تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تشریق د تکبیراتو مسائل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 3, 2019
  0

 لیکنه:مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-08-30

 

تکبیرات تشریق پر چا واجب، وخت، الفاظ او حکم يې څه دی؟

د لوی اختر په دې ورځو کي الله رب العزت داسي عبادات فرض کړي دي، چي له ورایه ددې عباداتو په ادا کولو کي د لوی څښتن لويي ښکاري، او د الله پر عظمت دلالت کوي، لکه کعبة الله ته تلل او هلته حج کول، د نړۍ د مسلمانانو په یو ځای او یو وخت کي یوه شانداره اجتماع، او هلته هر څه په یو وخت، یو اواز او اتفاق سره ادا کول، دا هر څه د الله پاک د لويي او جلالت مظهر دی، منی ته په اجتماعي ډول تلل، د عرفات غونډۍ ته ختل، مزدلفه کي شپه تیرول، په لوړ اواز سره تلبیه ویل، ذبح کول، صفا مروه کي تلل راتلل، د لکونو مسلمانانو د احرام په حالت کي کفن پوښه لیدل، مطلب دا چي د حج هر عمل د الله د مظهر نشاندهي کوي، او انسان ته دا ورښيي چي ستا رب د لوی عظمت، کبریا او تقدس خاوند دی، لکه څرنګه چي په مکه مکرمه کي د مسلمانانو د تلبيې، تهلیل، تحمید او تکبیر اوازونه فضا ته پورته کیږي، همدا شان د الله رب العزت د حکم سره سم د نړۍ په هر ځای کي باید مسلمانان د تشریق په ورځو کي د هر لمانځه نه وروسته په اوچت اواز سره په تکبیر، تهلیل او تحمید سره فضا معطره کړي.

 

ددغو تکبیراتو په اړه مختصر وضاحت په لاندي ډول لیکو.

د تکبیرات تشریق الفاظ:

د تكبيرات تشريق د الفاظو په اړه مختلف روایات منقول دي، خو د حضرت علي او ابن مسعود رضي الله عنهما څخه چي کوم روایت منقول دی هغه د احنافو د مذهب ماخذ دی، او د هغه الفاظ په دې ډول دي:


اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللهُ ، وَاللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ وَللهِ الْحَمْدُ.

 

د تكبيرات تشريق حكم:

تكبيرات تشریق د صحیح قول مطابق واجب دي، او ځيني علما يي بیا سنت بولي، د وجوب لپاره يي د قرآن کریم دا آیة دلیل دی: 

{وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ} [البقرة: ۲۰۳]،

 ددې آیة په تفسیر کي ابن عباس، عطا بن ابی رباح، مجاهد، إبراهيم، قتادة، سدي، ضحاك، او ابن زيد رضي الله عنهم وايي چي د ایام معدودات نه ایام تشریق مراد دي. حاصل دا چي د تشریق په ورځو کي د الله یاد او ذکر کول د الله رب العزت حکم دی.

 

د تکبیرات تشریق وخت:

د عرفي (یعني د ذو الحجي د نهم) د سهار د لمانځه نه وروسته پیل کیږي، بیا د دیارلسم (د اختر تر څلرمي) د مازدیګر د لمانځه پوري د هر لمانځه نه وروسته ویل کیږي، د مازدیګر د لمانځه نه وروسته به يې ختم کړي، چي دا ټول درویشت لمونځونه کیږي.

 

د تشریق د تکبیرات د ادا کولو ځای او محل:

د فرض لمانځه د ادا کولو نه وروسته فورا، بېله فاصلي نه به يې ادا کوي، په داسی حال کي چي د لمانځه حرمت به لا پاتي وي، یعني د قبلې نه به نه وي ګرزیدلی، د مسجد نه به نه وي وتلی، خبري به يې نه وي کړي، خوراک او څښاک به يې نه وي کړی، خندلي به يې نه وي، که په صحرا کي لمونځ کوي نو د صفونو نه به نه وي وتلی.


او که داسي نه و، نو په دې ټولو حالاتو کي د تکبیر وخت ختمیږي، ځکه تکبیرات تشریق د لمانځه له خصوصیاتو نه دي، نو ځکه د لمانځه وروسته متصل واجب دي، په کوم څه چي لمونځ باطلیږي، په هغه سره تکبیرات تشریق هم له لمنځه ځي، یعني بیا يې ويل واجب نه دي.

البته كه يې اودس مات سي نو بیا هم تکبیرات ویلای سي، ځکه د اودس په ماتېدا سره د لمانځه حرمت باقي پاته وي، مطلب دا چي اودس ماتېدل د لمانځه د بنا سره ضد نه دی، ځکه په لمانځه کي چي يې اودس مات سي نو بیا بل اودس کولای سي او پر هغه مخکني لمانځه نور لمونځ بنا کولای سوای.

خوښه يې خپله، که اودس کوي او بیرته د لمانځه ځای ته راځي تکبیرات وايي، او که بې د اودس نه په تکبیر سره شروع کوي، ځکه د تکبیرات تشریق لپاره اودس شرط نه دی.

خو بيا هم غوره دا ده چي په داسي حالت کي د مسجد نه ونه وځي، او په مسجد کي دننه د لمانځه پر ځای بې اوداسه تکبیرات ووايي.

 

مسئله:

که د امام څخه تکبیرات تشریق هیر سوه، نو د شا خلک دي په لوړ اواز سره تکبیر ووايي چي امام او نورو خلکو ته وریاد سي.

امام ابو یوسف رحمه الله یو ورځ لمونځ ورکاو، چي تکبیرات يې هیر سول، له شا يي امام ابو حنیفه رحمه الله هم ولاړ و، هغه ورته یاد کړل او تکبیرات يې وویل.

كه د چا نه لمونځ یو یا دوه رکعته تیر سوی وي، یعني مسبوق وي، نو کله چي د لمانځه نه فارغ سي هلته دي په لوړ اواز سره تکبیر ووايي.

 

تکبیرات تشریق پر چا واجب دي؟

تكبيرات  تشریق پر هر هغه چا واجب دي، پر چا چي لمونځ فرض وي، هغه که نر وي او که ښځه، که حر وي او که غلام، که مسافر وي او که مقیم، که په ښار کي وي او که په کلیو کي. حاصل دا چي پر چا چي لمونځ فرض وي پر هغه د لمانځه نه وروسته تکبیرات تشریق ویل هم واجب دي.

 

کله چي لمونځ ترینه قضا سي نو تکبیرات به کله وايي؟

که د چا نه په دغه ورځو (ایام تشریق) کي لمونځ قضا سي، او په دغه ورځو (ایام تشریق) کي يې قضاء را ګرځوي، نو به د هر قضاء لمانځه نه وروسته تکبیرات وايي.

یوازي له دې صورته ما سوا که د نورو ورځو د لمونځو قضاء په ایام تشریق کي را ګرځوي، او یا د ایام تشریق د لمونځو قضاء په نورو ورځو کي را ګرځوي، او یا د تیر کال د ایام تشریق د لمونځو قضاء د سږ کال په ایام تشریق کي راګرځوي، په دې ټولو صورتو کي به تکبیرات نه وايي.

 

د تکبیرات تشریق د ویلو کیفیت:

تكبيرات تشريق به په لوړ (اچت) اواز سره وايي، ځکه په لوړ اواز (رفع الصوت) سره د تکبیرات تشریق ویل د شرائع الله نه دی.

 

د تکبیرات تشریق به څو ځله وايي؟

په یو ځل ویلو سره يې واجب ادا کیږي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته