حضرت انس رضي الله فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم میانه قد درلود، نه ډېر جګ او نه ډېر ټیټ وو، جسم مبارک يې ډېر زیات ښایسته او معتدل وو،ورېښتان یې نه ډېر پېچلي او نه ډېر سیده و، غنم رنګه وو، کله چي به یې تګ کاوه نو د مخ خوا ته به یو څه مایل وو. رواه الترمذي