تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په سياسي لحاظ د اسلامي هيوادونو د ضعف عوامل
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 10, 2020
  0

په سياسي لحاظ د اسلامي هيوادونو د ضعف عوامل

ليکوال: استاد ممتاز الدين ممتاز

 

په مدینه منوره کي د اسلامي دولت تر تأسیس وروسته بیا د لومړۍ نړۍ والي جګړې تر ختمه پوري (۱۹۱۸م کال)، که څه هم ټوله اسلامي نړۍ تر یوه بیرغ لاندي نه وه؛ خو بیا هم په سیاسي لحاظ تر ډېره له قوي موقفه برخمنه وه. د عثماني خلافت تر انحلال وروسته اسلامي نړۍ نور هم په کوچنیو هیوادونو سره ووېشل سوه، د نويو کوچینو اسلامي هیوادنو ترمنځ اتحاد او یووالی له منځه ولاړئ او په سیاسي لحاظ کمزوري او حتی مستعمره هم سول؛ خو تر نسبي استقلال وروسته بیا هم د غربي نړۍ تر هر اړخیز نفوذ لاندي پاته سول او و نه توانېدل، چي د غربي هیوادونو له دې هر اړخیز نفوذه ځانونه خلاص کړي. په دې لیکنه کي یوازي د اوسنیو اسلامي هیوادونو د سیاسي ضعف پر عواملو بحث کیږي. دا چي په سیاسي لحاظ د ټولو اسلامي هیوادونو د ضعف عوامل نظر د دوی ټولنیزو جوړښتونو، اقتصادي او سیاسي وضعیت، جغرافیایي موقعیت او نورو دلایلو ته توپير سره لري، نو دلته یوازي پر هغو عواملو بحث کیږي، چي تر ډېره عمومي جنبه لري او په اکثرو اسلامي هیوادونو کي تر سترګو کیږي.


یو: استعمار او سرحدي اختلافات:
د عثماني خلافت تر انحلال وروسته، د استعماري سیاستونو په پایله کي اسلامي خاوره پر څو هیوادونو باندي ووېشل سوه او ترمنځ ئې په تحمیلي ډول داسي پولي رامنځته سوې، چي حداقل پکښي د سیمي فرهنګي، قومي او ژبني ارزښتونو ته هم پام ونه سو. په اوایلو کي همدا نوي زېږېدلي اسلامي هیوادونه د قیمومیت تر عنوان لاندي د استعماري قدرتونو تر استعمار لاندي پاته سول؛ خو کله چي همدا هیوادونه د غربي هیوادونو له قیمومیت څخه خلاص سول، د اسلامي امت د یووالي پر ځای ئې په خپلو منځنو کي په سرحدي اختلافاتو لاس پوري کړ. په دې ډول سرحدي اختلافاتو و سیاسي اختلافاتو ته لاره هواره کړه او سیاسي اختلافاتو بیا دوی یو د بل پر ضد د غربي او پخوانیو استعماري قدرتونو سره د هر راز روا او ناروا تړونونو لاسلیکولو ته پوري وهل او په دې توګه تر اوسه په مستقیم او یا غیر مستقیم شکل د غربي هیوادونو تر نفوذ لاندي پاته سوي دي. 


دوه: نشنلیزم:

نشنلیزم یا ملت پالنه د مسلمان امت ترمنځ د بېګانه ګۍ احساس پياوړی کوي او نه پرېږدي، چي مسلمان امت د یووالي په لور ګامونه واخلي. پخوا نشنلیزم یوازي د دې سبب سوی وو، چي واحده اسلامي خاوره په بېلا بېلو ټوټو ووېشل سي او د مسلمانانو سیاسي اتحاد او قوت له منځه ولاړ سي؛ خو نن نه یوازي دا چي اسلامي امت و سیاسي یووالي او قوت ته نه پرېږدي، بلکي اسلامي هیوادونه په خپل منځ کي و هر اړخیزي ناروا سیالۍ ته رابولي، ترڅو اسلامي هیوادونه د راتلونکو څو پېړیو له پاره په خپلمنځي کشمکشونو اخته سي او په دې توګه ئې سیاسي قوت ورځ تر بلي له منځه ولاړ سي. 


درې: حزبي او مذهبي اختلافات:

حزبي او مذهبي اختلافات بیا په ټولو اسلامي هیوادونو او یا یوه هیواد کي د مسلمانانو د مختلفو ډلو ترمنځ ورځ تر بلي کرکه او بدبیني زیاتوي. د مسلمانانو ترمنځ دا اختلافات په مجموع کي د دې سبب کیږي، چي د یوه هیواد داخلي ثبات متزلزله سي او د داخلي ثبات تزلزل بیا سیاسي بې ثباتۍ ته لاره هواروي او نه پرېږدي، چي يو هیواد په سیاسي لحاظ ثبات او قوت ته ورسېږي. 

 

څلور: بهرنۍ لاسوهني:

بهرنۍ لاسوهني د اسلامي هیوادونو د هر اړخیزي کمزورۍ له څرګندو عواملو څځه شمېرل کیږي او دا څرګندتیا ئې د دې ایجاب نه کوي، چي ډېر بحث ورباندي وسي. د اسلامي هیوادونو نفتي منابع، سټراټیژیک او جیوپولیټیک موقعیتونه او مصرفي بازار د دې لاسوهنو اصلي عوامل ګڼل کیږي. په عین حال کي دا هم سمه نه ده، چي د اسلامي هیوادونو د بدختۍ یوازینی عامل استعمار وګڼل سي؛ ځکه هند هم تر ۱۹۴۷م کال پوري مستعمره وو او نن ورځ د نړۍ په سطحه یو اقتصادي قدرت دئ او چین هم داغسي. نو دلته په ښکاره ډول معلومېږي، چي بهرنۍ لاسوهني د دې سبب سوي دي، چي اسلامي هیوادونه نهایتاً له سیاسي ضعف سره مخامخ سي. 
بله مهمه نقطه دا ده، چي بهرنۍ لاسوهني نور یوازي تر بهرنیو دولتونو پوري نه سي منحصره کېدلای؛ ځکه ګوګل، فېسبوک او ټويټر، چي اصلاً خصوصي شرکتونه دي، په خپل ذات کي بهرنۍ لاسوهني دي. ممکن په آینده کي پر اسلامي هیوادونو د ګوګل او یا نورو نفوذ د امریکا د اولسمشر تر نفوذ زیات سي او په دې ډول په اسلامي هیوادونو کي د ځان او یا خپل متبوع هیواد په ګټه لاسوهني وکي.   


پنځه: ډیموکراسي او که الیګارشي(Oligarchy):

ډیموکراسي اصلاً د حکومت یو شکل دئ، چي پکښي چارواکي د خلکو لخوا په منتخب شکل د یوې معیني مودې له پاره ټاکل کیږي: خو بدبختانه نن ورځ په اکثرو اسلامي هیوادونو کي د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندي الیګارشیک نظامونه مسلطه دي، چي یوازي پکښي د څو محدودو ځان غوښتونکو، فرصت طلبو(Opportunists) او منافقو اشخاصو واک په مستبد شکل چلېږي. په دې حکومتونو کي تر ډېره انتخابات یا ټاکني له درغلیو ډکي وي او په دې توګه هڅه کیږي، چي د څو منفورو څېرو (چهرو) نامشروع واک په الیګارشیک ډول وساتل سي. څنګه چي په دا ډول نامشروع حکومتونو کي د عوامو مشکلاتو ته پر وخت او په مناسب شکل رسيدګي نه کیږي، نو د عوامو له ملاتړ څخه هم برخمن نه دي.


یادونه: اليګارشي د یو محدود تعداد فاسدو او ځان غوښتونکو اشخاصو حکومت ته ويل کېږي، چي یوازي د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په پار واک چلوي. په دې ډول حکومت کي لوړ مقام ته رسېدل په زیاتي شتمنۍ پوري اړه لري، نه په استعداد. او واک پکښي د یو څو کورنیو ترمنځ منحصر وي.

 

شپږ: د شرعي احکامو عدم تطبیق:

که څه هم دا ګړی د اکثرو اسلامي هیوادونو په اساسي قوانینو کي، د سيکولریسټي اصولو برخلاف د اسلام مبارک دين د دولت د رسمي دین په توګه په رسمیت پېژندل سوی او د اسلامي شریعت د احکامو پر تطبیق او له دې احکامو سره د وضعي قوانینو پر تطابق ټینګار سوی دئ؛ خو بیا هم په عمل کي نه شریعي احکام تطبيقېږي او نه هم تر ډېره پکښي له شریعي احکامو سره د تطابق اصل په نظر کي نیول کیږي. په اسلامي هیوادونو کي د شریعي احکامو نه تطبیق یو له هغه لویو عواملو څخه شمېرل کیږي، چي له یوې خوا ئې په اسلامي ټولنو کي د جرایمو، فقر او بې عدالتۍ کچه لوړه کړې او له بلي خوا ئې د خلکو او حکومتونو ترمنځ فاصله زیاته کړې ده. د خلکو او حکومتونو ترمنځ همدا نه همکاري او لیري والی د دې سبب سوی، چي حکومتونه خپل مشروعیت دلاسه ورکي او هیوادونه په داخلي لحاظ بې ثباته سي او داخلي بې ثباتي ئې بیا د سیاسي ضعف سبب کیږي. نو ویلای سو، چي د اوسنیو اسلامي هیوادونو د سیاسي ضعف یو علت هم د شریعي احکامو نه تطبیق دئ!


اووه: کمزوره اقتصادي وضعیت:

یو هیواد په سیاسي برخه کي هغه وخت پیاوړی کېدای سي، چي پیاوړی اقتصاد ولري. د هیوادونو په اقتصادي پياوړتیا کي د زراعتي محصولاتو، طبیعي زېرمو او نورو په پرتله صنعت لومړی مقام لري، چي بدبختانه اکثره اسلامي هیوادونه او خاصتاً عربي نړۍ، که څه هم د بالقوه جغرافیايي موقعیتونو څخه برخمن دي، خو بیا هم د صنعت په برخه کي تر نورو ډېر وروسته پاته دي. نننیو اسلامي هیوادونو ته پکار ده، چي د سیاسي قوت په موخه دي، خپل اقتصادي سیسټمونه ورغوي او تولیدي اقتصاد ته دي وده ورکړي، تر څو له دې کمزوري سیاسي حالته ځانونه وباسي.


اته: د اسلام انقلابي او اصلاحي پيغام هېرول:

د خدای په لار کي جهاد (وسلواله او غیر وسلواله مبارزه) د اسلام هغه انقلابي او اصلاحي پيغام دئ، چي نننیو مسلمانانو بیخي له پامه غورځولی دئ. همدا جهاد دئ، چي له یوې خوا د اسلامي ټولني د اتباعو په اصلاح کي ستر رول لوبوي او له بلي خوا و مسلمانانو ته د ظالم او متجاوز په وړاندي د درېدلو، ږغ پورته کولو او حق اخیستلو روزنه ورکوي. له کومه وخته چي مسلمانانو جهاد ته شا اړولې، له بدبختیو، بدمرغیو، د متجاوزینو له تجاوز او سیاسي ضعف سره مخ سوي دي او تر هغو به مخ وي، چي بیرته همدې اصل ته رجوع کوي. دا اصل د اسلام د سیاسي اړخ تر ټولو مهم عنصر دئ، چي له دې پرته د اسلام سیاسي دستګاه په حرکت نسي راتللای؛ نو د اوسنیو اسلامي هیوادونو د اتحاد او په سیاسي برخه کي خپل تېر عظمت ته د رسېدو یوه ډېره اغېزمنه لاره هم د جهاد اصل ته رجوع کول دي.


نهه: د اطاعت له اصل څخه نه پيروي:

د اطاعت اصل د اسلامي دولت یو له مهمو بنسټونو څخه شمېرل کیږي او له دې اصل پرته دولت یا خلافت نسي رامنځته کېدلای او که احیاناً رامنځته هم سي بیا پايښت نسي موندلای. نن ورځ مسلمانانو په دې اصل باندي عمل نه دئ کړی، نو ځکه له یوې خوا په جلا جلا کوچنیو او کمزورو هیوادونو وېشل سوي دي او له بلي خوا په هر هیواد کي دننه په ډلو، احزابو او فرقو سره وېشل سوي دي او په دې توګه ئې په نړۍ واله سطحه خپل سیاسي موقف بایللی دئ. که چيري مسلمانان په خپل ژوند کي د سورت النساء د ۵۹ نمبر آیت په حکم، چي د اطاعت اصل ته پکښي اشاره سوې ده عمل وکي، د حکومتدارۍ په برخه کي به ئې تقریباً د مشکلاتو لویه برخه حل سي او ټول هغه اختلافات به له منځه ولاړ سي، چي دوی ئې په فرقو، احزابو، ډلو او نهایتاً په هیوادو سره وېشلي دي او په دې توګه به په سیاسي لحاظ خپل پخواني برم ته ورسېږي! 


دا او دې ته ورته نورو عواملو په ګډه اسلامي هیوادونه د بدبختۍ وکندي ته اچولي دي او د دې سبب سوي دي، چي اسلامي هیوادونه ورځ تر بلي په سیاسي لحاظ کمزوري سي او پرېنږدي، چي اسلامي امت د سیاسي یووالي او قوت په لور ګامونه واخلي. په پای کي ویلای سو، تر څو چي همدا عوامل له منځه نه وي تللي، په نړۍ واله سطحه د اسلامي هیوادونو اتحاد او سیاسي قوت به یو خیال وي او بس.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 

سرته