تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ځان سره حساب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 9, 2021
  0


له ځان سره حساب 


ليکوال :مولوي عصمت الله عزام /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په دې خبره باندي زموږ  دټولومسلمانانو عقېده  اوپوخ  باور دی چي دانسانانو سر ه به  هرومرو حساب  کيږي ، دوی  له  دې څخه  هيڅ  چاره  هم  نه  لري ، له  حساب  څخه  انسان ځان هم نشي خلا صولای ، داسي يوه  ورځ  به راځي چي په  هغه  ورځ   به  د انسان  ټول  کړه  وړه  تلل  کيږي ، دهغو مطابق  به  بيا  ورته بدله  ورکول کيږي که يې عمل سم وو،نو بدله به يې هم سمه وي،ثوابونه  به يې په برخه وي اودده دسمو کړو په بدل کي به ورته تلپاتې نېکمرغي اوخوشحالي ورپه برخه شي.

 

خوکه دچاعمل خراب وو،نعوذبالله من ذلک نوبيا به هم دده د عمل مطابق بدله ورکول کيږي ، نوبيادمجرمانولپاره الله پاک داسي عذابونه تيارکړي دي چي بيا به په هغوکي غمجن اوپرېشانه وي خوهيڅ چاره به هم نه لري، داسي لوری به هم نه وي چي په هغه لوري ولاړشي اوله عذابه خلاص شي، نه به بيداري کارکوي، نه به واسطه کارکوي، روپۍ به فائده ورته نه کوي،نه به رشوت ترې اخيستل کيږي  اونه به قوم کارورکوي الله رب العالمين په خپل مقدس کتاب کي فرمايي:


[وَإِنَّ الدِّينَ لَوَاقِعٌ] [(6) سورة الذاريات] (يقينًاجزااوحساب ضرورواقع کېدونکی دی)


په دغه آيت مبارک کي  الله پاک فرمايي چي جزااوحساب خامخا کېدونکی دی يعني له هرچا سره به کيږي که نېک عمله وي اوکه بدعمله په  صحيح حديث کي راغلي دي  ((من نوقش الحساب عذب)) يعني دچاسره چي حساب وشو،نوهغه ته عذاب ورکول شو.


حضرت عائشې( رضی الله عنها )له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه.


 چي ددې آيت څه مطلب دی چي الله تعالی فرمايي-: {فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا} [(8) سورة الانشقاق](چي الله پاک دهغه چاپه هکله فرمايي چاته چي عمل نامه په ښې لاس ورکول شوه: نوزردی چي اسانه حساب به ورسره وشي)يعني الله پاک خو فرمايي چي دهغه چاسره به هم حساب کيږي چاته چي عمل نامې په ښي لاس ورکول کيږي،په داسي حال کي چي هغوی خوجنتيان دي،عذاب نه ورکول کيږي .


اوته وايې چي دچاسره حسابو شوهغه ته عذاب ورکول شو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:((ذلكِ العرض)) داورپېشېدل دي)يعني دا دقيق حساب نه دی، يوازي اعمال به ورته پېش کړی  شي، ددې  لپاره چي الله پاک خپله مهرباني ورښکاره کړي ، ورته به ووايي.


ألم تفعل يوم كذا كذا؟ ألم تفعل كذا؟ په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟ په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟ په فلانۍ ورځي دي داسي نه ووکړي؟


نوله دې وروسته به دابنده ډېرووېرېږي چي دا اعمال مي برباد نه شي  نوالله -(جل جلاله) به ورته وفرمايي-: ((أنا سترتها عليك في الدنيا، وأغفرها لك الآن))


(ما پرتا  باندي په دُنيا کي پرده اچولې وه  او اوس درته داگناوي دربخښم)!! نودحساب په کېدنه  کي کوم  شک نشته، خوليکن تول اوبدلې به توپيرسره لري، بيا د حساب نتيجه به ياد نېکيو زياتوالی  وي ، نوبرخليک به يې جنتونه اوخوشحالۍ وي. اويابه په پايله کي گناوي زياتي راووزي نوبرخليک به يې عذابونه وي (اعاذناالله منذلک) اويابه په پايله کي نېکۍ اوبدۍ سره برابري راووزي  بياهم نېکمرغي ده.


ځيني خلگ به داسي وي چي حساب به سخت اودقيق  ورسره کيږي، نودابه هم د دوی لپاره بربادي وي ځکه دده عملونه که هرڅومره ډېروي، خوليکن بياهم دالله پاک ديوه نعمت هم پوره حق نه شي ادا کولای.


ځيني خلگ به داسي وي  چي اسانه حساب به ورسره کيږي  داپه  حقيقت کي هغه څوک دي چي په دُنيا کي له ځانه سره حساب کوي لکه څنگه چي په حديث کي په دې کارامرشوی دی چي ((حاسبوا أنفسكم قبل أن تحاسبوا)) (دخپلوځانوسره حساب وکړئ مخکي له دې چي ستاسوسره حساب وشي)


په دې سره به انشاءالله تعالی له ډېروگناهونوڅخه انسانراوگرزوي.


الله رب العالمين په قرآن کريم کي فرمايي:  {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍواتقُوالله َاِنَ اللهَ خَبِيربِمَا تَعمَلُونَ}


[(18) سورة الحشر]) اې اېماوالو!وېره کوئ لهالله پاک څخه اوفکردي کوي هرنفس دهغه عمل چي دسبالپاره يې لېږي،اووېره کوئ له الله پاکه،يقينًاالله تعالی خبرداردی په هغه عملونوسره چي تاسويې کوئ)


په دغه مبارکآيت کي الله پاک درې امرونه  مؤمنانوته کړي دي:


۱: اتَّقُوا اللَّهَ  مرادله دې څخه تقوْی له ايمانياتوڅخه ده،  يعني له هرقسم شرک اوکفرڅخه ځان وساتئ.


۲: وَلْتَنظُرْنفس ماقدمت لغد مطلب دا  دئ چي له ځانو سره حساب وکړئ اود حق اوباطل په مينځکي توپيروکړئ.


۳:لغَد مراد ترېنه ورځ دحساب ده.


غد په محاوره دعربوکي راتلونکې ورځي(سبا) ته ويل کيږي، نو په دې کي اشاره ده  دې خبري ته چي ټول عمرددنيا د يوې ورځي په څېردی اوسبا ته قيامت دی.!!


نوپرانسان باندي لازمه ده چي دخپل ځان سره د قيامت د ورځي ترحساب مخکي حساب وکړي، که دا کاروکړي نوپه دې کي به يوه ډېره لويه فائده ورته وشي،ځکه چي په دغه حساب کي يې نتيجه ورته غلطه معلومه شي، نوبيا سبا ته هغه کاربيانه کوي،


دبېلگي په ډول  چي ماښام د ځان سره داسي حساب شروع کړي چي  په نن ورځ کي دي څومره لمونځونه کړي دي؟

څورکعاته دي په جمعي سره نيولي دي ؟اوڅومره دي نه دي نيولي؟


سنت دي کړي دي اوکنه؟ څومره دي نفل کړي دي؟ څومره دي ذکرکړی دی؟


همدارازدگناهونوپه هکله داسي له ځان سره حساب کول چي څومره نا فرماني رانه شوې ده؟ اوڅومره ددين مطابق چلېدلی يم؟


څومره غيبت رانه شوی دی؟ څومره مي مسلمانانوته تکليف رسولی دی؟ څومره مي مسلمانانوته فائده وررسولې ده؟


که داسي حساب له ځان سره انسان جاري ساتي نوانشاءالله تعالی انسان کنترول شي اواعمال به يې دشريعت مطابق وگرزي .

 

www.taleemulislam.net

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته