تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:مقاطعه او بنديز او يا اقتصادي انحصار
  تعليم الاسلام ويب پانه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ظلم او عداوت عهد نامه

مقاطعه او بنديز ـ يا اقتصادي انحصار

 

د قـريشو يوه ډيره لويه ډله سره را ټوله سوه او پردې يې قسمونه ياد کـړه چي هيڅوک به د بني هاشم او بني مطلب سره که مسلما ن وي که کافر او د هغو کسانو سره چي د بني هاشم او بني مطلب څخه نه دي خو مسلمانان سوي دي هيڅ قسم معامله نه کوي،نه به ښځه ځني غواړي نه به يې ورکوي، نه به شئ ځني رانيسي نه به يې پرخرڅوي، نه به څوک ور سره کښېني نه به خبري ورسره کوي، حتّْی سلام به نه ور اچوي، نه به د دوى کورو ته ورځي او نه به يې خپلو کورو ته پرېږدي، ترڅو چي محمّد صلی الله علیه وسلم و دوى ته د وژلو دپاره ور تسليم نه کړي او د دغي فيصلې دپاره يې يوه ورقه وليکل چي په هغه ورقه کي دغه ذکر سوي عهدونه او وعدې  لیکل سوي وې، او بل دا چي د بني هاشم سره به هيڅ وخت د صلحي خبري نه کیږي او نه به صلحه ځني قبلیږي ترڅو چي محمّد صلی الله علیه وسلمد وژلو دپاره را تسليم نه کړي.

 

دغه ورقه يا تعهد نامه د قريشو ټولو کافرو مشرانو امضاء کړل.

 

ابن قيم رحمه الله وايي: دغه تعهد نامه منصور بن عکرمه بن عامر بن هاشم وليکل او څوک بيا وايي چي نضر بن الحارث وليکل، خو صحي خبره دا ده چي بُغَيض بن عامر بن هاشم و ليکل او رسول الله صلی الله علیه وسلم ښرا ورته وکړه چي د هغې ښرا په سبب يې لاس شل سو.

 

د تعهد نامې يا مقاطعه نامې په شروع کي داسي وليکل سوه:

(بِسمِکَ اللّْهم) او بيا د تعهد نامې نوري مادي وليکل سوې چي پکښي ليکل سوي وه: هيڅوک به د بني هاشم او بني مطلب او نورو هغه کسانو سره چي مسلمانان سوي دي د رانيولو او خرڅولو معامله نه کوي، نه به شئ ځني را نيسي او نه به يې پرخرڅوي، نه به ښځه ځني غواړي نه به يې ورکوي او دوى ته به اجازه هم نه ورکول کيږي چي خوراکي مواد د مکې د دباندي څخه را نيسي، نه به څوک خبري ور سره کوي او نه به يې کورو ته پرېږدي، کامل انحصار او پوره مقاطعه وليکل سوه
او تعهد نامه يې دننه په کعبه شريفه کي وځړول.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته