تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لږ خوب کول کومي ناروغی پېښوي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

لږ خوب کول کومي ناروغی پېښوي؟

 

ژباړه: جمعه همدرد

 

خوب ولي د روغتیا لپاره اړین دی او د بې خوابۍ منفي اثرات په څه ډول را کم کړو؟

که خوب د کريډټ کارډ یو شرکت وايي، نو زموږ څخه به یې ډېري پیسې پر تللای او موږ به په ستونزو کي وای.

روغتیایي ثبوتونه ښيي چي د غوره روغتیا لپاره، یو بالغ کس باید په ورځني ډول له اوو څخه بیا تر نهو ساعتونو پوري خوب وکړي. خو تر ۶۰ سلنه ډېري ښځي تر دې لږ خوب کوي. که څه هم د خوب کولو هر ضایع سوی ساعت زموږ پر روغتیا قرض پاتیږي او موږ ته په میاشتني ډول کوم خبرداری هم نه را کول کیږي چي روغتیا مو تر قرض لاندي کیږي او یا تاسو د خوب پوروړي یاست.

 

په حقیقت کي، چي څومره د خوب قرض پر موږ زیاتیږي، په هغومره اندازه یې موږ د پېژندولو توان د لاسه ورکوو. يو ځلي چي د خوب څخه محرومي، یعني سرګرداني، په قهر کېدل، او ستړیا موږ په خپله غېږ کي واخلي، نو موږ بیا دا بېخي هېروو چي بشپړ استراحت څنګه وي. او چي د خوب قرض څومره لوړیږي، په هغومره اندازه یې زموږ پر روغتیا بدي پایلي څرګندیږي چي موږ د خطرناکو ناروغیو خواته ټېل وهي لکه د وزن ډېرېدل، د شکري بې کنټروله کېدل، د زړه ناروغي، د زړه حمله، او د حافظې کمزوري.

 

په ځینو مواردو کي د خوب نه راتلل طبي علاج ته اړتیا لري. 

له نېکه بخته، چي خوب پر موږ باندي د پور سود نه اچوي، او نه را څخه يو په يو حساب غواړي. ښايي يو څه وخت واخلي.

 

موږ څنګه ویدیږو:                                                         

موږ خوب کولو ته اړتیا لرو، او زموږ وجود داسي جوړ سوی دی چي خوب وکړو.

 

د خوب څخه د محرومه کېدولو مخه ډب کړی: 

د خوب کولو ضمینه مساعده کړی، او یوازي یې د خوب د پاره وکاروی. تلوېزون، کمپیوټر، ځیرک ټلیفون او داسي نور شیان مو له ځان څخه لیري کړی.   

 

موږ ولي خوب ته اړتیا لرو؟           

که څه هم خوب خورک او څښاک ته چي د انسان وجود ورته اړتیا لري ورسره ورته نه دی، خو موږ پرته له خوب ژوندي نه سو پاته کېدای. که څه هم ساینس پوهان پوره ثبوتونه نه لري چي خوب نه کول و انسان ته څومره زیان اړوي، خو د څو پرله پسې ورځو او اونیو د خوب نه کولو څخه د انسان د وجود دفاعي نظام کمزوری کیږي او بالاخره انسان مري. 

 

د امریکا د شیکاګو پوهنتون څېړني ښیی، کوم زده کوونکي چي د ازمویني په موخه د شپږو ورځو د پاره د شپې یوازي ۴ ساعته خوب ته پرېښودل سوي وو د ویني د لوړ فشار، او د هارمونونو د لوړ کارټیسول سره لاس و ګریوان سوه.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته