تازه سرليکونه
د (فتوا میراث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مرګ وروسته وارثان د مشترک مال غوښتنه کوي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 28, 2020
  0
نوم: فضل الدین 
مسلسله شمېره (2975)
 
پوښتنه: شیر احمد او عبدالله سره ورورنه دي دوی په مشترکه په درې لکه پیسو سرای ګرو کړی او پکښې اوسېدل، خو هر یوه مستقل کار وبار کاوه ، یو د بل سره یې شراکت نه درلودی بیله پورتني مبلغ څخه، بالاخره د خفګان لکبله شیراحمد ولاړی بل ځای هستوګن سو ، او عبدالله په دغه سرای کښې اوسیدی، ځان ته مستقل سرای رانیوی خو ددغه سرای په جوړولو کښي یې دغه مشترکي درې لکه پیسې هم مصرف کړي. شیراحمد وفات سو، اوس یې زامن وایې چي موږ په دغه سرای کښې حق لرو او کنه؟
 
جواب: حامداً و مصلیاً
که عبدالله پورتنی صورت په اثبات ورسوي نو دغه سرای شخصي دده ملکیت بلل کیږي، د هغه مصرف سوي مال څخه صرف د شیراحمد د حصې ضمان ورباندي سته.
والله اعلم بالصواب
 
--------------------------------------
 
ما اشتراه احد هم لنفسه یکون له ویضمن حصة شرعائه من ثمنه اذا دفعه من المال المشترک . (الفتاوی الکاملیة ص۵۰)
 
القول لمنكر الشركة أي إذا كان المال في يده فادعى عليه آخر أنه شاركه مفاوضة فالقول للجاحد مع يمينه وعلى المدعي البينة. (الدرالمختارمع درالمحتار ج۳/ص۳۸۶، کتاب الشرکة فصل فی الشرکة الفاسدة)
(وهکذا شرح المجلة. ج۴،ص۷۲۰، المادة ۱۳۶۱)
------------------------
 
 
 
الجواب صحیح : مولوي محمد عمر خطابي 
المجیب: مفتي عبدالولي  
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته