تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډوډی اړوند يو څو سنتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2021
  0

د ډوډی اړوند يو څو سنتونه


رالیږونکي : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 ۱:دسترخوان اوارول. (بخاری ص ۸۱۸ج۲).


۲: دواړه لاسونه تر بندو پوری پریولل.(بخاری ص ۸۰۹ج ۲، مسلم ص ۱۷۲ ج۲).


۳:بسم الله ويل په لوړ آواز سره. (بخاری ص ۸۱۰ج۲).


۴:په راسته لاس خوراک کول. (مسلم ص ۱۷۲ ج۲).


۵: د ډوډی په مجلس کی کوم سړی چی تر ټولو بزرګ او لوی وی په هغه ډوډی شروع کول. (مسلم عن حذيفه ص ۱۷۱ ج۲).


۶:  که خواړه يو رقم وی نو دخپل مخ څخه خوړل. (بخاری ص ۸۱۰ ج ۲).


۷: که چیری یوه ګوله ولویږی نو راپورته ئې که په پاکولو سره خوړل. (مسلم ص ۱۷۰ ج۲).


۸:په څنګ وهلو سره خوراك نه کول. (بخاری ص ۸۱۲ ج۲).

۹:په خوړو کی عیب نه را ایستل.(بخاری ص ۸۱۴ ج ۲، مسلم ص ۱۸۷ ج۲).


۱۰:څپلکی په کښلو سره ډوډی خوړل. (مشكوة ص۳۶۸ ج۲).


۱۱د خوراك په وخت کی پر دوو ګوتو کښينستل چي دواړه ځنګنونه ولاړ وی اوسړي پر مځکه ناست وی یا دی يوځنګون ولاړوی او بل ځنګون پر مځکه په ایښولو سره پر هغه دي کښیني یا دی دواړه ځنګنونه پر مځکه په ایښولو سره دقعدی (التحیات) په رقم کښیني اودمخ و خواته دي لږکوږ کښینی. (مرقات ص ۱۰۲ ج۸، نووی شرح مسلم ص ۱۸۰ ج۲).


۱۲: د ډوډی لوښی، پیاله اوغاب پاکول، بیا لوښی دهغه دپاره دمغفرت دعاء کوي. (ابن ماجه ص۲۳۰).


۱۳: دخوراك وروسته ګوتی څټل. (مسلم ص ۱۷۰ ج۲).


۱۴: د خوراك وروسته دعاء كول :الحمد لله الذي أطعمنا وسقانا وجعلنا مسليمين(الحدیث) (ترمذی ص ۱۸۶ ج۲، ابوداؤدص۱۸۲ ج۲، ابن ماجه ص۲۳۹).


 ترجمه: ټول صفت د الله دپاره دي  چا چي په موږ وخوړل او وچښل او مسلمان کړي يي یو.


۱۵:  اول دستر خوان پورته کول بیا خپله ولاړيدل. (ابن ماجه ص۲۳۷).


۱۶:  د دسترخوان دپورته کولو دعاء کول : الحمد لله حمداکثیراطيبا مباركافيه غير مکفي ولامودع ولا مستغنی غنه  ربنا (بخاری ص ۸۲۰ج۲)
ترجمه: ټول صفت د الله دپاره دی داسي صفت چي ډير پاك او بابركته وی، اې زموږ ربه موږ دا خواړه په کافی بللو سره یا بالکل په پریښولو سره یا ددې څخه ځان په مستغنی بللو سره نه پورته کوو..


۱۷: دواړه لاسونه پريولل. (ترمذی ص ۶ ج۲، ابوداؤد ص ۱۸۲ ج۲).


۱۸:په خوله او به لغړول. (بخاری ص ۸۲۰ج۲).


۱۹: که په سرکی بسم الله ويل هیره سی نو داسې دي ووايي بسم الله اوله واخره (ترمذی صلا ج۲، ابوداؤدص۱۷۲ ج۲).


۲۰:کله چي دیوچا دعوت (دمیلمستیا ډوډی) وخورې نو هغه ته داسی دعاء وكه  (اللهم اطوم من أطعمنى واسق من سقانی).


ترجمه: اي الله! چا چي وخوړه په ما په هغه يي وخورې او چاچي وچښل په ما په هغه ئې وچیښې.(مسلم صن۱۸۰ ج۲).


۲۱:  سرکه کارول سنت ده په کوم کورکي چي سرکه وي هغه کور دسالن (کتغ) محتاجه نه بلل کیږی. (ابن ماجه ص۲۳۸).


۲۲: خالص غنم که يو څوك کاروی نوهغه ته پکار ده چي په هغه کي یوڅه وربشي هم ګډی کړي، که څه هم لږ وی چي پر سنت باندي دعمل کولو ثواب حاصل سی. (الجامع الصغير ص ۹۷۹ ج۲).


۲۳: غوښې خوړل سنت دي، د رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمان دي چي په دنیا او آخرت کي دخوړو سردار غوښه ده. (الاوسط للطبرانی ص ۲۳۲ ج۸).


۲۴: دخپل مسلمان ورور دعوت (میلمستیا) قبلول سنت دي. هوکې (زیاته پیسه) دسود یا درشوت وی یا هغه په بدکاری اخته وی نو دهغه میلمستیا باید قبوله نسی. (ابوداؤد ص۱۶۹ ج۲).


۲۵: دمړی قریبانو یعني دمړی کوروالاؤ ته ډوډی ورکول سنت ده. (مسلم ص ۱۷۲ ج ۲، ابن ماجه ص۱۱۰).


ماخذ: ګران نبی (صلی الله عليه وسلم)خواږه سنتونه .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته