تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآني قصو ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2020
  0
د قرآني قصو ګټي
 
لیکنه : صابر احمد /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
اول :  د وحي اورسالت اثبات.
دوهم :  د اسماني دينونو يووالي ته اشاره.
دريم :  د انبياؤ عليهم السلام د دعوت د هدف بيان.
څلورم :   د انبياؤ عليهم السلام په وړاندي د دوى د امتونو موقف.
پنځم :  د دينونو اوشريعتونو ترمنځ ټينګ ربط.
شپږم :  د انبياؤ عليهم السلام برياليتوب او د درواغ ويونکو ماته.
اووم :  د عادت خلاف کارونو په اړه د الهي قدرت بيان.
اتم :  د خير اوصلاح ښې پايلي ، د شر اوفساد بدي پايلي .
 
دا د قراني قصو هغه مهمي ګټي دي ددې پرته يو لړ نوري ګټي هم پکښي سته چي د هغوى ټولو بيانول د توان څخه وتلى کار دئ. زموږ د حال سره دومره مناسبه ده چي د اسلام شهيد سيدمحمد قطب په خپل کتاب (القصة في القرآن) کي ليکلي دي او موږ يې دلته رانقل کړو:
 
ده د القصة في القرآن ترعنوان لاندي ليکلي دي: په قرآنکريم کي قصې يوازي د ديني ګټو لپاره راغلي دي او دغه ګټي د شمېر له مخي دومره زياتي دي چي د هغوى جمع کول مشکل کار دئ ځکه د قرآني قصو ګټي نژدې د قرآن ټولي ګټي په بر کي نيسي پر همدې بنسټ د الهي وحيو اثبات ، د الله جل جلاله وحدانيت ، د اسماني دينونو يووالى ، د الهي قدرت څرګندتيا، د خير ، شر ، صبر ، فرياد ، شکر او ناشکرۍ پايلي او داسي نوري ګټي په دغه قصو کي شاملي دي او د دغه قصو څخه افاده کيږي. له همدې امله هغه ګټي تربحث لاندي نيسو چي زياتي مهمي دي او د ټولو ګټو بيانول ترتوان وتلى کار دئ نوځکه هغه پريږدو.
 
پورته چي مو د قراني قصو ګټي په اجمالي ډول يادي کړې او س غواړو چي په هغو پيل  وکړو او تريوه بريده يې په تفصيل بيان کړو:
 
لومړى : دوحي اورسالت اثبات:
 
 د قراني قصو د ګټو څخه يوه ګټه داده چي وحي اورسالت په اثبات سي يعني کوم دين چي پيغمبرانو د ځان سره راوړى دئ د الهي وحي څخه منځته راغلى دئ او پيغمبران حکيم او عزيز خداى جل جلاله رالېږلي دي مطلب دا چي پيغمبرانو د خپله ځانه څخه دين نه دئ جوړ کړى د قراني قصو دغه هدف د رسول الله صلي الله عليه وسلم د وضعيت څخه ډېر ښه ښکاره اوروښانه کيږي يعني دا چي لکه قرآن چي فرمايلي دي رسول الله صلي الله عليه وسلم امي وو د ليکلو او لوستلو توان يې نه درلودئ :
 
وَمَا كُنْتَ تَتْلُو مِنْ قَبْلِهِ مِنْ كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ إِذًا لَارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ (سورة عنکبوت الاية ٤٨)
 
ژباړه : تا د قران ترنزول وړاندي لوستل نه سواى کولاى او نه دي په لاس ليکل کولاى سواى په دغه وخت کي باطل کسان په شک کي ولوېدل.
 
هيڅکله د نبي صلي الله عليه وسلم څخه داسي شى نه دئ نقل سوى چي نبي صلي الله عليه وسلم دي يو يهودي يانصراني عالم ته ورغلى وي ددې لپاره چي د علم زده کړه ځني وکړي مګر د نبي صلي الله عليه وسلم د پخوانيو ټولو انبياؤ عليهم السلام قصې اوهغه واقيعتونه چي رامنځته سوي وه زده يې وه او بيانوله يې ترداسي اندازې چي ځني قصې لکه د ابراهيم عليه السلام  ، يوسف عليه السلام  ، موسى عليه السلام  او عيسى عليه السلام  قصې په ډېر دقت سره بيان سوي دي، له همدې امله دغه قصې چي په دومره دقت او کامله طريقه بيان سوي دي  ــ لوي دليل دئ چي قراني قصې الهي وحي دي هغه وحي دي چي د حکيم او خبير ذات دلوري څخه راغلي دي، د قرآنکريم ډېر آيتونه همدغه لوري ته اشاره کوي په ځينو ځايو کي د قصو په مقدمه کي دغه خبري ته اشاره سوې وي لکه د الله جل جلاله دا قول چي فرمايي:
 
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ  (سورة يوسف الاية ٣)
 
ژباړه :موږ تاته غوره قصې بيانوو په هغه وحي رالېږلو سره چي په دې قرآن کي دي ، خامخا تردې وړاندي ته د ناخبرو څخه وې.
 
په ځينو ځايو کي دغه لوري ته د قصې په اخر کي اشاره سوې وي لکه د الله جل جلاله دا قول چي فرمايي:
 
تلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ (سورة هود الاية ٤٩)
 
ژباړه : دغه قصې د غيبو د خبرونو څخه دي چي موږ تاته د وحي په ذريعه رالېږلي دي تر دې وړاندي ته او ستا قوم په خبر نه وو ،  نو صبر وکړه ښه عاقبت د پرهېزګارانو لپاره دئ.
 
دوهم : د اسماني دينونو يووالي ته اشاره:
 
د قرآني قصو په بيان کي دوهم مقصد دادئ چي دا ثابته سي چي ټول دينونه د نوح عليه السلام  څخه راپيل د رسول الله صلي الله عليه وسلم تر زمانې پوري ټول الهي او اسماني دينونه دي يعني ټول د الله جل جلاله د لوري څخه راغلي دي او ټول مؤمنان يو امت دئ ، د ټولو خداى يو دئ او ټول د يوه خداى جل جلاله بندګان دي . په ډېرو ځايونو کي پرلپسې د انبياؤ عليهم السلام قصې د دغه حقيقت  د روښانتيا په موخه په خاصه طريقه سره يوځاى راوړل سوي دي، د دغه مدعا د ثبوت لپاره په سورة انبياء کي يو مثال راوړو لکه چي الله جل جلاله فرمايي :
 
وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ  وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِلْمُتَّقِينَ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَهُمْ مِنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ (سورة انبياء الايتان ٤٨ ٤٩)
 
ژباړه : بېشکه موږ موسى اوهارون عليهما السلام ته فيصله کوونکى کتاب ورکړى وو ، روښنايي او پند د متقيانو لپاره وو ، هغه کسان چي  د خپل رب څخه په غيبو بېريږي او د قيامت څخه بېرېدونکي وي.
همدا ډول فرمايي :
 
وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ (سورة انبياء الاية ٥١)
 
ژباړه : بېشکه موږ ابراهيم عليه السلام  ته تر دې وړاندي لارښودنه ورکړې وه او موږ پرده باندي علم لرونکي وو.
همدا ډول فرمايي :
 
وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ تَعْمَلُ الْخَبَائِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ (سورة انبياء الاية ٧٤)
 
ژباړه : لوط عليه السلام   ته مو حکمت او علم ورکړى وو او موږ د هغه کلي څخه نجات ورکړى وو چي بد عملونه يې کول او دغه قوم بد وو اوفاسقان وه.
 
تردې وروسته الله جل جلاله د نورو انبياؤ عليهم السلام بيان کړى دئ لکه نوح ، ايوب ، اسماعيل ، ادريس او زکريا عليهم السلام ، د دوى د دعوت اورسالت بيان ددې څرګندونه کوي چي ټول امتونه يو دي او د ټولو خداى يو الله جل جلاله دئ ځکه قرآنکريم  د دغه خبري تائيد اوثبوت کوي لکه چي الله جل جلاله فرمايي
 
إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ (سورة انبياء الاية ٩٢)
 
ژباړه : بېشکه دغه ملتونه ستاسو يو امت دئ زه ستاسو رب يم نو زما عبادت وکړئ.
 
دريم: د انبياؤ عليهم السلام د دعوت د هدف او د غرض بيان:
 
د قراني قصو د بيان د ګټو څخه يوه ګټه داده چي ټول د ينونه د يوه هدف اويوه اساس لرونکي دي نوځکه ټولو انبياؤ عليهم السلام خپل پوره کوښښونه او هڅي پريوه خبره باندي چاپيره کړي وي هغه دا چي د عبادت څښتن يو خداى جل جلاله دئ بل خداى نسته.په قرآنکريم کي زياتي قصې پرلپسې په تکرار سره راوړل سوي دي چي په هغوى کي د انبياؤ عليهم السلام د دعوت اساسي ټکي د يوه خداى جل جلاله عبادت ښودل سوي دئ لکه د الله جل جلاله په لاندي قولونو کي چي بيان سوي دئ :
 
 وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ  (المؤمنون الايات ٢٣)
 
ژباړه :موږ نوح عليه السلام  خپل قوم ته په پيغمبرۍ باندي ولېږئ نو ده خپل قوم ته وويل : اې زما قومه ! د الله جل جلاله عبادت وکړئ تاسو ته د الله جل جلاله پرته بل خداى نسته ايا تاسو نه بېريږئ؟.
 
وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ( سورة اعراف الاية ٦٥)
 
ژباړه :وعاد قوم ته مو ددوى ورور هود عليه السلام  ولېږى ده ورته وويل : اې زما قومه!  ديوه الله جل جلاله عبادت وکړئ تاسو لره د يوه خداى جل جلاله پرته بل خداى نسته ايا تاسو نه بېرېږئ.
 
اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ (سورة اعراف الاية ٧٣)  
 
ژباړه : و ثمود قوم ته مو د دوى ورور صالح عليه السلام  ولېږى ده ورته وويل : اې زما قومه! د يوه الله جل جلاله عبادت وکړئ تاسو لره د يوه خداى جل جلاله پرته بل خداى نسته ايا تاسو نه بېرېږئ.
 
وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ (سورة اعراف الاية ٨٥)
 
ژباړه : ومدين  ته مو د دوى ورور شعيب عليه السلام  ولېږئ ، قوم ته يې وويل : اې زماقومه! د يوه الله جل جلاله عبادت وکړئ ، تاسو ته  دالله جل جلاله پرته بل خداى نسته.
 
په همدې اساس د ټولو انبياؤ عليهم السلام عقيدې په ټولو دينونو کي سره شريکي دي او د دوى قصې هم په دغه منظور ددغه خاص هدف د تائيد لپاره په يوه ځاي کي بيان سوي دي .
 
څلورم : د انبياؤ عليهم السلام په وړاندي د امتونو موقف:
 
د قراني قصو د ګټو څخه يوه ګټه داده چي د سپېڅلو انبيآؤ عليهم السلام په وړاندي د امتونو موقف وښيي. د انبياؤ عليهم السلام په وړاندي ټولو امتونو يو ناڅرګند موقف اختيار کړى دئ ځکه هرکله چي کوم پيغمبر خپل امت ته الهي دعوت پيل کړى دئ د هغه امت مجرمانو د دوى په وړاندي عناد ، استکبار ، تکذيب او انکار اختيار کړى دئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي : 
وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرً ا (سورة فرقان الاية ٣١)
 
ژباړه : همدغسي موږ د هر نبي لپاره د مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي دي او ستا رب کافي دئ  هدايت کونکى او مرسته کونکى.لکه څرنګه چي د ټولو انبياؤ عليهم السلام د دعوت په اړه موقف يو وو په دغه ډول د دوى د امتونو څخه د دوى په تکذيب کي   ــ د مجرمانو موقف هم يو وو لکه  الله جل جلاله  چي د نوح عليه السلام  په قصه کي فرمايي :
 
 قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ (سورة هود الاية ٣٢)
 
ژباړه : دوى وويل : اې نوحه ! تازموږ سره مجادله وکړه ډېره مجادله دي وکړه اوس موږ ته په هغه عذاب سره راتلل وکړه چي تازموږ سره وعده کړي دئ که ته رښتينى يې.
 د هود عليه السلام  په مورد کي قرآن دده د قوم موقف داسي بيانوي :
 
قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ (سورة هود الاية ٥٢)
 
ژباړه : د هود عليه السلام  قوم وويل : اې هوده ! تاموږ ته  دليل نه دئ راوړى موږ خپل خدايان ستا په قول نه پرېږدو اوموږ پرتاباندي ايمان راوړنکي نه يو
 
دصالح عليه السلام  په قصه کي دده د قوم ثموديانو موقف قرآن داسي بيان کړى دئ:
 
قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنْتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَذَا أَتَنْهَانَا أَنْ نَعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ (سورة هود الاية ٦٢)
 
ژباړه : ثموديانو وويل : اې صالحه !ته په موږ کي تردې وړاندي اميد لرونکى وې ايا ته موږ د هغه عبادت څخه منعه کوې چي زموږ پلرونو کاوه او موږ بېشکه په هغه څه کي په شک کي يو چي مو ورته دعوتوې.
 
په دغه ډول د ټولو پخوانيو امتونو موقف يو وو چي د خپلو انبياؤ عليهم السلام په وړاندي يې درلودئ هغه دا چي د دوى مبارکانو تکذيب به يې کاوه او په دوى به يې پسخندونه وهل لنډه دا چي  د تېرو ټولو امتونو په موقف کي کوم فرق نه ترسترګو کېدئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي:
 
كَذَلِكَ مَا أَتَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ (سورة ذاريات الاية ٥٢)
 
ژباړه : همدغه ډول نه دي راغلي هغه کسان چي تر تا وړاندي دي د رسولانو څخه مګر قوم ورته ساحر يا ليونى ويلي دي.
 
پنځم : د دينونو اوشريعتونو ترمنځ ټينګه رابطه:
 
همدا ډول د قراني قصو څخه يو غرض دادئ چي هغه ټينګه رابطه څرګنده کړي چي د اسماني دينونو ترمنځ ده . د ټولو دينونو ترمنځ هيڅ ډول ټکر او تعارض نسته بلکي ټول د يوې چينې څخه اوبيږي. هر پيغمبر د تېر پيغمبر په اکمال او اتمام سره لېږدول سوى دئ او هم بې ددغه تېر پيغمبر پر رسالت باندي ايمان درلودئ او هم به يې هغه څه صادق بلل کوم چي ده به د الله جل جلاله د لوري څخه راوړي وه دا ټول ددې څرګندونه کوي چي د ټولو الهي  شريعتونو مصدر  الله جل جلاله يو ګرځولى دئ لکه الله جل جلاله چي فرمايي :
 
شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ مَا وَصَّى بِهِ نُوحًا وَالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ وَمَا وَصَّيْنَا بِهِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى أَنْ أَقِيمُوا الدِّينَ وَلَا تَتَفَرَّقُوا فِيهِ (سورة شوري الاية ١٣) 
 
ژباړه : تاسو ته داسي دين مشروع سوي دئ چي په هغه سره نوح عليه السلام  وصيت کړى وو او هغه څه دي چي تاته يې وحي سوي دي او هغه څه دي چي په هغه سره ابراهيم ، موسي او عيسى عليهم السلام وصيت کړى دئ چي دين قائم کړئ او جلاوالى مه کوئ.
 
د ابراهيم عليه السلام  د دين او د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ددين ، همدا ډول د بني اسرائيلو دينونه او د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دين په خپل منځ کي رابطه او ځانګړي ورته والى لري . الله جل جلاله د دغه خبري يادونه کړې ده اوفرمايي :
 
إِنَّ هَذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَى  صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى (سورة اعلي الايتان ١٨ ، ١٩)
 
ژباړه : بېشکه دا په پخوانيو صحيفو کي هم وه صحيفې د ابراهيم عليه السلام  او موسى عليه السلام .
همدا ډول الله جل جلاله فرمايي : وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ ۚ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَٰذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ  (سورة حج الاية ٨٧)
 
ژباړه : الله جل جلاله ستاسو په دين کي تکليف نه دي ګرځولي ،دا ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام  دين دئ  الله جل جلاله تردې وړاندي ستاسو نوم مسلمانان ايښى وو او په دې قران کي هم.په بل ځاى الله جل جلاله فرمايي :
 
 إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ  (سورة آل عمران الاية ٦٨)
 
ژباړه : بېشکه ابراهيم عليه السلام  ته نژدې کسان هغه دي چي دده پيروي وکړي او دغه نبي او هغه کسان چي ايمان يې راوړى دئ او الله جل جلاله د مؤمنانو کارساز دئ.
 
الله جل جلاله د ټولو انبياؤ عليهم السلام څخه وعده اخيستې ده چي که د دوى په زمانه کي وروستى پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ولېږدول سو دوى به پرهغه باندي ايمان راوړي او دده مبارک مرستيالان به جوړيږي ، دا ددې ثبوت دئ چي ټول اسماني دينونه يووالى سره لري لکه الله جل جلاله چي فرمايي :
 
وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُمْ مِنْ كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنْصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ  (سورة ال عمران الاية ٨١)
 
ژباړه : کله چي الله جل جلاله د نبيانو څخه وعده واخسته چي تاسو ته کتاب او حکمت راغلى دئ بيا به تاسو ته  رسول راسي چي د هغه څه تصديق به کوي چي ستاسو سره دي البته تاسو به ايمان پر راوړئ او مرسته به يې کوئ ، الله جل جلاله وفرمايل : ايا تاسو اقرار وکړئ ؟ او پردې باندي مو زموږ عهد واخستئ؟  نبيانو وويل: موږ اقرار وکړى الله جل جلاله وفرمايل : شاهدان اوسئ موږ هم ستاسو سره د شاهدانو څخه يو.
 
شپږم :د پيغمبرانو عليهم السلام برياليتوب او د درواغجنانو ماته :
 
په همدې ترتيب د قراني قصو څخه هدف دادئ چي دا خبره څرګنده سي چي ښې پايلي او برياليتوب د پيغمبرانو په برخه دئ ، ناکامي او هلاکت د هغه کسانو په برخه دئ چي د پيغمبرانو خبري يې نه دي منلي او دوى ته يې د درواغو نسبت کړى دئ. په دغه کار کي الهي حکمت دادئ چي د انبياؤ عليهم السلام روحيه تقويه سي اوخوښي يې په برخه سي همدا وجه ده چي په هره زمانه کي الله جل جلاله د پيغمبرانو مخالفين او درواغجنان ټيټي سترګي شرمولي او هلاک کړي دي ،پيغمبرانو ته يې برياليتوب او کاميابي ور په برخه کړې ده او په لوړو او روښانه سترګو يې خپل دعوت په موفقيت سره کامياب کړى دئ.
 
اووم : د عادت پر خلاف کارونو باندي د الهي قدرت څرګندتيا
 
د قراني قصو څخه يو غرض دادئ چي دا معلومه کړي چي الله جل جلاله پرهر ډول کارونو چي د عادت خلاف وي قادر او توانا دئ ، بناءً د آدم عليه السلام  د جوړېدو او د عيسى عليه السلام  د پيدايښت قصې د الهي قدرت د څرګندتيا په منظور بيان سوي دي.هغه قدرت چي هر شي ته وفرمايي: (کن) يعني سه ! (فيکون) هغه شي د ستي په دستي کيږي. 
په همدې ترتيب آدم عليه السلام  د مور او پلار پرته الله جل جلاله پيدا کړى ، عيسى عليه السلام  يې د پلار پرته پيدا کړى او حواء رضي الله عنها د آدم عليه السلام  د پښتۍ څخه پيدا کړه.دا ټول هغه کارونه دي چي د الله جل جلاله پر ستر قدرتونو باندي دلالت کوي ، داسي کارونه دي چي د عادت خلاف دي يعني عادتاً څوک دغسي کارونه نه ترسره کولاى سي او نه يې په توان کي سته يوازي الله جل جلاله چي پردغه ټولو کارونو باندي ښه توانا دئ الله جل جلاله د عيسى عليه السلام  په اړه داسي فرمايي :
 
إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ ( سورة آل عمران الاية ٥٨)
 
 
ژباړه : بېشکه عيسى عليه السلام  د الله جل جلاله په نزد د آدم عليه السلام  په مثال دئ چي د خاورو څخه يې پيدا کړ، بيا يې وويل : سه ! نو دستي په دستي وسو.
 
همدا ډول د ابراهيم عليه السلام  قصه چي د مرغانو په اړه چي ده مړه کړه بيا الله جل جلاله ژوندي کړه او مخکي يې قصه تېره سوه. همدا ډول دهغه کس قصه چي پر يوه کلي باندي تېر سو او په زړه کي يې وويل چي دا کلى به الله جل جلاله څنګه بيا ودانوي او خلګ به يې راژوندي کوي ؟ الله جل جلاله دغه کس سل کاله مړ کړ، بيا يې راژوندى کړ، دا ټول دالله جل جلاله پر عجيب قدرت باندي دلالت کوي او پرهغه کارونو باندي دلالت کوي چي د عادت خلاف دي او انساني فکر حيران ورته پاتيږي.
 
اتم : د خير اوصلاح ښې پايلي د شراو فساد بدي پايلي:
 
د قراني قصو څخه يو غرض دادئ چي دا څرګنده سي چي ښې پايلي دخير اوصلاح په برخه دي ، بدي پايلي د شراوفساد په برخه دي لکه د آدم عليه السلام  د دوو زامنو هابيل او قابيل  قصه چي الله جل جلاله بيان کړې ده اوفرمايي: 
 
وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ 
(سورة مائدة الاية ٢٧)
 
ژباړه : ولوله پردوى باندي د آدم عليه السلام  د دوو زامنو خبر چي کله دوى يوه قرباني وکړه نو د يوه څخه قبوله سوه او د هغه بل څخه قبوله نه سوه بيا يې هغه ورور ته وويل چي قرباني يې قبوله سوې وه : خامخا به زه تاوژنم ، هغه بل ورور ورته وويل : الله جل جلاله د تقوا لرونکو خلګو څخه قرباني قبلوي.
 
تاسو وګورئ چي قابيل څنګه د خپل ورور هابيل قتل ته تجاوز وکړ، دا ټول دې لوري ته پاملرنه ده چي داقصه  مطلق د الهي عدل لپاره راغلې ده.
 
په همدې ډول د (سد مآرب) قصه ، د(صاحب جنتين) قصه او د (اصحاب الاخدود) قصه دا ټولي قصې دې لوري ته اشاره ده چي د خير اوصلاح ښې پايلي په برخه دي ، د شر او فساد بدي پايلي په برخي دي. د دغه اغراضو په څېر په قرآني قصو کي نور اغراض هم سته چي په ډېره ښکلي طريقه سره اغېز لري. الله جل جلاله فرمايي :
 
إِنَّا لَنَنْصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ (سورة غافر الاية ٥١)
 
ژباړه : بېشکه موږ د خپلو رسولانو نصرت کوو او د هغه کسانو چي ايمان يې راوړى دئ په دنياوي ژوند او په هغه ورځ چي شاهدان دريږي.
 
په دغه الهي عادلانه جزا کي چي الله جل جلاله مجرمين خلګ په کوم مورد کي واقع کړي دي بايد په هغه کي فکر او تدبر وسي لکه الله جل جلاله چي فرمايي :
 
وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنْبِهِ فَمِنْهُمْ مَنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُمْ مَنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُمْ مَنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُمْ مَنْ أَغْرَقْنَا وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ (سورة عنکبوت الايتان ٣٩ ، ٤٠)
 
ژباړه: او موږ قارون ، فرعون او هامان هلاک کړه دوى ته موسى عليه السلام  په ښکاره نښو سره راتګ کړى وو نو دوى کبر وکړى او دوى په مځکه کي سبقت کونکي نه وه ، نو د دوى څخه مو هر يو د خپلي ګناه په وجه هلاک کړه ، ځيني مو په بادونو سره هلاک کړه ، ځيني مو په چيغه سره هلاک کړه ، پر ځينو مځکه چپه واوښته او ځيني مو غرق کړه، او الله جل جلاله پر دوى باندي ظلم کونکى نه دئ مګر دوى خپله پرخپلو ځانو باندي ظلم 
 
www.taleemulislam.net

سرته