تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صمیمي ملګرتیا
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

صمیمي ملګرتیا

 

لیکنه: سمیع الله درانی

 

په ژوند کي یو تر ټولو مهم شی د دوستانو، ملګرو او اشنایانو سره اړیکي درلودل او له هغوی سره صله رحمي کول دي.

کله - کله د دوو صمیمي دوستانو یا ملګرو تر منځ ډیري ښې اړیکي موجودي وي، خو ناڅاپه یو داسي څوک چي حسد کونکی او منافق طبیعته وي، د دوی دوو تر منځ بیلوالی راولي.

ددې بیلوالي تر ټولو لویه لار یې دا یي چي یوه د درواغو منفي خبره په بل ملګري پوري وتړي او دا بل ملګري ته یې ووایي.

 

کوم ملګري ته چي د درواغو منفي خبره رسیدلې وي، که هغه تحقیق ونه کړي نو بېله شکه چي دا ملګري به ملګرتیا پای ته ورسوي؛

 

خو داسي نه ده پکار بلکي د الله ﷻ په دغه قول عمل کول پکار دئ:

اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسي ته له كوم خبر سره راسي، نو تاسي (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسي نه چي کومي ډلي(یا چا) ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه سئ. [سُوۡرَةُ الحُجرَات: ۶]

په دې قول د عمل ګټه به دا سي چي: دوه صمیمي ملګري یا دوستان به نور هم خوشحاله سره پاته وي، صله رحمي به یې نه وي سره قطعه کړې، د منافق د منافقت مخه به نیول سوې وي او بل مسلمان به د لاس او یا ژبي له ضرره خوندي سوی وي.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته