تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټيکنالوژيکي ناروغۍ
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

ټيکنالوژيکي ناروغۍ


ليکوال: خليل احمد (عمري)

 

ټکنالوژي مو په ژوند کي، د اسانتیاوو رامنځته کولو سره – سره؛ د منفي تغیراتو او ناروغیو سبب هم ده. په دې اړه متخصصين وايي: "ټکنالوژي د انسانانو هم فزیکي او هم رواني حالت ته ډېر سخت زیان اړولی دی. سایبري ناروغۍ (هغه ناروغۍ، چي د ټکنالوژۍ په وجه رامنځته کیږي.) که پر وخت تداوي نه کړل سي؛ د ژور خفګان څخه بیا تر ځان وژني پوري، د انسان پر ژوند منفي اغېزه کولای سي. "
 
د ټکنالوژۍ څخه رامنځته سوي ناروغۍ:
 
Nomophobia) No Mobile Phone Phobia):  په اوس وخت کي ډېر عامه ناروغي ده. په لنډ ډول دا ناروغي د مبایل په اړه هر رنګه بېره درلودلو څخه عبارت ده. د مبایل په یو ځای کي پاته کېدل،  د چارج خلاصېدل او یا هم د جېب څخه د لوېدلو په صورت کي؛ ډېره زیاته وارخطايي، د تنفس په اخیستلو کي ستونزه او د سر ګرځېدل ددې مرض علایم دي.

Photo Lurking: دا ناروغي په انټرنیټ کي، د تصویرونو دوامداره کتني او تر کتني وروسته یې په اړه د زیات فکر کولو څخه عبارت ده. عموماً په دا ډول ناروغي اخته کسان، په انټرینټ کي د تصویر ليدلو وروسته د ځان، کورنۍ، ټولني، کلتور، ژبي یا قوم څخه نفرت، پر خپل مادي حالت باندي افسوس، او د قسم – قسم خواهشاتو سره مخ کیږي. دا ناروغي په انټرنيټ کي د ټولنیزو ویب سایټونو او یا هم نور د تصویرونو نشروونکي پلیټ فارمونو؛ په رامنځته کېدو سره؛ نوره زیاته سوله. تر ټولو لوی خطر ددې ناروغۍ دا دی: چي مصاب کس هیڅکله دا نه سي درک کولای، چي په دې ناروغۍ اخته سوی دی.

FOMO (Fear of Missing Out): د متخصیصونو په وینا دا ډول ناروغي عموماً په ځوانانو کي لیدل کيږي. دا ناروغي  د یوې جالبي پيښي، د سوداګریزو توکو رانیول، د خوشحالۍ خبر او یا هم دې ته ورته نور څه پیدا کولو په موخه؛ د ټولنیزي ميډیا زیات  او نه ستړېدونکي تعقیب څخه عبارت ده.

حساسیت، د وخت بې ځایه مصرفول، د ټولنیزو اړیکو څخه لیروالی او د وړتیاوو د لاسه ورکول؛ ددې ناروغۍ زیانونه دي.

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته