تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي نړۍ کاتبان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 21, 2018
  0

ژباړونکی: محمد عیسیٰ / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱: د اسماعیل بن عبدالله ناسخ خط په ناسخ مشهوره سو. دی په خط غبار کي هم ماهره ؤ. ده په باریک نویسي کي کمال درلودی. سورة اخلاص یې په یوه نخود (چوله) باندي لیکی. یو واري یې ایت الکرسي په یوه نخود ولیکل،  په ۷۸۸ هجري کي وفات سو.

 

۲: حسن بن شهاب عسکري د زرد نویسۍ کاتب ؤ، هغه په درو شپو کي دیوان متنبي لیکی، په ۴۲۸ هجري کي وفات سو.

 

۳: شیخ علي متقي هندي برهان پوري د علامه سیوطي رحمه الله جمع الجوامع د فقهي په ابوابو مرتب کړی. دده استاذ شیخ ابو الحسن بکرمي وفرمایل په نړۍ باندي د سیوطي صاحب احسان دی او په سیوطي رحمه الله باندي د علي متقي احسان دی. شیخ علي متقي خپل یو کاغذ عبدالوهاب الشعراني ته ډالۍ کړ چي ټول قرآن کریم په کښي لیکل سوی ؤ، هره لیکه د پارې څلورمه برخه وه، په ۹۷۵ هجري کي وفات سو.

 

۴: علامه ابو عبدالله محمد بن عبدالله خراساني د کاغذ په یوه صفحه باندي ۶۴۰ لیکي لیکلې.

 

۵:  اورنګ زیب عالمګیر د خپل وخت پاچا ؤ خو په خپل لاس یې قرآن کریمونه لیکل او د هغه په ذریعه یې خپل خوراک برابروی.

 

۶: د سمر قند په کتابخانه کي قرآن  کریم دی چي په پاڼو لیکل سوی دی او تر اوسه محفوظه دی نه یې پاڼي خرابي سوي دي او نه هم وچي سوي دي.

 

علامه ابن خلدون رحمه الله لیکي چي د کتابت  فن د انساني خواصو څخه دی او په همدې باندي انسان د حیوانانو څخه ممتازه دی. په عربو کي دا فن د تبع د قوم څخه چي د یمن پر مختللی قوم ؤ راغلی. په هغه وخت کي ددې نوم حمیري ؤ، د هغه ځای څخه حیره ته راغلی بیا طائف بیا قریشو ته. د حیره دغه فن مصر ته ورسېدی. بیا د اندلس خلګو په دې کي کمال ته ورسېده د دوی خط په عربو او په افریقا کي احسن الخطوط ومنل سو.

 

د خطاطۍ په فن کي  مسلمانان ډېر عروج ته ورسېده او د خط ډېر اقسام یې وضع کړه لکه کوفي خط، نسخ، ریحاني، دیواني، شکسته، فارسي، نستعلیق، طفري، ګلزار، غبار، رقعي او داسي نور.


مأخذ: لاہور سے تا خاک بخارا و سمرقند 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته