تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کې پنځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2020
  0

په اسلام کې پنځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي:


لیکنه: بصير یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

١- فرض:- کول يې جبري يا لازمي دي. 


٢-مستحب:- چې د کولو سپارښتنه يې شوې وي، خو اړين نه وي. 


٣-مباح:- جايز يا روا وي، په کولو يې کوم ثواب يا عذاب مرتب نه وي. 


٤- مکروه:- د نه کولو يې سپارښتنه شوې وي. 


٥- حرام:- کول يې منع شوي وي. 


 په اسلام کې د يوې څخه د ډېرو ښځو سره د واده کولو مسئله په منځنۍ ډله کې راځي يعنې دا يو مباح عمل دى او داسې نه ده چې ګوندې هغه مسلمان چې دوه، درې، او يا څلور ښځې لري، د هغه مسلمان په پرتله چې يوه ښځه لري، بهتر او غوره دى.
سړی چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، نو ددې ډیر حکمتونه دي چې ځینې مو بیان کړل لکه د نارینه وو ډیره مړینه او د نړۍ په سطحه د ښځو ډیرښت او داسې نور...


یوازې مسلمانان نه دي چې له یوې څخه ډیرې ښځې کوي، د مثال په توګه هندوان له مسلمانانو څخه د ډیرو ښځو درلودونکي یا کوونکي دي.


په اسلام کې د ښځې  حيثيت د کميټې لخوا په ١٩٧٥ کال د خپاره شوي راپور په ٦٦ او ٦٧ پاڼو کې راغلي چې د ١٩٥١ او ١٩٦١ کلونو ترمنځ د هندوانو ترمنځ د يوې څخه د ډېرو ښځو کولو یا د ودونو فيصدي ٥،٠٦ ده او د مسلمانانو تر منځ دا اندازه %٤،١٣ ده په داسې حال کې چې د انډیا د قانون له مخى يوازې مسلمانان دلته دا حق لري چې له يوې څخه ډیرې ښځى وکړي او د غير مسلمو لپاره دا کړنه يو غير قانوني عمل دى، خو د دغه قانون په شتون کې هم د هندوانو فيصدي په دغې برخه کې له مسلمانانو څخه لوړه وه نو اوس فکر وکړئ چې که هندوانو ته د مسلمانانو په شان قانوني اجازه ورکړل شوې واى، نو دا فيصدي به څومره وه؟ په لومړيو کې په هندوانو باندې هم د ښځو په تعداد کې کوم محدويت موجود نه وو خو په ١٩٥٤ کال کې کله چې د هندوانو د واده قانون جوړېده نو دهغوى لپاره له يوې څخه د ډيرو ښځو لرل غير قانوني وګرځول شول.


نن سبا چې هندوان يوه ښځه کوي دا له دې امله نه ده چې هغوى له مذهبي اړخه داسې کولو ته اړ دي، بلکه: دا د هند د اساسي قانون پرېکړه ده، چې نه پريږدي هندوان له يوې څخه ډېرو ښځو سره واده وکړي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته