تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بدعت د شریعت په رڼا کي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2019
  0
لیکنه: عبدالحی حنفي
 
پدې مقاله کي به تاسو د اسلام تکمیل، د بدعت مذمت، تعریف او د صحابه کرامو او د امت د مشهورو علماوو او اولیاوو ویناوي مطالعه کړی.
 
اسلام یو کامل دین دی، قرانکریم ابدي قانون، د ژوند کامل لارښود او مکمل دستور العمل دی د اصولو د علماؤ د تصریح مطابق د شریعت دلائل څلور دي: کتاب الله، سنت رسول الله صلی الله علیه وسلم، اجماع، د مجتهد قیاس.
خو اجماع او قیاس په حقیقت کي کتاب او سنتو ته راجع او د هغو ثمره ده.
 
د اسلام دین څه وخت کامل سو؟
 
الله عزوجل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذریعه د عرفات په ورځ د زرګونو مبارکو او پاک نفسو ملګرو غونډي ته د وفات څخه تقریباً ۸۱ ورځي مخکي دغه اعلان وکړی چي:
 
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا. (سورة المائده: ۳)
یعني نن ما ستاسو لپاره ستاسو دین مکمل کړی او پر تاسو مي خپل نعمت پور کړی او ستاسو لپاره مي د اسلام دین خوښ کړی.
 
ددې الهي اعلان منشا همدا ده چي تر قیامته پوري په دې دین کي د ترمیم او تنسیخ، کمي او زیاتوب نه ضرورت سته او نه ګنجایش. د هدایت لپاره چي کومو احکامو ته اړتیا وه هغه اصولاً ټول نازل کړل سوه. اوس که یو شخص په دین کي داسي شی اضافه کوي چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم امت ته د هغه تعلیم نه وي ورکړی نو ګواګي هغه دا دعوی کوي چي دین نامکمل او زما د ترمیم محتاج دی.
 
حدیث شریف کي راځي:
فإنه من يعش منكم بعدى فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتى وسنة الخلفاء المهديين الراشدين تمسكوا بها وعضوا عليها بالنواجذ وإياكم ومحدثات الأمور فإن كل محدثة بدعة وكل بدعة ضلالة. (ابوداود، ترمذي، ابن ماجه، احمد)
ژباړه: یقیناً زما وروسته چي څوک ژوند کوي هغه به ډیر زیات اختلاف وویني نو په داسي وخت کي پر تاسو لازم دی چي زما سنت (طریقې) او زما د هدایت یافته خلفاوو سنت لازم ونیسئ، هغه (خلفاء) چي هدایت کړل سوي دي، (دا سنت) ټینګ يې ونیسئ او په غاښو يې ټینګ ونیسئ او په دین کي د نوي نوي خبرو د پیدا کیدو څخه ځان وساتئ ځکه چي هره نوې خبره بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده.
 
بل حدیث شریف کي فرمايي:  فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي. (بخاري)
یعني کوم چا چي زما د سنت (طریقې) څخه مخ واړوی نو هغه زما څخه نه دی.
 
 
د خیرالقرون تعمل هم حجت دی: أوصيكم بأصحابي ثم الذين يلونهم ثم الذين يلونهم ثم يفشوا الكذب... (ترمذي، کتاب الفتن، باب لزوم الجماعة)
یعني زه تاسو ته د صحابه وو پر تګ لاري د تګ توصیه او امر کوم، بیا د تابعینو او بیا د تبع تابعینو د تګ لاري، تر دوی وروسته به درواغ عام سي.
 
د خیرالقرون زمانه تر ۲۲۰ هجري قمري پوري وه.
 
د عابدانو او زاهدانو قیاس
دا خبره طی سوې ده چي د اجتهاد د پاره یو څو شرایط نهايي ضروري دي، په چا کي چي دغه شرایط نه وي د هغه خبره هیڅکله حجت نسي کیدلای. همدارنګه صرف د صوفیانو خبري هم شرعاً کوم حیثیت نلري مګر دا چي هغه خبري د شریعت موافق وي. 
 
حضرت مجدد الفِ ثاني رحمه الله څومره ښه فرمایلي دي:
عملِ صوفیه در حل و حرمت سند نیست. همین بس است که ما ایشان را معذور داریم و ملامت نه کنیم و مرایشان را بحق سبحانه و تعالی مفوض داریم. اینجا قول امام ابوحنیفه رحمه الله وامام ابویوسف رحمه الله و امام محمد رحمه الله معتبر است، نه عمل ابوبکر شبلي رحمه الله وابوحسن نوري رحمه الله. (مکتبوبات، دفتر اول، ۳۳۵، مکتوب ۲۶۶)
 
یعني د حضراتو صوفیانو خبره په حِل او حرمت (حلال او حرام ګرځولو) کي سند نه دی، همدا بس ده چي موږ هغوی معذور وبولو، ملامت یې نه کړو او معامله یې الله تعالی ته وسپارو. دلته د امام ابوحنیفه، امام ابویوسف او امام محمد رحمة الله علیهم قول معتبر دی، نه د ابوبکر شبلي رحمه الله او ابوحسن نوري رحمه الله غوندي صوفیانو عمل. 
 
د بدعت مذمت د نبوي ارشاداتو په رڼا کي
 
آنحضرت صلی الله علیه وسلم چي تر شرک وروسته څومره د بدعت او د اهلِ بدعت تردید کړی دی شاید چي د بل شي دا به یې دومره تردید نه وي کړی او حقیقت همداسي دی ځکه په بدعت سره د دین اصلي شکل او صحیح نقشه بدلیږي، په بدعت سره د اصل او نقل، حق او باطل ترمنځ توپیر نه پاتیږي.
 
 
د یادولو وړ ده چي د یو کار د ثواب او عذاب فیصله صرف د الله تعالی کار دی او همدا کار تر خلګو رسول او ورته بیانول د نبي او رسول کار دی. پخپله خوښه او خواهش یوه کار ته ثواب او عذاب ویونکی ګواکي په اصل کي خپل ځان ته د الوهیت او رسالت منصب تجویز کوي (عیاذ بالله تعالی).
 
 
الله تعالی فرمايي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ...الایة او بل ځای فرمايي: قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ. الایة
 
حضرت جابر رضی الله عنه روایت کوي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د جمعې په خطبه کي د زرګونو مجمعې ته خطاب کاوه، په لوړ اواز به یې دا ارشاد فرمایه: أَمَّا بَعْدُ فَإِنَّ خَيْرَ الْحَدِيثِ كِتَابُ اللَّهِ وَخَيْرُ الْهُدَى هُدَى مُحَمَّدٍ وَشَرُّ الأُمُورِ مُحْدَثَاتُهَا وَكُلُّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ. (مسلم)
 
ژباړه: اما بعد! بهترین بیان د الله تعالی کتاب دی او بهترینه نمونه او سیرت د محمد (صلی الله علیه وسلم) سیرت دی. او هغه کارونه بد دي چي نوي جوړ کړل سي او هر بدعت ګمراهي ده.
 
بل حدیث کي فرمایي: وكل ضلالة في النار. (نسائي)
او هره ګمراهي دوږخ ته بیونکې ده.
 
 
حدیث کي نبي کریم علیه الصلاة والسلام فرمایي: الْمَدِينَةُ حَرَمٌ مَا بَيْنَ عَيْرٍ إِلَى ثَوْرٍ فَمَنْ أَحْدَثَ فِيهَا حَدَثًا ، أَوْ آوَى مُحْدِثًا فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ لاَ يُقْبَلُ مِنْهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَرْفٌ وَلاَ عَدْلٌ. (بخاري، کتاب الجزیة، باب ذمة المسلمین...)
ژباړه: مدینه منوره د عیر د مقام څخه بیا د ثور تر مقام پوري حرم دی نو چا چي په دې کي کوم بدعت ایجاد کړی یا يې کوم بدعتي ته پناه ورکړه نو پر هغه دي د الله تعالی او د ملائیکو او د ټولو انسانانو لعنت وي. د قیامت په ورځ نه د هغه څخه فرضي عبادت قبلیږي او نه نفلي.
 
 د بدعت او بدعتي د تردید او مذمت د پاره تر دې نور کوم سخت الفاظ کیدلای سي؟ 
 
د ابن ماجه په روایت کي راځي: أَبَى اللَّهُ أَنْ يَقْبَلَ عَمَلَ صَاحِبِ بِدْعَةٍ , حَتَّى يَدَعَ بِدْعَتَهُ.
یعني الله تعالی د بدعتي د عمل د قبلیدو څخه انکار کړی دی ترڅو چي هغه خپل بدعت ترک نه کړي.
 
بل حدیث شریف کي فرمايي: مَنْ وَقَّرَ صَاحِبَ بِدْعَةٍ فَقَدْ أَعَانَ عَلَى هَدْمِ الْإِسْلَامِ. (رواه البیهقي في شعب الایمان)
 
یعني کوم چا چي د یو بدعتي تعظیم او احترام وکړی نو هغه د اسلام په نړولو کي د هغه سره مرسته او کومک وکړی.
 
په بل روایت کي ارشاد فرمايي: إِنَّ اللهَ حَجَبَ التَّوْبَةَ عَنْ صَاحِبِ كُلِّ بِدْعَةٍ. (طبراني في الاوسط وشعب الایمان، مجمع الزوائد)
 
ژباړه: الله تعالی پر هر بدعتي د توبې دروازه بنده کړې ده.
 
ددې حدیث څخه معلومه سوه چي بدعت یو داسي قبیح، بد او منحوس شی دی چي د انسان په زړه کي کوم فطري نورانیت او صلاحیت دی، بدعت هغه ختموي او د نحوسیت اثر یې دا دی چي د توبې توفیق يې نه وي.
 
په عقلي لحاظ هم دا خبره بلکل صحیح ده ځکه چي کله بدعتي بدعت د ثواب کار وبولي او هغه کوي نو ولي توبه ور څخه وکړي؟ توبه خو د ګناه او جرم څخه کیږي، نه د نیکیو څخه. بدعتي د توبې دروازه پر خپل ځان په هغه وخت کي بنده کړې ده چي کله یې بدعت د ثواب کار وبلی.
 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ فِيهِ فَهُوَ رَدٌّ. (بخاري، مسلم)
ژباړه: چا چي زموږ په دې کار کي کومه نوې خبره راویستل نو هغه مردوده ده. 
 
بدعت د صحابه کرامو رضی الله عنهم له نظره
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي: اتبعوا آثارنا ولا تبتدعوا فقد كفيتم. (الاعتصام، الباب الثاني في ذم البدع...)
یعني تاسو زموږ پر نقشِ قدم ولاړسئ او نوي نوي بدعات مه ایجادوئ ځکه چي ستاسو کیفایت کړل سوي دی (د بدعاتو د ایجاد هیڅ حاجت نسته).
 
حضرت حذیفه رضی الله عنه فرمایي: كل عبادة لم يتعبدها اصحاب رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) فلا تعبدوها. (الاعتصام، الباب الثمن)
یعني هر هغه عبادت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو نه وي کړی تاسو هم هغه مه کوئ.
 
حافظ ابن کثیر رحمه الله څومره ښه فرمایلي دي:  وأما أهل السنة والجماعة فيقولون في كل فعل وقول لم يثبت عن الصحابة: هو بدعة؛ لأنه لو كان خيرا لسبقونا إليه، لأنهم لم يتركوا خصلة من خصال الخير إلا وقد بادروا إليها. (تفسیر ابن کثیر: تفسير سورة الأحقاف، ایة: ۱۱)
 
ژباړه: اهل السنت والجماعت دا فرمايي چي کوم قول او فعل چي د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ثابت نه وي د هغه ترسره کول بدعت دی، ځکه که هغه کار ښه کار وای نو صحابه کرامو به حتماً زموږ تر مخه هغه کړی وای پدې چي هغوی د نیکۍ هیڅ اړخ او هیڅ نیک او عمده خصلت نه دی پرې ایښی مګر هغوی په هر کار کي مخکي سوي دي.
 
همدا وجه وه چي صحابه کرامو ضی الله عنهم د بدعت او اهلِ بدعت څخه انتهايي زیات نفرت کاوه. عبدالله بن عمر رضی الله عنهما ته یوه شخص د بل چا سلام راورسوی (چي فلانی پر تا سلام وايي) نو ده ورته وفرمایل:
 
إنه بلغني أنه قد أحدث فإن كان قد أحدث فلا تقرئه مني السلام. (ترمذي، ابن ماجه)
یعني ما ته د سلام رالېږونکي په اړه دا شکایت رارسیدلی دی چي هغه یو بدعت ایجاد کړی دی، که یې رښتیا هم یو بدعت ایجاد کړی وي نو زما سلام مه ورته وایه.
 
حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي: الإقتصاد في السنة أحسن من الاجتهاد في البدعة . (مستدرک، کتاب العلم، علی شرطهما)
ژباړه: په سنتو کي میانه روی اختیارول په بدعت کي تر کوښښ کولو بهتره ده.
 
بدعت د امت د مشهورو علماؤ په نزد
 
مشهور محدث امام سفیان ثوري رحمه الله فرمايي: البدعة أحب إلى إبليس من المعصية ، المعصية يتاب منها ، والبدعة لا يتاب منها. (شرح السنة)
بدعت ابلیس ته تر ګناه ډير خوښ دی ځکه د ګناه څخه توبه کښل کیږي مګر د بدعت څخه توبه نه کیږي.
 
وقال الأوزاعي: قال إبليس لأوليائه من أي شي تأتون بنى آدم؟ فقالوا: من كل شي. قال: فهل تأتونهم من قبل الاستغفار؟ قالوا: هيهات! ذلك شي قرن بالتوحيد. قال: لأبثن فيهم شيئا لا يستغفرون الله منه.
 
مشهور محدث امام اوزاعي رحمة الله علیه فرمايي چي ابلیس خپلو دوستانو ته وویل: تاسو بني ادم ته د کومو شیانو د لاري ورځئ چي هغه ګمراه کړی؟ دوستانو یې وویل: د هر شي د لاري یې ګمراه کوو. ابلیس وویل: ایا د استغفار د لاري ورته راځی؟ دوی وویل: ډيره لیري خبره ده! ځکه استغفار د توحید سره تړلی دی. ابلیس ورته وویل: حتماً به داسي (بدعت) پکښي عام کړم چي دوی به د الله څخه د هغه په اړه استغفار او بخښنه نه غواړي. (تفسیر قرطبي، سورة الانعام: ۱۵۳)
 
حضرت امام مالک رحمه الله فرمايي: ما لم یکن یومئذ دینا لا یکون الیوم دینا. من ابتدع في الاسلام بدعة یراها حسنة فقد زعم ان محمدا صلی الله علیه وسلم خان الرسالة لان الله تعالی یقول ( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) فما لم یکن یومئذ دینا لا یکون الیوم دینا. (الاعتصام، باب الثاني/جواهرالفقه)
 
یعني کوم شی چي هغه وخت (د نبي صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو) په وخت کي دین نه وو هغه اوس هم دین نه سي کیدلای. که چا په اسلام کي یو بدعت رایج کړی او هغه يې ښه کار ګڼی نو یقیناً دا ګمان يې وکړی چي محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت کي خیانت کړی دی (نعوذبالله ، یعني رسالت يې پوره نه دی رسولی) ځکه چي الله تعالی فرمایي: ( الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ) نو کوم څه چي هغه وخت دین نه وو هغه نن هم دین نه دی.
 
حسن بصري رحمه الله فرمایي چي بدعتي څومره زیات په روژې او لمانځه کي مجاهده کوي هغومره له الله تعالی څخه لیري کیږي. د بدعتي سره مه کښېنئ ځکه هغه ستاسو زړونه در ناروغه کوي. (سنت او بدعت، علامه مفتي محمد شفیع رحمه الله: ص۳۴)
 
ابوالحسن وراق رحمه الله فرمايي: بنده الله جل جلاله ته یوازي د الله تعالی په مرسته او د هغه د ګران نبي صلی الله علیه وسلم د اوامرو د اقتداء په مرسته رسیدلای سي او څوک چي د الله جل جلاله سره د وصل کیدو لپاره د نبي کریم علیه السلام د اقتداء ماسیوا بله طریقه خپله کړي هغه د هدایت د ترلاسه کولو لپاره ګمراه سو. (سنت او بدعت:۴۴)
 
مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله د میلاد په بحث کي لیکي:  د اسلام او مسلمانانو لپاره هیڅکله او په هیڅ حال کي هغه طریقه ګټوره نه تمامیږي چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم، خلفاء راشدینو او صحابه کرامو رضی الله عنهم د سنتو او تګ لارو څخه جلا وي. (جواهر الفقه)
 
پاته سوه د غیر مجتهد اجتهاد خصوصاً په اوس زمانه کي هیڅکله یو بدعت حسنه نه سي ګرځولای! فقهاء کرامو ددې خبري تصریح کړې ده:
 
در نصاب الفقه می آرند هر چه بدعتِ حسنه مجتهد ان قرارداده اند همان صحیح است و اګر کسی در این زمانه چیزی بدعتِ حسنه قرار دهد خلاف است زیرا که در مصفی میګوید که (کل بدعة ضلالة في زماننا). (فتاوی جامع الروایات، والجنة: ۶۰/راه سنت: ۱۰۱)
 
د بدعت لغوي معنی:
 
د لغتو مشهور امام ابوالفتح ناصر بن عبدالسید المطرازي رحمه الله لیکي: هو زیادة في الدین او نقصان منه. (مغرب: ج۱، ص۳۰)
بدعت یعني په دین کي یو شی زیات یا کم کړل سي.
 
امام نووي رحمه الله لیکي: كل شيء عمل على غير مثال سابق. (شرح مسلم: کتاب الجمعة، باب تخفیف الصلاة...)
ژباړه: هر هغه شی چي د مخکنۍ نمونې د شتون پرته وکړل سي.
 
د بدعت شرعي معنی:
 
حافظ بدرالدین عیني الحنفي رحمه الله د بخاري په شرحه کي لیکي: والبدعة في الأصل أحداث أمر لم يكن في زمن رسول الله صلی الله علیه وسلم. (عمدة القاري: ج۵، ص۳۵۶ کتاب التراویح)
ژباړه: بدعت په اصل کي یو داسي نوي ایجاد سوي شي ته وايي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي نه وي.
 
مشهور مفسر حافظ ابن کثیر رحمه الله  فرمایلي دي: اهل السنت والجماعت دا فرمايي چي کوم قول او فعل چي د جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ثابت نه وي د هغه کول بدعت دی، ځکه که هغه ښه کار وای نو صحابه کرامو به حتماً زموږ تر مخه هغه کړی وای پدې چي هغوی د نیکۍ هیڅ اړخ او هیڅ نیک او عمده خصلت نه دی پرې ایښی مګر هغوی په هر کار کي مخکي سوي دي. (تفسیر ابن کثیر: تفسير سورة الأحقاف)
 
حضرت امام رباني مجدد الف ثاني رحمه الله لیکي: 
از حق تعالی تضرع است که هر چه در دین محدث شده است و مبتدع ګشته که در زمان خیرالبشر وخلفاء راشدین او نبوده اګر چه آن چیز در روشنی مثل فلق صبح بود این ضعیف را با جمعی که با او مستند اند ګرفتار عمل نګرداناد و مفتون حُسن آن مبتدع نکناد بحرمة سید المرسلین (صلی الله علیه وسلم). (مکتوبات، دریمه برخه، مکتوب: ۱۸۶)
 
حضرت مولانا شبیر احمد عثماني رحمة الله علیه (د کابلي تفسیر مؤلف) لیکي:
بدعت داسي کار کولو ته وايي چي د هغه اصل په کتاب او سنتو او په قرون مشهود لها بالخیر (اولنیو درو بهترینو پیړیو) کي نه وي او دا د دین او ثواب کار بللو سره عملي کوي. (حمائل شریف)
 
د بدعت څخه ځان ساتل واجب دي (مبسوط) او په بدعت کي د هیچا اتباع نه کیږي (بحر الرائق) بلکي د بدعتي د اهانت او سپکاوي حکم سوی دی. (دررالحکام) او علماء کرام لیکي چي د اسلامي حکومت د امیر د وظایفو څخه یوه وظیفه هم د بدعاتو مخنیوی دی (فقه الاسلامي وادلته)
 
د بدعتي سزا
په دینا کي د بدعتي سزا دا ده چي علماء کرام به یې شبهات په علمي ډول جوابوي، او عوام به يې هیڅ ډول احترام او تعظیم نه کوي او اسلامي حکومت به یې د بدعت مخه نیسي. (موسوعة الفقهیة) او په اخرت کي یې مختلفي سزاګاني راغلي دي لکه: د عبادات نه قبلیدل، د حوضِ کوثر څخه محرومي او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ناراضګي او د قیامت په ورځ د مخ توریدل. (تفسیر قرطبي)

ــــــــــــــــــــ
اړوند مقالې:
بدعت
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته