تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عبدالمطلب په واسطه دوهم وارد زمزم د څاه کیندل
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 17, 2018
  0

 

نبوي سیرت (۲۷)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 

څلورمه شپه بيا عبدالمطلب خوب ويني چي يو څوک ورته وايي: (زَمزَم) وکِنه، ده ورته و ويل: زَمزَم څه شي دى؟ دا وار ناره کونکى نه ولاړى او ورته ويې ويل! هيڅکله نه وچيږي او نه بهېږي، حاجيان به په اوبه وې او دغه زَمزَم د وينو او لرشين په منځ کي پر هغه ځاى دى چي سپين وزرى کارګه مشـوکه وهي، د مېږيانو د کلي سره (چي په پښتو مېږتون ورته وايي) دا خبري د عبدالمطلب په زړه کي حفظ او ياد سوې، عبدالمطلب پوه سو چي ده ته د زَمزَم د کندلو وظيفه ورکول سوه ده بايد زَمزَم وکِني.

 

زَمزَم په اهلِ مکه کي مشهور ؤ، اورېدلى يې ؤ مګر ځاى يې چا ته نه ؤ معلوم چي چيري دى او دا هم د دوی دپاره مشکله او نا ممکنه وه چي د کعبې شريفي ټول اطراف د زَمزَم د پيدا کولو دپاره وکِني، مګر اوس عبدالمطلب ته د زَمزَم په کندلو سره امر وسو.

 

دغه اشارات او علامات هم ورته و ويل سوه نو ځاى هم تقريباً معلوم سو خو عبدالمطلب ته يو بل تکليف پيښ دى هغه دا چي نور قريش کله و ده ته اجازه ورکوي، چي دئ د کعبې شريفي پر شا وخوا کِندل وکړي او  دئ هم بې له دغه يوه زوى څخه چي ځوان دى بل مدافع او مرسته کونکى نه لري، خو په دا سبا سهار دئ او د ده زوى حارث دواړه له کوره را و وتل او کعبې شريفي ته ورغله چي زَمزَم پيدا کړي او ويې کِني اوس په هغو علامو پسي ګرځي چي و ده  ته په خوب کي ويل سوي وې.

 

 اوله علامه داوه: چي د وينو او لري په منځ کي؛


دوهمه علامه: پر هغه ځاى چي سپين وزرى کارګه مشوکه وهي؛


درېیمه علامه: د مېږتون سره؛

 

دی د کعبې شريفي پرشا وخوا په دغو علامو پسي ګرځي مګر علامې هيڅ نسته، دئ پر دغه حال ؤ چي يو څو نفره راغله غواړي چي يوه غوا د هغه بت سره حلاله کړي چي إساف نوميږي، دا بيان خو مو د مخه درته کړى دى، چي إساف او نائله څوک وه او څنګه بتان سوه، نو دغو نفرو هغه غوا د إساف سره حلاله کړه.

 

د غوا ويني د إساف سره توى سوې مګر دغه حلاله سوې غوا د حلالېدلو د ځاى څخه وغورځېدل ويني ځني بهېږي او غوا ځغلي څو بل ځاى غوځاره سوه، نفر پسي ورغله د غوا پاته کار يې هَلَته  ور وکړی، لرى او کُلمې يې هَلَته ځني را وايستل، اوس نو عبدالمطلب ته اوله علامه ور معلومه سوه چي دا يې ويني او هغه يې لرى يا لرشين، د دغو دوو په منځ کي د زَمزَم څا دى خو بيا هم دغه منطقه ډېره لويه او پراخه منطقه ده دﺉ نه سي کولاى چي دغه ټوله منطقه وکِني، نو په دغه ځاى کي ګرځي چي پر مېږتون پېښ سو، دا هم دوهمه علامه سوه؛ مګر دغه د مېږيانو ښار هم يوه لويه منطقه ده او د عبدالمطلب دپاره دا سخته ده، چي دغه ټوله منطقه وکِني، په فکر کي دى چي څه وکړي؟ په دغه وخت کي يو کارګه يا ټپوس راغلى چي په وزرو کي يې سپيني بڼكي وې، کارګه عادتاً ټول تور وي خو و ده ته په خوب کي ويل سوي وه چي (غُرابِ أعصَم) او غراب أعصم په عربي کي و هغه کارګه ته ويل کيږي، چي په وزرو کي يې سپيني بڼي وي، دغه کارګه نژدې و هغه مېږتون ته مځکه په مشوکه وهل، عبدالمطلب پوه سو چي دا هغه د مقصد ځاى دى او د هغه ځاى په کِندلو يې شروع وکړه.

 

قريش پر را ټول سوه او ويل: دا څه کوې د إساف او نائلې په منځ کي مځکه کِنې؟ موږ هيڅکله اجازه نه درکوو چي ته وکعبې ته نژدې مځکه وکنې، عبدالمطلب پرخپل زوى حارث ږغ کړه چي دوى را څخه ګرځوه او  په خپله عبدالمطلب په کندلو مشغول دى، قريش د يوه طرفه او حارث د بله طرفه سره اخته دي، قريش يې د کندلو څخه منعه کوي او حارث د هغو مخنيوی کوي، عبدالمطلب په خپل کار مشغول دى کِندل کوي.

 

 دغه نِقاش او کشمکش تر ډېره دوام درلودى څو عبدالمطلب پر هغو ډبرو پېښ سو چي عادتاً د څا پر خوله ايښوول کېدې او په لوړ آواز يي ناره کړه (الله اکبر) قريش پوه سوه، چي عبدالمطلب د خپل مقصد شی پيدا کړى، قريشو پوښتنه ځني وکړه چي ته څه شي کندې؟ ده و ويل: زَمزَم، عبدالمطلب نور هم خپلو کندلو ته دوام ورکړى او حقيقتاً يې د زَمزَم څا پيدا کړى، اوس نو قريش ورته وايي: موږ دي په دغه څا کي شريکان يو عبدالمطلب ويل: د څه شي شريکان؟ تر اوسه پوري مو زه وکِندلو ته نه پرېښودلم ما وکندى اوس چي اوبه پيدا سوې تاسي مي شريکان ياست؟

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
    

 

سرته