تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فېسبوک زيانونه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  September 30, 2020
  0

د فېسبوک زيانونه


ليکوال: محمد وزير (حامد افغان)

 

د یوه شي له "خیر" مخکي د هغه "شر" پېژندل اړین دي، لکه حذیفه بن الیمان رضي الله عنه وایي: خلکو به د رسول صل الله علیه وسلم څخه د "خیر" پوښتنه کوله، خو ما به د "شر" په اړه پوښتني ورڅخه کولې، د دې لپاره چي ځان ور څخه وژغورم. د خواله مختلفو رسنیو د نړۍ ګڼ شمېر انسانان په غېږ کي نیولي دي، په ځانګړې توګه فېسبوک دنیا پر سر اخیستې ده، زموږ افغانان هم په ګڼ شمېر کي فېسبوک کاروي، د سترګو لیدلی حالت راښیي، چي ډېره کمه سلنه خلک یې ښه کاروي. متاسفانه، اکثره له فېسبوکه سمه استفاده نه کوي، که د خلکو غلطي کاروني او د فېسبوک تاوانونو ته متوجه سو؛ دې ستونزي فعلاً د وبا شکل غوره کړی دی. نو مناسب ده چي له تاوانونو یې ځانونه خبر کړو.

موږ اکثره شکایت کوو چي فېسبوک مي زیات وخت را څخه اخلي، په حقیقت کي ګڼ شمېر تاوانونه لري چي لاندي یې د المغربي ادیب ربیع السملالي دلیکني ژباړه د یو څه لاس وهني سره در سره شریک کوم:

 

(1) د فېسبوک له ګڼ شمېر تاوانونو یو دا دی، چي بېلاري سړي او ښځي به په اصلي نوم ستا نظر تائيدوي او په مستعار نوم به دي مخالفت کوي، په دې توګه به لوی سرخوږی او پرېشاني درته جوړوي.

 

(2) بل لوی تاوان دا دی، چي د ماشوم په څېر به پریمانه وخت په کي ضایع کوې، طبيعت به دي برابر وي او خوشحاله به یې، خو چي د الله کتاب خلاص کړې،دأُحد غره غوندي به دي په روح دروند وي او دوه درې مخه تلاوت وروسته به ستړی سي.

 

(3) بل تاوان یې دا دی، چي ډېرو اصلي شخصیتونه پټ کړي وي او د شهرت یا نورو دوکو لپاره یې جعلي شخصیت ښکاره کړی وي.

 

(4) د فېسبوک له تاوانونو بل دا چي ښه به خوشحاله او ارام یې، طبيعت به دي برابر وي، یو کم عقل به زنګونه او میسجونه درته شلیک کړي، یا به دي په پوسټ احمقانه کمنټونه درته ولیکي، نو خوشحالي او ارامي به دي په اوبو لاهو کړي.

 

(5) بل دا چي ځیني به په ظاهره چک چکي درته وهي، صفتونه به دي کوي، ابن تیمیه او الشوکاني به درنه جوړ کړي، خو په غياب کي به دي غندي، تهمتونه اوبهتانونه به درپوري تړي او په ډېره بې شرمي سره به دي په مختلفو ناسمو القابو تورنوي.

 

(6) بل دا چي له داسي بې حیا خلکو سره به مخامخ کیږې، چي هغه به چټي، ناپوه او لوی جاهل وي، خو ستا سره به په مهمو خبرو کي په سرټمبګي سره بحثونه کوي.

 

(7) بل زیان دا دی، چي یو ښه عالم، ستر ادیب او لوی مفکر به د یوه ناپوه، ناخبره ځوان او نجلۍ د نظرونو احترام کوي، هغوی به د قناعت کولو عمر ته به لا نه وي رسېدلي، نو یوې خوا ته به لوی عالم او مفکر وي چي د علم او تحقیق په لاره کي یې کلونه خوارۍ کړي وي او بل لور ته به د کمپيوټر اومستعار نوم تر شا ماشوم او یا نجلۍ ناسته وي.
   
(8) بل دا چي فېسبوک کي جاهل، عالم او کم عقل، مبتدع ګرځي او دا ټول د بې ځايه ستاینو، د ناپوهانو او چاپلوسانو د هڅونو په خاطر، دلته موږ وینو چي ډېر ناپوهه او سیاسي چالاکان په سلهاوو زره فالورز لري، هغوی یې هري ناپړیتي او ان احمقانه نظر ته لایکونه او افرینونه ورلېږي او د ډېرو لویوپوهانو علمي او ګټوري خبري د ګوتو په شمېر کسان بدرګه کوي. 

 

(9) د فېسبوک بل تاوان دا دی، چي خپله کورنۍ، اولاد او خپلوان، اړین کارونه، مطالعه او نور ډېر مسؤلیتونه به در څخه پاتي وي، خو د دنیا له ناپېژاندوسره به بوخت یې. خپل کول به در څخه پاته وي او په یوه مجهوله نړۍ کي به ژوند کوې.

 

(10) د فېسبوک له تاوانونو لوی تاوان د وخت ضایع کول دي، په ځانګړې توګه چټ او بې ګټي خبرو باندي، یقینا دا خبري د سړي جديت له منځه وړي، دین ته تاوان رسوي او آن زړه سختوي او د وخت ضایع کول عادت ګرځېدل خطرناکه خبره ده.

 

(11) د فېسبوک بل تاوان له درواغو او آن منافقت سره عادي کېدل دي، دا راز د خلکو پټو حالاتو معلومول او د هغوی د تېروتنو په لټه کي کېدل دي، دلته درواغ بېخي عام، د نفاق بازار ګرم او تجسس او غیبتونه له حده زیات دي او دا ټول لوی ګناهونه او ټولنیز فسادونه دي. نسأل الله السلامة
 
(12) دا راز فېسبوک کي حسد او کینې، مختلف النوعه کرکي او نفرتونه هم په ښه زور سره روان دي، شیطاني مینه او شیطاني کرکي هم زیاتي دي، دلته ډلبازۍ او د مختلفو افکارو پر سر جبهه ګیري او په دې لاره کي جنجالونه او عداوتونه هم زیات دي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته