان جواب یې وکړي، د خلګو دغه رد ډېر خوښ سو د حضرت محدث رحمه الله څخه یې وغوښتل چي دا بیان قلمبند کړي ، حضرت محدث رحمه الله دا موضوع نوره هم اوږده کړه او د تحقیق اهل حدیث په نامه یې  په ۱۹۴۳م کي خپره کړه.


۱۴) علامه قاسم بن قطلوبغا کې استدراک کی تحقیق و اشاعت: حافظ ابن حجر رحمه الله د هدایه د احادیثو تخریج د الدرایة په نوم وکړي، خو د هغه څخه د ډېرو احادیثو تخریج پاته سوی ؤ، کم چي هغه نه وه ترلاسه کړی، علامه حافظ قاسم ابن قطلوبغا د دغه احادیثو تخریج وکړي او الدرایة په حاشیه کي یې تحریر کړي، حضرت محدث رحمه الله ته دغه نسخه په لاس ورغله، حضرت محدث رحمه الله د علامه قاسم بن قطلوبغا استدراکات او خپل تعلیقات ورسره نقل کړه او مصر ته یې علامه زاهد الکوثری رحمه الله ته ور واستول، علامه رحمه الله د منیة الالمعی فیما فات الزیلعی سره په ۱۳۶۰ ھ کي شائع کړه.


 ۱۵) استدراک برشرح مسند احمد:  مصری عالم محدث شیخ احمد محمد شاکر رحمه الله مسند امام احمد بن حنبل د تحقیق سره نشر کړي، په دریم جلد کي یې دا اعلان وکړي چي زه د نړۍ په محدیثینو باندي ژغ کوم چي په دې کتاب باندي خپل استدراکات، یا ملاحاظات، یا خپل تعقب ولیکي او ما ته دي یې را واستوی.........، د دغه اعلان څخه تر اتو کلو پوري هیچا هم کوم شی ور وانه ستوی، اته کاله وروسته په ۱۳۷۵ه د مصر څخه په زرهاو میله لیري یوه ډېر اوږد استدراک مصر ته د شیخ احمد لوري ته ورسېدی شیخ احمد پر دې استدراک خورا خوشحاله سوه، هغه استدراک د حضرت محدث رحمه الله ؤ. شیخ احمد دغه استدراک په پنځلسم (۱۵) ټوک کي شائع کړي او د حضرت محدث رحمه الله صفت یې هم په ډېر لوړو الفاظو سره کړی دی. دغه استدراک یواځی پر اتو جلدو باندي ؤ، په پنځلسم جلد کي په پنځوسو (۵۰) مخونو کي دی.


۱۶) رکعات تراویح: شل رکعات تراویح سنت دی که اته رکعات، دا مسئله هم په وس وخت کي یوه معرکة الارا مسئله سوې ده. حضرت محدث رحمه الله په دې موضوع باندي دغه مذکوره رساله تصنیف کړې ده چي په ۱۹۵۷م کي نشر سوه، دې رسالې ډېر مقبولیت ترلاسه کړي.


۱۷) اعیان الحجاج: دغه کتاب په ۱۹۵۸م کی نشر سو، په دې کتاب کي د انبیاء کرام علیهم السلام، صحابه کرامو رضی الله عنهم او حضراتو سلفو رحمهم الله د حج واقعات ذکر کړي دی. 


۱۸) رکعات تراویح مذیل: رکعات تراویح کتاب چي کله چاپ سو نو یوه غیر مقلد عالم د دې کتاب رد په انوار مصابیح په نامه ولیکي، د دغه کتاب رد حضرت محدث رحمه الله په ۱۳۷۹ھ کي د رکعات تراویح مذیل په نامه تصنیف کړي. 


۱۹) انتقاء الترغیب والترهیب: د مالیګاؤ د مجلس احیاء المعارف سره حضرت محدث رحمه الله دا مرسته وکړه چي په ۱۹۶۰م کي یې د امام ابو محمد عبدالعظیم بن عبدالقوی منذری رحمه الله مشهوره کتاب الترغیب والترهیب چي حافظ ابن حجر رحمه الله یې اختصار کښلي دی، د هغه تصحیح او تعلیق وروسته د دغه ادارې څخه نشر کړي. 


۲۰) رسالة الاوائل طباعت او اشاعت: په ۱۳۸۲ه کي حضرت محدث رحمھ الله د شیخ محمد سعید سنبل رحمه الله رسالة الاوائل چاپ کړه. په دې کتاب کي شیخ سعید د ۴۳ د کتابو یو یو حدیث ( لومړی او اخرنی) د خپل سند د لوری نقل کړي دي. 


۲۱) رهبر حجاج: د حج مسایل یې مختصر خو جامع په دغه رساله کي تحریر کړي دي په ۱۳۸۲ھ کي نشر سوه.


۲۲) مسند حمیدی: دغه کتاب د ابوبکر عبدالله بن الزبیر الحمیدی محدث رحمه الله چي د امام بخاری رحمه الله استاد دی، حضرت محدث رحمه الله د  شام، هندوستان د دېرو کتابخانو څخه د دې کتاب د مخطوطو عکسونه تر لاسه کړه او په دېر اهتمام سره یې د هغه تصحیح، او ایډیټ وکړي. په ۱۳۸۲ھ کي یي په دوجلدو کي نشر کړه، دغه کتاب په عالم اسلام کي ډېر شهرت ترلاسه کړي او ډېر خوښ کړل سو. 


۲۳) کتاب الزهد والرقائق: د حضرت عبدالله بن مبارک رحمه الله کتاب مخطوطات یې د ترکیې، شام، او اسکندریې څخه ترلاسه کړه او د دغو مخطوطاتو په واسطه یې د کتاب تصحیح او یډیټ وکړي، چي په ۱۳۸۵ھ کي نشر سو، دې کتاب هم په عالم اسلام کي خاص شهرت تر لاسه کړي او ډېرو غټو علماؤ د دې تحسین وکړي.


۲۴) سنن سعید بن منصور: دا کتاب د محدث امام سعید بن منصور رحمه الله دی چي د امام مسلم رحمه الله استاذ ؤ، دا کتاب د علم حدیث یو نادر کتاب دي، د پېړیو پېړیو څخه نایابه ؤ، ډاکټر حمیدالله حیدر ابادی فرنساوی د ترکیې په یوه کتب خانه کي پیدا کړی ؤ، هغه په دې اړه مجلس علمی باني مولانا محمد موسی رحمه الله ته خبر ورکړي، هغه ورته وویل چي ته یې حضرت محدث رحمه الله ته ور واستوه زه هم ورته وایم، حضرت محدث رحمه الله د دې کتاب د احادیثو تخریج وکړي د دې کتاب یواځي دوه جلده پیدا سوی وه، نو د تحقیق څخه وروسته په ۱۳۸۷ھ کي د مجلسی علمی ډابهیل څخه خپور سو.


۲۵) مجمع بحار الانوار: دا کتاب د مشهور محدث مولانا محمد طاهر پټنی رحمه الله جامع او غوره کتاب دی چي د حدیثو پر لغتو باندي دی، دا کتاب څو واره چاپ سوی ؤ خو دېري غلطیاني پکښي وې، حضرت محدث رحمه الله د مختلیفو نسخو په واسطه د دې تصحیح وکړي او په پنځه ټوکه کي د ۱۳۸۷ھ څخه بیا تر ۱۳۹۵ه پوري نوی چاپ کړي. 


۲۶) مصنف عبدالرزاق: امام عبدالرزاق صنعانی رحمه الله چي ډېر غټ محدث ؤ، د هغه کتاب المصنف چي د علم حدیثوجامع او بیش قیمته دیوان ؤ، د ډېر وخته څخه نایابه ؤ د هغه مخطوطې حضرت محدث رحمه الله ترلاسه کړې، او په ډېر عرق ریزی سره یې  د هغه تصحیح وکړي، د دې کتاب د چاپ لپاره یې خپله دوه واري بیروت ته سفر وکړي، د ۱۳۹۰ه څخه بیا تر ۱۳۹۲ه پوري د په (۱۱) جلدو کي ډېر ښائسته چاپ کړه. 


۲۷) المطالب العالیه: المطالب العالیه بزوائد المسانید الثمانیه چي د اتو غټو کتاب څخه یو انتخاب دي او د علامه ابن حجر عسقلانی رحمه الله د زیار نتیجه ده، د دې مخطوطه یې د ترکیې څخه ترلاسه کړه او په ډېر زیار او محققانه او عالمانه انداز سره یې ایډیټ او د ۱۳۹۰ه څخه بیا تر ۱۳۹۳ه پوري یې چاپ کړه. دې کتاب په عربی نړۍ کي نادره شهرت تر لاسه کړي.


۲۸) الالبانی شذوذه وأخطاؤه: د بیروت په سفر کي علامه الباني رحمه الله  د حضرت محدث رحمه الله  سره لیدنه وسوه، علامه البانی حضرت محدث رحمه الله ته وویل چي تاسو زما کتابونه وګورئ او خپله رایه راته ولیکئ، هغه خپل ټول کتابونه حضرت محدث رحمه الله ته را واستول. علامه البانی په عربي نړۍ کي یو خاص اثر اچولی و، حضرت محدث رحمه الله د هغه ډېر ټینګ ګرفت کړي دی، دغه کتاب په څلورو کوچنی کوچنی برخو کي نشرسو، د دې کتاب په واسطه سره د علامه البانی اثر د عربی نړۍ څخه لږ پورته سو، اهل حق علماؤ د عربو د دې کتاب ډېر تحسین وکړي. 


۲۹) فتح المغیث: دا کتاب د ابوالفضل زین الدین عبدالرحیم بن الحسین العراقی رحمه الله د الفیة الحدیث چي یوه منظومه رساله ده په اصول حدیث کي ده، د دې شرحه محدث شمس الدین محمد بن عبدالرحمن سخاوی رحمه الله په ۳ صخیمو جلدو کي په نثر کي کړې ده، دا کتاب د اصول حدیث یو جامع، وقیع او مهیم کتاب دی، عام پیدا کېدی خو دېری غلطیانی یې درلودې، حضرت محدث رحمه الله د دې کتاب تصحیح وکړه او نشر یې کړي.


۳۰) تلخیص خواتم جامع الاصول: دا کتاب هم د علامه محمد طاهر پټني رحمه الله د علمي کاوش نتیجه ده، جامع الاصول د حدیث مشهوره او مستند کتاب دی، د دې په پای کي د صحاح سته ؤ د راویانو مختصره پېژندګلوی ده چی علامه طاهر رحمه الله د دې خلاصه بیان کړې ده، حضرت محدث رحمه الله د دې کتاب قلمی نسخه د رام پور، ندوې او د بانکی پور څخه یې عکسي  نسخه تر لاسه کړه او د دې تصحیح یې وکړه چي په ۱۳۹۵ه کي چاپ سوه.


۳۱) اعیان الحجاج: د اعیان الحجاج دوهمه برخه په ۱۳۹۶ه کي چاپ سوه.


۳۲) دائمی تقویم: حضرت محدث رحمه الله د طلوع، غروب، روژه مات، پېشلمی، او د لمونځو اوقات یې مرتب کړی دی.


۳۳) کشف الاستار عن زوائد مسند البزار: د دریمي هجری پېړۍ تصنیف مسند بزار چي د نهمی هجری پېړۍ علامه نورالدین هیتمی رحمه الله لخوا انتخاب سوی ؤ، د هغه تحقیق حضرت محدث رحمه الله وکړي، دوه ټوکه یې په ۱۳۹۹ه، دریم یې په ۱۴۰۴ه، او څلورم یې په ۱۴۰۵ھ کي چاپ کړي.


۳۴) مصنف ابن ابی شیبه: محدث ابوبکر بن ابی شبیه رحمه الله د دریم پېړۍ عالم ؤ، د دغه کتاب هم د مصنف عبدالرزاق په رقم قدیم او صخیم دی، د نړۍ په مختلیفو کتبخانو کي پروت ؤ، د حیدراباد او ملتان څخه د دې ځیني برخي چاپ سوی هم وې، خو د دې تصحیح لا پاته وه، اهل علم د حضرت محدث رحمه الله څخه خواهش وکړي چی د دې تصحیح، تعلیق، تخریج او تحشیه وکړي، حضرت محدث رحمه الله هم دې کار ته اوږه ورکړه او تقریبا په ۱۵ جلدو کي یې پر دې کار وکړي


 د دې څخه پرته حضرت محدث رحمه الله مختلف مختلف وختو مقالې هم لیکلې چي په مختلفو جریدو کي نشر کېدلې.

 

 

سرته