تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صحابه کرامو د صبر او ثبات سبب ځه شي وو؟
  تعليم الاسلام ويب سايټ
  July 5, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۱ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اصحابِ کرامــو د دومـره صبر او ثبات سبب څه شي ؤ؟

 

وروڼو! د دغو آزارو او تکاليفو تر اورېدلو وروسته عاقل او هوښيارو خلكو ته دا سوال او پوښتنه پيدا کيږي چي د مسلمانانو د دغه صبر او ثُبات چي عقلونه ورته حیرانیږي سبب او باعث څه شي ؤ؟ 


مسلمانان څه شي د مقاومت و دغه لوړي درجې ته و رسول؟

څنګه يې پر دغو آزارو او تکاليفو چي په اورېدلو سره يې وريښتان شخيږي او زړونه ريږدي صبر کاوه؟

 

د دغسي پوښتنو او سوالو په جواب کي غواړم چي يو څه و هغو عواملو او اسبابو ته اشاره وکړم چي انسان ته د دغه صبر او ثبات، زغم او مقاومت قدرت ورکوي، 

 

1 -  د دغه ثُبات او صبر دپاره اول او تر هر څه د مخه عُمده او اساسي سبب: پر يوه الله جل جلاله   ايمان دى او په حقه سره د دغه الله پيژندل دي، ټينګ ايمان چي په زړه ننوزي د غرو وزن لري، د ټينګ ايمان او محکمه يقين پر خاوند چي د دنيا تکاليف هر څومره ډير لوى او سخت سي، هغه څوک دغه ټول مشاکل د خپل ايمان په مقابل کي داسي ويني لکه د نړونکي سېل پر سر خاشې، هغه سېل چي لوى بندونه او لوړي قلاوي نړوي، د دغسي ايمان خاوند د خپل ايمان په خوږ واله کي، د خپل يقين په روښنايي کي، دغه دنيوي زحمتونه او تکليفونه نه حسوي او نه يې پروا په کيږي، د دغه ذکر سوي اصلي او يواځني سببه څخه چي صادقه ايمان دى، څو نور فرعي سببونه هم پيدا کيږي، چي دغه ثبات او صبر نور هم تقويه کوي. 

 

2 -   داسي قائد او قيادت چي زړونه و هغه ته ميلان لري.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د اسلامي امت نه بلکه د ټول بشريت قائد اعلْى ؤ داسي ښايسته خويونه، د ځان پوره والى، ښه اخلاق يې درلودل چي زړونه ور جذبېدل او ځانونه تر قربانېدل، د کمال او پوره والي هغه خويونه پکښي موجود وه چي و هيڅ بشر ته نه دي ورکول سوي، د شرف، خير، فضيلت، عفت، امانت، صدق او ټول د خير اوصاف داسي پکښي موجود وه چي دښمنانو يې په هغو کي شک نه درلودى، دوستان او ملګري خو يې څه کوې، د ده صلی الله علیه وسلم  د خولې څخه هيڅ داسي جمله او کلمه نه را وتل چي د ټولو به د هغه پر رشتيا والي يقين نه ؤ، تاسي راسى چي د نمونې پر قسم د دښمنانو حالت و وينو او يو څه خبري يې واورو، چي څومره يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر رشتيا ويلو اعتماد او باور درلودى.

 

د قريشو دکفارو د مشرانو څخه درې نفره د شپې په پټه ورتله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دکور د دېواله ترشا به يې د ده صلی الله علیه وسلم  و قرآن ويلو ته غوږ نيوى او يو په بل نه وه خبر، د دغو درو نفرو څخه يو هم ابوجهل ؤ.  


ترڅو چي دغه درې نفره په خپل منځ کي سره رسوا سوه، نو يوه د ابوجهل څخه پوښتنه وکړه او ويل: د دغه په باره کي چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  څخه دي واورېدل څه وايې؟ ده و ويل: څه مي واورېدل؟ موږ او د عبد مناف اولادې د  شرف په حاصلولو کي سيالي سره کول، که دوى خلكو ته خواړه ور کول موږ هم خلكو ته خواړه ورکول، که دوى د خلكو سره کومکونه کول موږ هم کول، که دوى خلكو ته مالونه ورکول موږ هم ورکول، ترڅو چي لکه هغه د مسابقې دوه آسان سره برابر او مساوي ؤ، خو دوى و ويل: په موږ کي نبي سته چي د آسمانه څخه وحيِ ورته راځي او موږ و دغه ځاى ته نه سو رسېدلاى، نو په والله هيڅکله به نه ايمان پر را وړم او نه به يې تصديق وکړم. 


تاسي پوه سواست چي قريشو د قوميت او تربُر ګلوۍ د ضده څخه ايمان نه را وړى، که نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صداقت او رشتيا ويلو کي يې شک نه درلودى، ابوجهل به و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ويل: يا محمّد! موږ تا  درواغجن نه بولو مګر هغه شيان درواغ بولو چي تا را وړي دي، په  دغه باره کي د الله عزوجل  دا قول نازل سو چي فرمايي: 


فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَٰكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ ﴿الأنعام: ٣٣﴾
يعني: دوى ستا تکذيب نه کوي، مګر دغه ظالمان د الله عزوجل  د آياتو څخه انکار کوي.

 

 يوه ورځ کفارو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د طواف په وخت کي څو ځله بد و ويل خو په آخري ځل یا وار کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: «يا معشرَ القريش! جئتکم  بالذّبح » اې د قريشو ډلي ستاسي د حلالولو دپاره راغلى يم، د دغه خبري د بيري څخه هغه څوک چي ډير يې دښمن ؤ په زاريو یې شروع وکړه، دا ولي؟ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  صادق الامين ؤ، دکفارو او دښمنانو يې د ده پر هره خبره يقين ؤ. 


کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر سجده ؤ او کفارو د ده صلی الله علیه وسلم  پر سر هغه د اوښ د نس شيان ورکښېښوول او بيا يې دومره او داسي خندل چي ځانونه يې نه سواى ټينګولاى، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي يوه ښرا ورته وکړه، يواځي دا نه چي د کفارو خندا ورکه سوه، بلکه پر ټولو غم او پرېشاني ښکاره سوه او دا يې يقين سو چي دوى هلاکيږي او بيا هلاک هم سوه. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عُتَيبه بن ابي لهب ته ښرا وکړه، د هغه همېشه دا يقين ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښرا مطابق شئ به راته پېښيږي او کوم وخت چي يې په شام کي زمرئ وليدى ويل: والله محمّد مړکړم او دئ په مکه کي دى.  


اُبى بن خلف چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به يې په وژلو سره وعده ورکول او ورته ويل به يې چي زه دي وژنم، يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: بلکه زه تا وژنم ان شاء الله، کوم وخت چي اُبى د اُحُد په ورځ ډير لږ  زخمي سو، زموږ په اصطلاح (وګږل سو) اُبى و ويل: محمّد ما ته په مکه کي ويلي وه: زه دي وژنم، والله که پر ما ناړي هم توف کړي مړ به مي کړي. 


(دغه قصه به د اُحُد په غزاءکي په تفصيل سره واوری انشاءالله تعالْى)


سعد بن معاذ رضی الله عنه  مکې مکرمې ته راغلى ؤ او اميه بن خلف چي د سعد رضی الله عنه  پخوانئ آشناى ؤ و هغه ته يې و ويل: ما د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: مسلمانان ستا وژونکي دي، اميه بن خلف ډير وبېرېدى او د ځان سره يې دا عهد وکړی چي هيڅکله به د مکې څخه نه وزم،  خوکوم وخت چي ابوجهل د بدر په ورځ ورته راغلى او ويل: ځان تيار کړه چي جنګ ته ځو، نو ده  په مکه مکرمه کي هغه تر ټولو ښه اوښ رانيوى، دا د دې دپاره چي پر هغه وتښتي، ښځي يې ورته و ويل: يا ابا صفوان هغه خبره دي هېره سوه چي یثرِبي آشناى دي يعني (سعد بن معاذ) درته وکړه؟ اميه بن خلف و ويل يا والله نه مي ده هېره، زه نه غواړم چي د دوى سره ووزم.

 

وروڼو! دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دښمنانو او منکرانو حال ؤ، مګر ملګري او اصحاب يې؟ و هغو ته داسي ؤ لکه روح په بدن کي، د هغو په زړو او سترګو کي يې ځاى نيولى ؤ، هغه صادقه محبت و ده  صلی الله علیه وسلم  ته داسي ور پوري وهل لکه اوبه چي د لوړي څخه وکښتي ته پوري وهل کيږي او زړونه يې و ده صلی الله علیه وسلم ته داسي ورکشېدل لکه اوسپنه چي و مغناطيس، يا آهن رُبا ته ورکشيږي، د دغه حب او محبت ښکاره اثر دا ؤ چي اصحابِ کرام په دې راضي وه چي د دوى غاړي و وهل سي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي يو نوک نه ګږل کيږي او نه دي يو زوز په جګيږي، د مثال پرقسم دغه  يوه قصه واورى: 

يوه ورځ مشرکان پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  را ټول سوه يوه د يوې خوا او بل د بلي خوا په سکانو او چپلاخو واهه، په دغه وخت کي يوه نفر و ابوبکر  الصِدِّیق رضی الله عنه  ته ورناري کړه چي هله ملګري ته دي ځان ورسوه! 


ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  هم په تلوار سره هلته ورغلى يو يوه طرف ته پوري وهي او بل بل طرف ته، څو ځان يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور ورساوه، مشرکانو رسول الله صلی الله علیه وسلم  پرېښاوه او پر ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  يې را واچول، ابوبکر الصِدِّیق  رضی الله عنه دکفارو د طرفه ډير سخت و وهل سو، خلك پکښي غورځېدل، عتبه بن ربيعه ور نژدې سو د ابوبکر پرځيګر کښېنستى او خپله چوټه يې ورته ونيول پر مخ مخ يې په وهي، مخ يې تر داسي اندازې و پړسېدى چي پزه يې په مخ کي نه معلومېدل (د هغه وخت چوټي وې د مېخو ډکي او هره يوه يې دوه کيلو وه) ترڅو چي ابوبکر رضی الله عنه  بېهوښه او بې سده پروت ؤ، بيا نو بنو تميم چي د ابوبکر رضی الله عنه  قبيله وه، ابوبکر رضی الله عنه  يې په يوه پټو کي واخستى او د ده رضی الله عنه  کور ته يې يو وړى او د ده په مرګ کي چا شک نه درلودى، خو ده د ورځي په آخر کي خبري وکړې او اوله خبره يې دا وه: رسول الله صلی الله علیه وسلم  څنګه دى؟ حاضرو کسانو خبره واړول او بيا د ده رضی الله عنه  و مور ته چي اُم الخير ورته ويل کېده ور  ولاړ سوه ويل: د خوړلو يا څښلو يو شئ ورکړه، مور چي يې ور ته راغله او ور سره يواځي سوه ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  دغه وايې: رسول الله صلی الله علیه وسلم  څنګه دى او څه يې وکړه؟ مور يې و ويل: والله ستا په صاحب او ملګري نه يم خبره، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: واُم جميل بنت الخطاب ته ورسه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حال پوښتنه ځني وکړه، د ابوبکر رضی الله عنه  مور و اُم جميل ته ورغله او ويل: ابوبکر د محمّد بن عبدالله د حال پوښتنه در څخه کوي، اُم جميل و ويل: نه ابوبکر پيژنم نه محمّد بن عبدالله او که دي خوښه وي چي ستا زوى ته در سره ولاړه سم ولاړه به سم، ويل: هو راځه، اُم جميل (چي فاطمه بنت الخطاب او د عمر رضی الله عنه  خور ده او د اسلام قصه يې د مخه تېره سوه) د ابوبکر رضی الله عنه  د مور سره و ابوبکر رضی الله عنه  ته ورغله، وې ليدل چي ابوبکر رضی الله عنه  ټپي او زخمي پروت دى، دا ورنژدې سوه او په چغو سره يې ناري کړه: والله هغه قوم چي ستا سره يې دا کار کړى دى هغه د فسق او کفر اهل دي او زه اميد لرم چي الله عزوجل  به ستا بدله او انتقام د هغو څخه واخلي، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه حال دى او څنګه دى؟ ام جميل ويل: دغه ستا مور يې اوري، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: پروا نه لري دا زما مور ده، ام جميل ويل: هغه جوړ او روغ دى، ويل: هغه چيري دى؟ ويل: د ابن الأرقم په کورکي دى، ابوبکر رضی الله عنه  و ويل: والله نه به خواړه وخورم او نه به شئ وڅښم ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نه يم ور رغلى، هغو ويل: ته لږ وخت انتظار وکړه چي ته يو څه آرام سې او خلك کورو ته ولاړ سي، ام جميل وايې: پسله څه وخته څخه چي خلك کورو ته ولاړه ابوبکر رضی الله عنه  مو په داسي حال کي را وايستى چي زموږ په منځ کي ؤ او پر موږ يې تکيه کول او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته مو ور وستى، دغسي د حُب اوفداء کارۍ قصې به په دغه کتاب کي ډيري و وينى، خاصتاً هغه چي د اُحُد په ورځ او نوري پيښي سوي دي. 

 

نو د دغسي محبوب رهبر او قائد دپاره به هم څوک قربانۍ نه قبلوي؟

 

3 -  د مسئوليت احساس، اصحابِ کرام پوره پوهېدل چي د بشر پر غاړه ډير لوى او عظيم مسئوليت پروت دى او دا ممکنه نه ده چي څوک دي د دغه مسئوليت څخه په هيڅ حال کي ځان ګوښه او خلاص کړي، ځکه هغه خطرناکه عواقب چي د دغه مسئوليت څخه د تيښتي او بې پروايي په حالت کي پېښيږي تر دغه اوسني تکاليفو ډير لوى او ډير زيات ضررمن دي او هغه تاوان چي د مسئوليت د نه حسولو په حالت کي و دوى او ټوله بشريت ته پېښيږي پـه هيڅ ډول د دغه اوسني تکاليفو او مـشکلاتو سره نه سي قياسېدلاى، نو ځکه يې دغه تکاليف او آزارونه قبلول! نه د مسئوليت څخه تېښته.

 

4 -   ايمان پر آخرت، ايمان پر آخرت هغه شئ دى چي د مسئوليت احساس قوي کوي، د اصحاب کرامو دا پوره يقين ؤ چي دوى د الله جل جلاله  په حضور کي دريږي او د دوى د اعمالو که لږ وي که ډېر، که لوى وي که کوچني، حساب ور سره کيږي او تر حساب وروسته يا به د جنت و همېشني نعمتو ته ځي، يا به د دوږخ په اورکي و همېشني عذاب ته، نو ځکه دوى خپل عمر د بيري او اميد په منځ کي تېراوه، د الله عزوجل  د رحمت په اميد وه او د الله جل جلاله  د عذابه څخه بېرېدل.الله جل جلاله  فرمايي:


وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ ﴿المؤمنون: ٦٠﴾
 يعني: هغه کسان چي ورکوي هر هغه شئ چي دوى ورکړى دى (که زکوة وي که خيرات) په داسي حال کي يې ورکوي چي د دوى زړونه د نه قبلېدلو څخه بېرېدونکي وي، چي بېشکه دوى خپل رب ته ورتلونکي دي.


او اصحاب کرام په دې پوهېدل چي دا دنيا د خپلو ټولو عذابو او نعمتو سره د آخرت په مقابل کي د غماشي د وزر قېمت او اهميت نه لري، دغه پوهي او يقين پر دوى د دنيا مشقتونه او تکليفونه دومره سپکول چي په دغو عذابو او آزارو يې هيڅ پروا نه کېدل.

 

5 -   قرآن مجيد، په دغه سختو،  قهرمنو او ترخو حالاتو کي د قرآن مجيد داسي سورتونه او آياتونه نازلېدل چي د اسلام پر مباديو او اساس باندي حجت او دلائل وه او مسلمانانو ته يې هغه لار ښووني کولې چي د هغو په عملي کولو سره په ټول عالم کي ډيره ښه بشري ټولنه جوړېدل، چي هغه اسلامي ټولنه وه او د مسلمانانو احساسات يې پر صبر او استقامت ټينګول او د دغه مقصد دپاره يې مثالونه او حکمتونه بيانول. 

 

د مثال پر ډول الله عزوجل  د سورة البقره په (214) نمبرآيات کي فرمايي:
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ﴿البقرة: ٢١٤﴾
يعني: اې مومنانو!  آيا تاسي ګمان کوى چي تاسي به جنت ته داخل سى؟ او پر تاسي به د هغو کسانو په مثل سختۍ نه وي راغلي چي پخوا تېر سوي دي، پر هغو تکاليف او سختۍ راغلي وه، لوږه او مسکنت، آزارونه او تکليفونه ورته پېښ وه، تر داسي اندازې چي هم به هغه د دوى رسول او هم به هغو کسانو چي د ده سره يې ايمان را وړى ؤ و ويل: د الله نصرت به کله وي؟ الله جل جلاله  د دوى په جواب کي فرمايي: خبر اوسى چي مومنانو ته د الله نصرت قريب او نژدې دى. 


دا و مسلمانانو ته ارشاد ؤ چي آيا تاسي اميد لرى چي و جنت ته داخل سى؟ حال دا چه هغه تکليفونه او آزارونه چي پخوانيو امتو ته پېښ سوي دي تاسي ته به نه پېښيږي؟  او بيا هم الله جل جلاله  فرمايي:


 الم ﴿١﴾ أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ ﴿٢﴾. [العنکبوت /1،2] 
آيا خلك داسې ګمان کوي چي دوى به پر دغه پرېښوول سي چي و وايي: (موږ ايمان را وړى دى) او دوى دي امتحان نه کړل سي؟.


وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ  فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ ﴿٣﴾. [العنکبوت/۳ ]  
په تحقيق موږ امتحان کړي دي هغه کسان چي تر دوى د مخه وه، پس خامخا به الله جل جلاله  په علم ظاهري سره هغه کسان معلوم کړي چي په خپل ايمان کي صادقه دي او خامخا به هغه کسان په علم ظاهري سره معلوم کړي چي درواغجنان دي. 

 

دغه قرآني آياتو او مفاهِمو مسلمانان و بل عالَم ته نقلول، دکون او کائناتو مشاهِد يې په ليدل، د الله جل جلاله  د ربوبيت جمال او د اُلوهيت کمال يې په ليدى، د الْهي رحمت او مهربانيو  آثار يې په ليدل، د جنت هغه نعمتونه يې ورته بيانول چي د هغو د حاصلولو دپاره هيڅ تکليف! تکليف نه معلومېدى، د دغو آياتو په جريان کي مسلمانانو ته په الْهي رحمت او نعمتو، په جنت او په الْهي رضاء سره زيري ورکول کېدل او په عين وخت کي د دوى د ظالمو دښمنانو او سرکښه کفارو د محاکمې حالات بيانېدل، چي بيا پسله محاکمې څخه پړمخي د دوږخ و اورته کشول کيږي او ورته ويل کيږي (ذُوقوا مَسّ سقر) يعني: د دوږخ د عذابو خوند وګورى.

 

6 -   دکاميابۍ زيري، د دغو ټولو تکاليفو سره سره مسلمانان د اَولي ورځي څخه بلکه د مخه تر دې چي و اسلام ته داخل سي په دې پوهېدل چي و اسلام ته داخلېدل دا معنْی نه لري چي بايد مشکلات او تکاليف يوسو، بلکه د اَولي ورځي څخه د اسلامي دعوت هدف دا ؤ چي ړوند جاهليت او د هغه جاهليت ظالم نظام د منځه يوسي. 


مسلمانان پوهېدل چي د اسلام اساسي هدف دا دى: چي پر مځکه خپل نفوذ جاري کړي او په عالَم کي سياسي نفوذ لاس ته را وړي، چي انساني اُمت او بشري ټولنه د الله جل جلاله  د رضاء پر طرف رهي کړي او بندګان د بندګانو د بندګۍ څخه د الله جل جلاله  و بندګۍ ته ور وباسي او د قرآن مجيد دغه دکاميابۍ زيري ځيني وختونه په پوره صراحت او ځيني وختونه پـه  کنايه سره مسلمانانو ته نازلېدل. 

 

دغه د سختيو په ژوند او د آزارو په وختو کي چي مځکه پر مسلمانانو تنګه سوې وه او قريبه وه چي د دوى د ژوند ورځي پاى او آخر ته ورسيږي، هغه آياتونه نازلېدل چي د پخوانيو انبياوو او د دوى د قومو حالات پکښي بيانېدل، داسي واقعات پکښي ذکر کېدل چي د مکې مکرمې د مسلمانانو او کفارو د حاله سره مطلق مطابق او يو شئ وه. 


او بيا به په دغو آياتو کي د کفارو او ظالمانو د هلاک حالات بيانېدل او دا بيانېدل چي مځکه به بيرته د الله جل جلاله  و صالحه بندګانو ته په ميراث ور پاته سوه، نو په دغو قصو کي و دې ته واضحه اشارې وې چي د مکې مکرمې کفار، په را تلونکي وخت کي ناکامه کيږي، مسلمانان او اسلامي دعوت کاميابه کيږي، بيا هم په دغو وختو کي داسي صريح آياتونه نازل سوه چي مسلمانانو ته يې د بري او غلبې زيري ورکول، لکه څرنګه چي الله جل جلاله  د سورة الصافات د (171) نمبر آيات څخه بيا تر (177) آياته پوري فرمايي:


وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ﴿١٧١﴾. يعني: پخوا لا زموږ د بندګانو رسُولانو دپاره زموږ حکم صادر سوى دى،

إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ ﴿١٧٢﴾  بېشکه چي د دوى سره مرسته او مدد سوى دى،

وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿١٧٣﴾ او بېشکه زموږ لښکري کاميابه او پر کفارو بريالۍ دي


فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّىٰ حِينٍ ﴿١٧٤﴾  تر يوه وخته پوري ته د دوى څخه مخ وګرځوه، يعني: څو ورځي لا دوى ته صبر وکړه څه مه ورته وايه


وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ ﴿١٧٥﴾ ته څه موده دوى ته وګوره ژر ده چي دوى به خپل عاقبت او آخر کار و ويني،


أَفَبِعَذَابِنَا يَسْتَعْجِلُونَ ﴿١٧٦﴾ آيا دوى زموږ د عذاب د را تللو تلوار کوي؟


فَإِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَاءَ صَبَاحُ الْمُنذَرِينَ ﴿١٧٧﴾  پس کله چي د دوى پر غولي او ميدان عذاب نازل سي! بد به وي سهار يا ورځ د دغه بېرول سوو خلكو.


او بيا رب عزوجل  د سورة القمر په (45) نمبرآيات کي فرمايي:
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ ﴿القمر: ٤٥﴾
 يعني: ژر ده چي د دغه کفارو ډله او ټولۍ به ماته سي او دوى به په جنګ کي مسلمانانو ته خپلي شا وي ور وګرځوي، يعني ځغلي به او تښتي به. 


همدارنګه رب عزوجل  د هغه مهاجر مسلمانانو په باره کي چي حبشې ته يې هجرت کړى ؤ فرمايي: 


وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿٤١﴾
يعني: هغه کسان چي د الله جل جلاله  په لارکي يې وروسته تر هغه چي ظلم پر وسو هجرت کړى دى، نو خامخا به موږ په دنيا کي و دوى ته ښه ځاى ورکړو او خامخا د آخـرت اجر او ثواب ډير لوى دى، که دغه مهاجرين په هـغه خپل لوى اجر پوهېدلاى. 


د الله جل جلاله  د طرفه دغه قسم زيري او بشارتونه و مسلمانانو ته خورا ډير دي چي د هغو په را نقلولو سره د مضمون د اوږد والي څخه بېرېږم. 

 

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغسي زيري يو او بل وخت و مسلمانانو ته ور کول، کوم وخت چي به د حج موسم راغلى رسول الله صلی الله علیه وسلم  به د رسالت د تبليغ او دعوت دپاره د خلكو په منځ کي و درېدى او يواځي په جنت سره  يې زېرى نه ورکاوه بلکه په پوره صراحت سره به يې ورته ويل: اې خلكو! (لا اله الا الله) و واياست چي د الْهي عذاب څخه خلاص سى او په دغه کلمه سره به د عربو پاچهان سى او عجم به مو اطاعت کوي او که مړه سواست په جنت کي به پاچهان ياست. 


دغه رنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د قريشو و هغه آخرنۍ ډلي ته چي ابوطالب ته ورغله په صـراحت سره و ويل: زه د دوى څخه يوه جمله غواړم، دوى دي هغه قبوله کړي عرب به ورته تابع سي او د عجمو به پاچهان سي. 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه زيري او بشارتونه په پټه او پرده کي نه وه، بلکه لڅ او په ښکاره سره ويل کېده، لکه څرنګه چي مسلمانان په خبر وه دغه رنګه وکفارو ته هم تر داسي اندازې ور معلوم وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اصحابِ کرام به يې وليدل د پسخند او ملنډو پر قِسم به يې و ويل: هغه دي د مځکي پاچهان  راغله، ژر ده چي د کسرْی او قيصر پر پاچهيو به کاميابه سي، بيا به يې شپېلکيان او چکچکي کړې. 


نو د دغه په مقابل کي چي اصحاب کرامو ته به په دنيا کي د روښانه مستقبل زيري ورکول کېدل او د هغو اميدو سره چي په آخرت کي به پر جنت کاميابه کيږي، اصحاب کرامو دغه پرله پسې عذابونه چي پر دوى اُورېدل او هغه مصائب چي د هره طرفه پر را ګرځېدلي وه، داسي بلل لکه د پسرلي اوريځ چي ډير ژر به سره وپاشل سي. 

 

پر دې ټولو سر بېره رسول الله صلی الله علیه وسلم  به همېشه د دوى اروحونه په ايمان ور تغذيه کول، د دوى ضمیر او وجدان يې د قرآن او حکمت په تعليم سره ور پاکاوه او په سالمه تربيه سره يې تربيه کول، د دوى اروحونه يې و لوړو منزلو او د زړو و پاکۍ ته رهنمايي کول، د اخلاقو صفايي، د مادياتو څخه آزادي يې ور ته بيانول، د شهواتو سره يې د مقاومت لاري چاري ور ښوولې، د مځکي او  آسمانو  رب ته يې نژدې کول، د جهل د تاريکيو څخه يې د معرفت و نور ته ور وستل، د آزارو په مقابل کي يې صبر او د نفس مغلوبه کېدل ور ښوول، نو ځکه د دوى په علم کي رسوخ، د الله جل جلاله  په لار کي فاني کېدل، و جنت ته شوق، حرص پر علم، فقهه په دين کي، محاسبة النفس، غلبه پر عواطفو، تقيـُّد په صبر، هـدوء او وقار زيات سوه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته