تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان د ژوند دوهم پړاو
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

د انسان د ژوند دوهم پړاو  


 ليکوال:  سمیع الله (درانی)


موږ په یوه امتحاني دنیا کي اوسېږو. کله چي مړه سو، نو بیا هیڅ اعمال نه سو کولای. نه لمونځ کولای سو، نه روژه او نه هم توبه ویستلای سو.
 
هغه انسان چي الله ﷻ له وخت څخه د ګټي اخیستني کامیابي ور په برخه کړې وي، تر مړیني وروسته یې هم ژوندیو خلکو ته ګټه رسیږي، په مړیني به د ژوندي کار کوي؛

 

دا هغه مهال کله چي مړ سوی کس تر شا جاري صدقه پریږدي، د هغې صدقې ګټه به ژوندیو ته رسیږي، جاري صدقه لکه: ګټور علم، صالح اولاد او یا داسي څه چي خیر او نیکۍ یې جاري وي او مثال یادیدلای سي، دا ټول د نیکۍ او تقوا د ژوند ثمره او حصول دئ چي ګټه یې د ژوند په دوهم پړاو یعني قبر کي هم انسان ته رسیږي. 

 

نبوي ارشاد دی: کله چي آدم بني علیه صلم له نړۍ څخه سترګي پټي کړي، نو هر څه پای ته ورسیږي، پرته له درو شیانو: جاري صدقه، ګټور علم او صالح اولاد چي ده ته دعاء کوي. رواه مسلم.

 

ایا د داسي کارونو لپاره چمتو والی و نه نیسو، چي تر مرګ وروسته هم ګټه را ته ورسوي؟

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته